تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که څوک روان وي لمونځ کوي، لمونځ يې صحیح...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 8, 2024
  0

تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۱۱۰۱)
نوم:  حاجي فدا محمد
 
 د اوسېدو ځاى (کندهار افغانستان)
 
سوال: یوه ښځه په سویډن په کودکستان کي کار کوي نو نوموړی ښځه وايي چي زه د ماځیګر او دماښام لمونځ نه سم کولای یعني زه هلته په خپل کار ځای کي یم نو لمونځ په داسي ډول کوم چي  کله ګرځم نو لمونځ د ځان سره وایم نو دا ډول لمونځ کول څنګه دی صحت لري که یا که په دې اړه معلومات راکړي لویه مهرباني به مووي؟
 
 جواب : حامداً و مصلياً
په پوښتل سوي صورت کښي چي کوم لمونځ بیان سوی دی داسي لمونځ صحت نه لري، ځکه د لمانځه له پاره قیامه  (ولاړه) فرض ده که بې له عذره پریښودل سي نو لمونځ ئې صحت نه لري، او دا ډول رکوع او سجده او اخري ناسته هم فرض ده.
 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ( الفصل الأول في فرائض الصلاة ) وهي ست ( منها التحريمة ).... ( ومنها القيام ) وهو فرض في صلاة الفرض والوتر . هكذا في الجوهرة النيرة والسراج الوهاج. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۶۹، کتاب الصلوة الباب الرابع فی صفة الصلوة، الفصل الاول فی فرائض الصلوة. مکتبه رشیدیة.
(۲): فرائض الصلاة ستة التحريمة.... والقيام لقوله تعالى { وقوموا لله قانتين }.... والركوع والسجود لقوله تعالى { اركعوا واسجدوا } والقعدة في آخر الصلاة مقدار التشهد. الهدایة: ج۱، ص۹۲- ۹۳ پوري. مکتبه حنفیة.
 
 
 
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ويب پاڼه:   www.taleemulislam-radio.com
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته