تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نیک عملو او بد عملو عذاب
 
  September 2, 2014
  0
لیکوال: استاذ نثار احمد صمد، کاناډا

 
ابواللیث رحمة الله علیه فرمایي چي الله تعالی حضرت یوشع بن نون علیه السلام ته وفرمایل چي زه ستا د قوم څلوېښت زره نیکان او اتیا زره بد کاران هلاک او تباه کوم . حضرت یوشع بن نون علیه السلام عرض وکړ چي د بد عملو کسانو سزا خو راته معلومیږي خو نیک عمله انسانانو څه خطا او ګناه کړې ده ؟ الله تعالی ورته وفرمایل چي نیک عمله کسان بد عمله انسانان د بدیو څخه نه منع کوي ، د هغوی بد اعمال نه غندي بلکي د هغوی سره معاشرت او ملګرتیا کوي او خوراک او څښاک ورسره کوي، زما نافرماني په سترګو ویني لاکن بیا هم هیڅ اقدام نه کوي .

 

 
هو ! نن په رښتیا هم کټ مټ هماغه حالات بیا مسلط دي او عملأ ګورو چی هیڅ شی نه سمیږي او ښایي الله تعالی تش په نوم مسلمانانو ته نور عذابونه هم مقرر کړي وي . رسول الله صلی الله علیه وسلم داسي فرمایلی دي :  په هغه ذات مي قسم چي زما ژوند یې په اختیار کي دی چي یا به خلک پر ښه کارونو امر کوئ او له بدو به یې راګرځوئ ، یا دا چي ژر به الله تعالی خپل عذاب درباندي نازل کړي . نو چی هر څونه دعاوي وکړﺉ الله به یې نه قبلوي.( ترمذی )

 

 
خلیفه حضرت عمر بن عبدالعزیز رحمة الله علیه داسی فرمایلی دي : الهی عذاب د خواصو د بدعملیو او خرابکاریو څخه نه راځي ، بلکي که بد او ناوړه اعمال په خلکو کي عام سي او څوک هغوی منع نکړي نو عمومي عذاب راځي چي عوام او خواص په خپلو څپو کي ورسره اخلي .

 

 
 ښه ، که موږ لیري او نږدې وګورو آیا نن بالکل همداسي نه ده ؟ نو که څوک په اخلاص او صداقت سره په خپل ژوندانه کي د کتابُ الله او سنتِ رسول صلی الله علیه وسلم روح داخل نکړی ، هر څه به داسي وي لکه همدا نن چي دي.
 
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ؛ لومړی ټوک ، ۲۰۱۲ ) ؛ ۳۱۹ مخ .
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته