تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تعلیم الاسلام راډیو اختریږي خپروني!
 
  October 27, 2012
  0

 

 د تعلیم الاسلام راډیو د ویب پاڼې محترمو مینه والو،

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته،

د قدر وړ مؤمنانو وروڼو او خویندو! هر ځای چي یاست، الله جل جلاله مو په خیر او عافیت کي ولره. د تعلیم الاسلام راډيو د ادارې مشرتابه او ټول همکارانو تاسو ته د نیکمرغه لوی اختر د رارسېدو مبارکي وايي. الله عزوجل دي د قربانۍ دا ستر پیغام لرونکی اختر پر ټول اسلامي امت د خپلي نېکمرغۍ ځلانده لمر راوخېژوي تر څو اسلامي امت ته مخکنۍ شان او شوکت حاصل سي. الله سبحانه وتعالی دي د هر مؤمن مسلمان چي هر چيري اوسیږي تکلیفونه لري او مشروع حاجات پوره کړي او هر کور ته دي پوره دینداري راولي.

د لوی اختر د خوښیو په ویاړ تعلیم الاسلام راډيو ادارې بېل بیلي اصلاحي، تفریحي او په زړه پوري خپروني ترتیب کړي دي چي په اکثرو خپرونو کي و اورېدونکو ته په ژوندۍ بڼه د تماس نیولو موقع ورکول کیږي. په لاندي مهال وېش کي د تعلیم الاسلام راډیو اختریږي خپروني او د هغو اوقات کتلای سي تر څو ګډون پکښي وکړی.

 

 

اختر مو یو ځل بیا مبارک!

 

 

 

۱: مهرباني وکړی پر لاندي مهال وېش کلیک وکړئ:

 

په خپرونو کي د اړيکو لپاره پر دې شمېرو تماس نیولای سی: ۰۷۰۷۰۰۵۷۵۷

د سکايپ د لاري هم کولای سي تماس ونیسی، سکايپ: taleemulislamradio

د معلوماتو لپاره پر دې شمېره اړیکه نیولای سي: ۰۷۰۳۰۵۰۰۷۰۰ او یا ۰۷۰۴۴۴۱۳۵۸

 

سرته