تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت: د رسول الله ﷺ د اهل بیت ایمان راوړل (۶۳)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 13, 2019
  0

نبوي سیرت (۶۳ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رسول الله ﷺ د اهل بیت ایمان راوړل

 

 درېیم: او درېيم نفر چي په اسلام مشرفه سوی دی هغه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کور کي اوسېدی او هغه حضرت علي بن ابي طالب رضی الله عنه  ؤ. 

 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کور کي د حضرت علي رضی الله عنه  د اوسېدلو سبب دا ؤ چي ابوطالب ډير غريب سو او دا واقعه هم تر بعثت د مخه وه، ابوطالب دومره غريب او مسکين ؤ چي د خپلو اولادو نفقه پر تکليف وه، خپل اولادونه يې نه سواى مړولاى، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و خپل اکا عباس رضی الله عنه  ته ورغلى او ويل:

اې اکا! ته د ابوطالب په غريبي او مسکنت خبر يې؟ حتّْی د خپلو اولادو خواړه او نفقه هم نه لري، که دي خوښه وي ور به سو او موږ به هر يو د ده د اولادو څخه يو يو واخلو چي زموږ سره به اوسيږي، د هغو کفالت به وکړو، يعني: خواړه او مصرف به يې پر خپل ځان کړو، پر ابوطالب به دغه غريبي يو څه سپکه سي، عباس رضی الله عنه  و ويل: دا ډير ښه فکر دى، نو د عبدالمطلب د کورنۍ څخه څو نفره سره يو ځاى سوه او ابوطالب ته ورغله  ويل موږ دا سره جوړه کړې ده چي موږ به هر يو ستا د زامنو څخه يو يو اخلو او زموږ سره به وي، ابوطالب و ويل: که يو عُقَيل را پريږدى په نورو کي ستاسي خوښه ده، عُقَيل د ابوطالب مشر زوى ؤ ويل دﺉ را پريږدى چي زما سره د ژوند په کارو کي مرسته کوي، دوى هم عقيل ور پرېښاوه او هر يوه د ابوطالب يو يو اولاد د ځانه سره بوتلى.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  علي بن ابي طالب رضی الله عنه را وستى، ځکه علي رضی الله عنه  هغه وخت هم پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  ګران ؤ او حضرتِ علي رضی الله عنه  د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په کور کي تربيه سو.

 

حضرت علي رضی الله عنه هيڅ وخت د بت عبادت يا و بت ته سجده نه ده کړې ځکه دئ د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په کور کي لوى او تربيه سو او دا چه موږ وايو: علي کرّمَ اللهُ وجهَهُ. 


د هغه مقصد هم دا دى چي الله جل جلاله  د ده مخ مکرم کړى دى، په څه سبب يې مکرم کړى دى؟ ځکه د ده مخ يې د بتانو د عبادت څخه ساتلى دى، دا د دغي جملې د ويلو سبب دى چي موږ د علي رضی الله عنه  د نامه سره (کرّمَ اللهُ وجهَهُ) وايو.

 

نو علي رضی الله عنه  هم مسلمان سو، چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کورنۍ څخه درېيم نفر دى او بيا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  لوڼو رُقَيَه، زينب، ام کلثوم، فاطمه رضی الله عنهن اجمعين ايمان را وړى، دا د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په کورنۍ کي دننه د ايمان را وړلو ترتيب ؤ. 

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته