تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ما په ۱۳ دلایلو سره اسلام قبول کړ
 
  August 31, 2015
  0
ژباړه: عبدالغفار جُبیر
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 

شيي ایمانیول ادبایور Emmanuel Adebayor  د جنوبي افریقا د توجو هیواد د فوټبال لوبي مسلکي او ماهر لوبغاړی دی چي د خپل هیواد د فوټبال لوبي رسمي غړی او ترڅنګ د نړۍ د مشهورو فوټبال ټیمونو غړیتوب هم لري لکه ریئل ماډریډ، ارسنل، منچسټر او داسي نور. ادبایور  په خپل هیواد کي د ۲۸ ګلونو په وهلو په لوړه نمره کي راځي.

ادبایور مخکي د عیسوي مذهب پیروان وو چي په دې وروستیو کي د اسلام په حقاني دین مشرف سو او د خپل ایمان راوړلو دلایل يې په لاندي ډول وړاندي کړي دي، 
 
ادبایور لیکي: زما سره ۱۳ داسي دلیله سته چي ولي او څنګه مسلمانان د عیسی علیه السلام په ډول دي او دا چي څنګه تر اوسني عیسویانو مسلمانان د عیسی علیه السلام رښتني پیروان دي، هغه دلایل دا دي:

۱: حضرت عیسی علیه السلام تل دا ویل چي الله پاک یو دی او باید د یوه خدای عبادت وسي لکه:
عیسی ځواب ورکړ: اول دا دی چي ای اسرائیلو واورئ! مالک زموږ خدای یو مالک دی. (انجیل مرقوس ۱۲: ۲۹)
ای اسرائیلو واورئ! زموږ خدای یواځي خدای دی. (تثنیه ۶: ۴)، (زکریا: ۴۱باب ۸)، (د پولس خط د رومیانو په نامه: ۳باب ۳۰)، (خط د یعقوب ۲: ۱۹) او داسي نور....

یادونه: په قرآن کریم کي په زیاته اندازه سره توحید شتون لري داپه ډیرو مبارکوایاتوکی شتون لري لکه سورت الاخلاص:
قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ (۱) اللَّهُ الصَّمَدُ (۲) لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ (۳) وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُوًا أَحَدٌ (۴)
ژباړه:ووایه: هغه الله یو دی، الله هیچا ته اړنه دی، نه ئې څوک زېږولې اونه له چازېږدلې دی، او د هغه هیڅ سیال نسته. (ژباړن)

۲: حضرت عیسی علیه السلام د خنزیر غوښه نه ده خوړلې لکه چي په کتاب احبار۱۱ باب او۷ فقره کي چي راځي همدارنګه دا په اسلام کي هم حرامه ده: (سورت البقره: ۱۷۳)

۳: حضرت عیسی علیه السلام چي به کله د یو چا سره ملاقات کاوه نو السلام علیکم به یې ورته وایه لکه:
عیسی یو ځل بیا وویل چی پر تاسو دي سلامتیاوي (السلام علیکم). (یوحنا: ۲۰باب: ۲۱)

یادونه: په بایبل کی زښته داتوری ډیرراغلی دی په ځینو فقروکي دااصلی عبرانی توری (شلوم یعني سلام) راغلی دی، دا کلمه په لاندی ځایونو کي وګوری: سموئیل ۲۵: ۵، د پولس رسول خط د رومیانوپه نوم ۱۶: ۵، ۶- سموئیل ۱۳: ۱۰، یوحنا ۱: ۱۰، لوقا ۱۰: ۴، متی ۱۰: ۱۳، اعمال د رسولانو ۱۵: ۲۳ او داسي نور.... او همدا حکم مسلمانانو ته سوی دی. (ژباړن)

۴: حضرت عیسی علیه السلام به تل ویل (ان شاء الله) مسلمانان هم ان شاء الله وایي په ځانګړي ډول سره د یو کار تر کولو مخکي لکه په قران کریم کی چي راځي: (سورت الکهف ۲۳، ۲۴)

۵: حضرت عیسی علیه السلام تر لمانځه (عبادت) مخکي خپل مخ، لاسونه او پښې پریوللې لکه مسلمانان چي یې پریولي (اودس یې کوی).
یادونه: په بایبل کي دابیان په پیدایښت ۱۸:۴، یوحنا ۱۳: ۱۰، احبار۱۴: ۸، اعداد ۱۹: ۷- ۸، خروج ۳۰: ۱۹- ۲۱، مرقوس ۷: ۳- ۴. (ژباړن)   
۶: حضرت عیسی علیه السلام او نورو هغو رسولانو او پیغمبرانو چي په بایبل کي ذکر سوي دي کله چي به دوی د خدای عبادت کاوه نو دوی به خپل سرونه پر مځکه والله ته ايښوول (سجده به یې کول) لکه په بایبل کي چي راځي:

هغه یو څو قدمه ولاړئ پړمخې پریوتئ او دا دعاء یې وکړه. (متی: ۳۹)

مسلمانان هم چي کله عبادت کوي نو سرونه پر مځکه ایږدي: (سورت ال عمران: ۴۳)
۷: حضرت عیسی علیه السلام ږیره درلوده او قمیص (جوغه) یې اغوستله او په مسلمانانو کي دا دواړه سنت اعمال دي.

د بایبل په (یوحنا: ۱۹ باب: ۲۳) کي راغلي دي چي حضرت عیسی علیه السلام جوغه اغوستې وه او دا جوغه ګنډل سوې نه وه او ټوله یوه ټوټه ودل سوې وه (اوس عیسایان ددغه لباس ورځ لمانځي).

۸:حضرت عیسی علیه السلام د ټولو نبیانو په قوانینو باندي عقیده درلوده او منل یې:( متی ۵: ۱۷)

مسلمانان هم په دې باور لري او د ټولو انبیاوو علیهم السلام په قوانینو ایمان لري لکه: (سورت البقره: ۲۸۵) او (سورت ال عمران: ۸۴)

۹: د حضرت عیسی علیه السلام مور بې بې مریمې رضی الله عنها د حیاء څخه ډک حجاب اغوستی ټوله بدن به یې پټ وو لکه:

هم دغه شان ښځې دي هم په حیاء داره جامه کي د شرم او پرهیزګارۍ سره خپل ځانونه سمبالوي. (اول خط د تیموتیوس په نوم ۲باب: ۹)،  (اول خط دکورنتیانو په نوم ۱۱باب: ۶)،( پیدایښت ۲۴باب: ۶۴- ۶۵) 

او په قران کریم کي هم د حجاب امر سوی دی: (سورت الاحزاب: ۵۹)

۱۰: حضرت عیسی علیه السلام او نور هغو پیغمبرانو چي په بایبل کي یې ذکر سوی دی تر۴۰ ورځو پوری روژې نیولې لکه په (خروج ۳۴باب:۲۸)، (دانیال ۱۰باب: ۲- ۶)،  (لومړی پاچاهان ۱۹باب: ۸)، (متی ۴باب: ۱)

همدارنګه مسلمانان د رمضان په میاشت کي ۳۰ ورځې روژې نیسي چي دا فرض دي لکه په قرآن کریم کی چي راځي:(البقره ۱۸۳) او د روژې وروسته د اضافه ثواب لپاره د شوال ۶ نفلي روژې هم لري (په نورو وختونو کي هم روژې نیسي).

۱۱: حضرت عیسی علیه السلام به ویل: کله چي تاسي یوه کور ته داخلیږی نو پر هغوی باندي سلامتي وایاست او د خیر غوښتنه ورته کوی؛( لوقا ۱۰ باب: ۵)- مسلمانان عیناً هم داسي کوي کله چي داخلیږي (سورة النور: ۶۱) او کله چي یو د بله سره ملاقات کوي نو السلام علیکم وایي. لکه په قرآن کریم کي چي راځي.

۱۲: حضرت عیسی علیه السلام ختنه (سنت) سوی وو، لکه په بایبل کي چي راځي: اته ورځي پس هغه سنت سو او د هغه نوم یې عیسی کښیښود. (لوقا:۲۱) او دا په اسلام کي د فطرت عمل بلل سوی دی چي مسلمانان یې باید عملي کړي. حضرت ابراهیم علیه السلام ختنه سوی وو. ( پیدایښت ۱۷باب: ۱۳)

په قرآن کریم کی راځي چي الله جل جلاله فرمايي چي ای محمد صلی الله علیه وسلم ما و تا ته وحي وکړې چي د حضرت ابراهیم علیه السلام متابعت وکړه لکه: (سورت النحل: ۱۲۳)

یادونه: انبیاء کرام له پیدایښت ختنه وه:
د حضرت ابراهیم علیهم السلام څخه مخکي ټول انبیاء کرام پیدایښتي سنت (ختنه) وه. (نجم الفتاوی ټوک ۱ پاڼه: ۲۴۶) (ژباړن)

۱۳: حضرت عیسی علیه السلام په آرامايي ژبه سره خبري کولې او وخدای ته یې (اله Elah ) وایه، چي د عربي ژبې والله ته ورته دی، د عربي ژبې الله او دارامایي ژبې اله یو شانته دی.

ارامايي د بابل یوه قدیمي سامي ژبه ده چي په دې کي عبراني، عربي او نوري ژبي هم راځي. د ارامايي ژبي (اله) او د عربي ژبي (الله) مشابهت سره لري.
 
د ارامايي ژبي (اله Elah) د عربي ژبي د (الله) لفظ څخه اخذ سوی دی چي د خدای په معنی دی او په عربي کي (الله) هغه یوازنی ستر خدای ته وايي. تاسو کولایسی په اسانۍ سره يې په تلفظ کي مشابهت ووینی نو ددې مطلب دا دی چي د عیسی علیه السلام خدای هم د مسلمانانو خدای دی، او هم هغه الله د ټول انسانیت خدای او د ټولو موجوداتو خدای دی. 

نو اوس تاسو ما ته ووایاست چي د حضرت عیسی علیه السلام اصلي پیروان څوک دي؟ ښکاره خبره ده چي مسلمانان د عیسی علیه السلام اصلي پیروان دي (نه اوسني عیسایان چي پورته هیڅ عمل نه کوي). 

نو ځکه زه یقین لرم چي د اسلام په قبلولو زه د عیسی علیه السلام اصلي پيروان یم.
 

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته