تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت نوح علیه السلام دعا
  تعلبم الاسلام ویب پاڼه
  January 18, 2021
  0

د حضرت نوح علیه السلام دعا


لیکنه : خیرالله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه


چي کله په دې عمل پېړۍ تیري شوې نو درب العزت په دربار کې يې د بد حالت شکایت وکړ چي  نوح علیه السلام په سورت کي مذکور ده ( انی دعوت قومی لیلا و نهارا فلم یزدهم دعانی الا فرار) او له دومره اوږدې زمانې تکلیفونونه پس د خدای د دې بنده به ژبي دا دعا ووتله ، رب انصرنی بما کذبو ، یعني ای زما پروردګاره ! د هغوی د تکذیب په مقابل کې زما مدد وکړه .

 

صفحه (۶۵)د الله تعالی له لوري ځواب


د نوح علیه السلام د قوم ظلم چي له برید نه واووښت بیا حق تعالی حضرت نوح علیه السلام ته خطاب وکړ (بغوی مظهري) .
چي تر ټولو لومړئ يې دا ورته و فرمایل : ستا په قوم کي چي چا ایمان را وړلو را يې وړو نور څوک نور څوک ایمان نه راوړي د هغوی په زړو نو باندي د غرور او سرغړوني له امله مهر لګېدلی ده له دې امله نور ستاسو د دې قوم پرواه مه کوئ او دهغه په ایمان نه راوړو مه اندیښمن کېږه .


د ویمه خبره يې دا وکړه چي اوس موږ په دې قوم د اوبو د طوفان عذاب  لېږونکي یو نو تاسي یوه کښتۍ جوړه کړی چي په هغه کي ستا اهل او عیال او څومره مسلمانان چي دې سره له خپلو ضروریاتو د طوفان په موقع پکښې سپاره شي او وژغورل شی ، حضرت نوح علیه السلام د الهي امر مطابق بیړۍ جوړه کړه بیا چي د طوفان لومړنۍ نښي را څرګندي شوې چي له ځمکي څخه اوبه را وخوټېدې نو نوح علیه السلام امر وکړ چي د خپل او عیال او هغو خلکو سره چي ایمان يې راوړی ده بېړۍ ته ور وخیژي او دانسانانو اړتیاوي چي کومو حیواناتو سره تړلي دي لکه غوا ، غوايې ، پسه ، خر و غیره د هغوی هم یوه یوه جوړه له ځانه سره کشتۍ ته و خیژوي حضرت نوح علیه السلام دا مر مطابق هغه ټول سپاره کړل. 


په اخره کي يې و فرمایل : چي نوح علیه السلام باندي ایمان راوړونکي او بیړۍ کي سپریدو نکو تعداد ډېر لږ وه .


ماخذ : قصص الانبیاء ، صفحه (۶۷)

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته