تازه سرليکونه
د تړون مسؤليتونه
 
  January 24, 2015
  0
په هر تړون کي پر تړون کونکو باندي ځيني حقونه راځي مثلاً : په سودا کي مشتري ته د  مَبِيعِې سپارل د بايع پر ذمه راځي ، بايع ته بيا د ثمن سپارل د مشتري پر ذمه راځي ، دغه ډول مسؤليتونو ته د تړون حقوق وايي .

هر هغه تړون چي وكَيْل يې پخپل نامه د مُوَكِّل د پاره کولاى سي د هغه تړون حقوق وكَيْل ته راجع کيږي مثلاً : که وكَيْل د خپل مُوَكِّل د پاره يو شى رانيسي د هغه شي د قيمت اداينه د وكَيْل پر ذمه راځي ، وكَيْل بايع ته نسي ويلاى چي دا شى ما د پلانکي د پاره رانيولى دى پيسې يې د هغه څخه واخله .

خو وكَيْل بيا حق لري چي د شي پيسې د مُوَكِّل څخه واخلي ، ځکه چي وكَيْل دا شى د مُوَكَّل د پاره د هغه په امر رانيولى دى .

مثال : زيد بکر ته وويل : د خالد موټر په دونه را رانيسه ، بکر په خپل نامه په هغونو پيسو د خالد څخه هغه موټر رانياوه ، دا موټر د زيد ملکيت ګرځي خو خالد ته به د موټر پيسې بکر ورکوي ، ځکه چي د خالد څخه رانيونکى بکر دى .

هغه تړونونه چي وكَيْل يې په خپل نامه نسي کولاى بلکي د تړون نسبت به خپل مُوَكِّل ته کوي د هغو تړونو حقوق بيا مُوَكِّل ته راجع کيږي .

مثال : زيد بکر د خپلي نکاح وكَيْل وټاکه ، دلته بکر د نکاح تړون پخپل نامه نسي کولاى بلکي ايجاب يا قبول به د زيد په نامه کوي .

د نکاح په تړون د ښځي ولور لازميږي ، دلته که څه هم نکاح بکر تړلې ده خو بيا هم ښځه د خپل ولور مطالبه د بکر څخه نسي کولاى بلکي د ولور ورکولو مسؤليت يې د زيد پر ذمه راځي .

ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک- معاملات
مؤلف: الحاج مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته