تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کوچني او ستر موقف څښتنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 21, 2023
  0

لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د کوچني او ستر موقف څښتنه

 

د شهيد منصور او لکونو شهيدانو تقبلهم الله شهاد تونه د دغسي اسلامي نظام د حاکميت لپاره وو، چي:

 

۱)  مؤمن د مؤمن سره تراحم وکړي او مؤمن د کافر په مقابل کي اشد وي؛


۲)  موقف د صلاحيت پر ځای مسئوليت وبلل سي او له فتنو څخه ئې ځانونه وساتل سي؛


۳)  له غفلت، عصبيت، تکبر، حسد او نورو عقيدوي، فکري، اداري، علمي، اخلاقي، سياسي، مسلکي او مالي ناروغيو څخه ځانونه وساتل سي؛


۴)  مستعدو کسانو ته دندي ورکول سي، حتی مجبور کړل سي او د غير مستعدو کسانو له استخدام او تقرر څخه ډډه وسي؛


۵) د اسلامي شعائرو د تعظيم د ترويج او اقامې پلانونه جوړ او تطبيق سي؛

 

۶)  د غير شرعي عرفونو، پلانونو او نورو تکتيکونو د منعي او ازالې لپاره حکيمانه تعاملات او ميکانيزمونه عملي سۍ؛


۷)  د بيت المال د هر ډول شتمنيو سره له خيانت څخه ځانونه وساتل سي او حتی د سر په بيه ئې دفاع وسي...


دعاء: 
ذوالجلال والاکرام دي د ټولو هغو شهیدانو شهادتونه قبول کړي، چي د اسلامي نظام د احياء او حاکميت لپاره ئې خپل سرونه قربان کړل؛


الله تعالی دي ټولو هغو غمځپلو اشخاصو او فاميلونو ته په دنيا او عقبی کي عظيم نعمتونه او اجرونه ورکړي، چي د اسلامي نظام د ايجاد لپاره ئې مادي، روحي او جسمي ستونزي زغملي دي؛


الله تعالی دي هغو خلکو ته هدايت وکړي، چي د شخصي، سمتي، مذهبي، حزبي يا نورو منافعو په اساس د اسلامي نظام پر ضد عملي يا فکري مبارزه يا تخريب کوي. که د هدايت قابليت ونلري، الله تعالی دي هلاک کړي؛


الله تعالی دي هغه اشخاص رسوا او ذليل کړي، چي د اسلامي نظام له مادي او معنوي منابعو څخه داسي شخصي استفادې کوي، چي د دوی استفاده د نظام له مصلحتونو سره ټکر وي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته