تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د رمضان المبارک د لسمي ورځي مهمي پيښي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 26, 2024
  0

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد قران مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

د رمضان المبارک د لسمي مهمي پيښي


• په دې ورځ  د هجرت څخه درې کاله تر مخه ام المؤمنین د یثرب یا مدینې منورې پر لور حرکت وکړئ، هغه د مکې مکرمې په جنت معلي هدیره کي دفن ده. 


• د هجرت په اتم کال دې ورځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په مشرې د مکې د فتحي کاروان له مدینې منورې د مکې مکرمې پر لور حرکت وکړ.


• د رمضان د مبارکي میاشتې په دې ورځ چي د ۷۵۰ میلادی کال د اپریل د میاشتې د دوه ویشتمې نیټې سره سمون خوري، عبدالله بن علی دمشق ته راغلی او په ختیځه دروازه کي ودریدئ. د هغه ورور صالح د الجبیعه دروازې ته ورننوتی. د دې تر څنګ  ابو عون باب کیسان، حمید بن قحطابه باب توما، بسام  باب الصغیر، عبد الصمدیحیی بن صفوان او عباس بن یزید باب الفرادیس، دروازې ونیولې او د اوسنۍ پلازمینه «دمشق» ښار یې محاصره او د چهار شنبې په ورځ ونیوئ. 


• د روژې د مبارکي میاشتي په دې ورځ وزیر ابو علي الحسن علي بن اسحاق چي په نظام الملک مشهور وو، د اسلامي تاریخ یو تر ټولو مشهور وزیر وفات سو.


• د روژې د مبارکي میاشتي په دې ورځ، تیموجین بن عیسی بهادر چي په «چنګیز خان» مشهور او د مغولي امپراتورۍ بنسټ ایښوونکی او د بشریت په تاریخ کي یو له ظالمو یرغلګرو څخه وو، مړ سو او داسي قتل عام یې وکړ چي په تاریخ کي ځانګړی ځای لري. 


• د ۶۴۸ هجري قمري کال د رمضان په لسمه نېټه، چي د ۱۲۵۰ هجري قمري کال سره سمون خوري، شجرة الدر (د پاچا صالح مېرمن) د منصوره په جګړه کي د لوئیس نهم په لاس فتحه سوه، چي هغه ونیول شو او ګڼ شمېر پوځیان یې ووژل سول.

 

• د روژې د مبارکي میاشتي په دې ورځ د عربي خلیج په هرمز تنګي کي د عثماني او پرتګالي بیړیو تر منځ سخته سمندري جګړه پیل سوه، چي ۱۸ ساعته یې بې له ځنډه دوام وکړ وروسته یوه خوا هم پر بریالیتوب موفقه نسوه.  


• د روژې د مبارکي میاشتې په دې ورځ، عالم او فقیه شیخ عبدالوهاب الحافظ چي په «اور او اورلګیت» ملقب وو، په دمشق کي وفات سو، شیخ عبدالوهاب په ۱۸۹۳ میلادي کال کي د دمشق په العقبه سیمه کي زیږیدلی دی. هغه د خپل پلار، د لوی حافظ شیخ عبدالرحیم تر څارني لاندي لوی سوی، چي سلسله یې له شیخ عبدالقادر الجیلاني سره پای ته رسیږي.

 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته