تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شيطان څخه عبرت واخلئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 6, 2021
  0

د شيطان څخه عبرت واخلئ


لیکنه : مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د بدر په جګړه کي چي کله د مکې کفار د مسلمانانو سره مخامخ سوه شيطان د سراقه بن مالک په چهره کي د خپل لښکر سره راغی، د کفارو سره يو ځای سو او دوی ته يې ډاډ ورکوی چي زه درسره يم نن به ارومرو تاسو کاميابه کيږی، کله چي دواړي ډلي مخامخ سره ودرېدلې او د يو بل په مقابل کي يې سنګر ونيوی شيطان وليدل.

 

چي د مسلمانانو په لښکر کي ملائکي ګرځي دستي و وېرېدی پداسي حال کي چي لاس يې د يوه مشرک په لاس کي وو خپل لاس يې ورڅخه خلاص کړ او منډه يې کړه، کفارو ورته وويل څه کوې؟ شيطان ورته وويل زه ستاسو څخه بېزاره يم. د خپل لښکر سره يې ميدان پرېښودی او وتښتېدی.


سره ددې چي شيطان د کفارو دوست هم وو او ددوی د کومک لپاره هم راغلی وو خو چي کله يې د ځان لپاره خطر وليدی د ميدان څخه وتښتېدی او خپل دوستان يې يواځي پرېښودل.


د کفارو هم داسي عادت دی لکه د شيطان په کومو ځايونو کي چي د ځان ګټي ويني هلته د هر کار کولو ته حاضرېږي آن تردې چي جګړې ته هم حاضرېږي او خپل ملګري هم جنګ ته هڅوي او مرسته يې هم کوي خو چي کله يې ځان تاواني وليدی بيا نو د ميدان څخه تښتي او خپل ملګري يواځي پريږدي ددې خبري د ثبوت لپاره ډېر تاريخي شواهد سته.


نو هر څوک چي ځان ته مسلمان وايي هيڅ وخت دي په کفارو باندي باور نکوي او د کفارو د مرستي په اميد دي د خپل مسلمان ورور سره ځان په جګړه نه اخته کوي کنه نو عاقبت به يې داسي وي چي کفار به ځيني ولاړ سي دوی به يواځي پرېږدي وروسته به بيا پښېمانتيا هيڅ ګټه ورته ونلري.


ماخذ : اسلامي مقالي .


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته