تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د چغلګرۍ اړوند عبرتناکه قصه
 
  February 28, 2016
  0
رالېږونکې : ت. حمیدي

  يوه ورځ يو سړي خپل مريی بازار ته را وستی ددې لپاره چي خرڅ ئې کړي نو ږغ يي وکړ! چي زه خپل مريی خرڅوم ډېر ښه مريي دی خو يو عيب لري هغه دا چي چغلګر دی. يو سړي د خپل ځان سره فکر وکړ چي راسه دا مريی رانيسه دا دومره عيب نه دی نو ورغلۍ ؛ هغه مريی يې ځني رانيوی د ځان سره ئې خپل کور ته بوتلی.

 

 
مريي د نوي مالک سره کار شروع کړ؛ څه وخت يې خورا ښه کار او ښه خدمت وکړ؛ د څه وخت په تيرېدو سره بيرته هغه خپل عادت پيل کړ.

 

 
لومړی ورغلۍ د خپل مالک مېرمني ته يي وويل: ستا خاوند د بلي ښځي سره اړيکي لري غواړي چي ډېر ژر واده ورسره وکړي او تا پريږدي؛ زه تا ته دا خبري د دوستۍ په موخه کوم زما خبري دي ستا سره خوندي وي چاته يي بيان مه کوه. ښځي چي د مريي خبري واورېدې ډېره نا ارامه او خوا بدې سوه د څه وخت په تېريدو سره مريي د خپل مالک ښځي ته وويل چي زه تاته يو نسخه درښيم دا کار وکړه ستا خاوند به بله ښځه پريږدي. ښځي ورته وويل چي دا خو ښه خبره ده ونيسه راته وې ښيه ؛ مريي ورته وويل کله چي دي د شپې خاوند بيده سي نو چاقو راواخله د ږيري وريښتان يي يو څه ور پريکړه ؛ او د ځان سره يې وساته، بس دا کار وکړه خاوند به دي نوري ښځي پريږدي يوازي به ستا سره ژوند کوي.

 

 
  ښځي ورسره خوښه کړه چي دا خو بيخي اسانه کار دئ ؛ د ا کار خو بيخي په اسانۍ سره کوﻻی سم؛ مريي چي ښځي ته دا خبره وکړه دستي راغلۍ خپل مالک ته يي وويل: اې باداره! ستا مېرمن د نوروسره ناروا اړيکي لري اوس غواړي چي ډير ژر پر تا باندي مرګونې حمله وکړي تا ووژني او خپلي اړيکي د هغو سره نوري پياوړي کړي، مريي زياته کړه چي زه ستا د خواخوږۍ په موخه دا خبري کوم زما خبري رښتيا دي هيڅ درواغ پکښي نسته که ته زما خبري نه منې نو ته نن ماښام ځان پر خوب واچوه مه بيديږه يوازي په ښکاره ځان بيده وښيه ته به ووينې چي ستا مېرمن به پر تا چاقو راواخلي او بل کار دا وکړه چي زما حال پټ وساته چاته مه وايه چي دا خبره ده را ته ويلې ده.

 

   مالک چي د مريي خبري واوريدې ډېر خوابدي سو؛ کله چي ماښام سو ده ځان په ښکاره پر خوب واچوئ، مېرمني يي لږ څه وخت انتظار وکړ کله چي يي يقين سو چي سړی بيده دی نو چاقو يي را واخيستی خاوند يې د سترګو تر کونجانو ورته وکتل ژر وغورځيدی تر مټ يي ټينګه کړه او ورته ويي ويل: ته غواړې ما ووژنې؟ نوري خبري يي نه وکړې دستي يي چاقو ځني واخيستی مخکي تر دې چي ميرمن يي يوڅه ووايي په هغه چاقو يې خپله ميرمن مړه کړه.

 

 
 د ښځي قريبان چي خبر سوه هغو راوځغستل بې پوښتني يي پرده باندي حمله وکړه وې واژه. لنډه دا چي دواړو کورنيو يو پر بل باندي حملې پيل کړې او تر منځ يي لويه جګړه وموښته دا ديوه مريي د چغلګرۍ هغه بده پايله وه چي په دنيا کي يي خلګو ته ورسول همدا وجه ده چي چغلګري کول ستره ګناه ده هر مسلمان بايد په کلکه ځان ځني وساتي.

 

 
نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: لاَ يَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَتَّاتٌ. (بخاري او مسلم)

 

  ژباړه: چغل خور (شیطانت کونکی) جنت ته نه سي تللای.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته