تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ولي بې لمانځه د فرعون او قارون سره؟!
 
  October 19, 2015
  0

 رالېږونکی: مبارک شاه


بې لمانځه کس به د قیامت په ورځ د فرعون، قارون او داسي نور سره راپورته کیږي.


عن عبد الله بن عمرو عن النبي صلى الله عليه و سلم : أنه ذكر الصلاة يوما فقال من حافظ عليها كانت له نورا وبرهانا ونجاة يوم القيامة ومن لم يحافظ عليها لم يكن له نور ولا برهان ولا نجاة وكان يوم القيامة مع قارون وفرعون وهامان وأبي بن خلف. رواه احمد جـ ۲ صـ۱۶۹

عبدالله بن عمرو بن العاص  رضي الله عنه  د نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  څخه روایت کوي چي یوه ورځ نبي کریم  صلی الله علیه وسلم  د لمانځه ذکر کاوه نو يې وفرمایل هر څوک چي د لمانځه حفاظت اوساتنه کوي نو لمونځ به د قیامت په ورځ نور ګرځول کیږي او د هغه د ایمان دلیل به ګرځي او د هغه لپاره به د خلاصون سبب کیږي او هغه چا چي د لمانځه حفاظت نه وي کړی نو دداسي سړي لپاره به نه نور وي او نه به يې دایمان دلیل وي او نه به يې د خلاصون سبب وي او دهغه حشر (پاڅون) به د قارون، هامان او ابی بن خلف سره کیږي (چي دا کسان د انسانیت په تاریخ کي تر ټولو لوی مفسدین او کافران دي او د الله عزوجل لوی دښمنان دي).

په دې حدیث شریف کښي حضرت محمد صلی الله علیه وسلم  د لمونځ کوونکو لپاره د خلاصون زیری او د بې لمانځه سړي بد انجام يې بیان کړی دی، ددې کسانو سره د پاڅېدلو سبب دا دی چي په اکثره وخت کي د هغو سببو څخه په لمانځه کښي سستي کیږي چي هغه وجهي او سببونه په دغو خلکو کښي وې! 

یعني که چیري:

  • په لمانځه کښي سستي د مال او دولت په سبب سره وي نو دهغه پاڅیدل به د قارون سره وي.
قارون دوندي مالداره وو چي د هغه  د خزانو کیلۍ ډيرو ډیرو زورور کسانو پورته کولې.
 
  • او که چیري د لمانځه پریښول د حکومت او باچهي په سبب سره وي ، نو د هغه حشر به د فرعون سره کیږي ، ځکه چي فرعون د خپل حکومت په نشه کي مست وو او خپل ځان ته يې خدای وایه.

  • او که چیري په لمانځه کي د وزارت یا نوکرۍ د سبب څخه سستي راسي نو دهغه انسان پاڅیدل به د هامان سره کيږي ځکه چي هامان د فرعون وزیر او نوکر وو.

  • او که چیر‎ي تجارت د لمانځه منع کوونکی سي او د سستي سبب يې جوړ سي نو دهغه پاڅیدل به د ابی ابن خلف سره کیږي.

الله تعالی دي ټوله مسلمانان وروڼه د لمانځه پابنده جوړ کړي او د بد انجام څخه دي وساتي او الله تعالی دي هیڅ شی زموږ او د لمانځه ترمنځ حایل نه جوړوي. امین
 
مآخذ: معلم الدین
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته