تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
علم څپانده بحر دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 11, 2023
  0

لیکنه: زینب دُرانۍ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


علم څپانده بحر دئ

 

د یو امت، یو هیواد او یو ټولني اساس او بنسټ د علم د کچي د لوړوالي څخه عبارت دی، علم هغه دریاب دی چي اوبه یې نه ختمیدونکي دي, خو کله چي یې اوبه ختمي سي نو ملغلري او جواهرات درکوي.


په نړۍ کي یوازینی څیز چي په هیڅ صورت کي تاوان نه لري, هغه علم او پوهه ده.


د علم او پوهي په برکت انسان خپل خالق, خپل ځان, د ژوند کولو اصول او قوانین پیژني.


علم د یو ټولني او ملت برکت دی, د علم وړانګي باید دومره روښانه وي چي بې علمه انسانان هم ورڅخه استفاده وکړای سي.


الله سبحانه وتعالی دي د ټولو امت مسلمه په علم کي برکت واچوي او الله پاک دي د علم د طلباؤ سره مدد او نصرت وکړي. الله تعالی دي هر مؤمن مسلمان د علم په ګاڼه سمبال وګرځوي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته