تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ګناه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 4, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱. ترګناه تېرېدل د اصلي والي او نېکبختی علامه ده.


۲. تر ټولو ښه عمل د ګناه څخه پرهېز کول دي.


٣. که کوچنۍ ګناه ته په سپکه ګورې، نو يو وخت به داسي راسي چي لويي لويي ګناوي به بېله څه شرمه او پښېمانی کوي.


۴. گناه کوچنۍ مه بوله؛ ځکه همدغه ګناه انسان هلاکت ته رسوي.


۵. په کومه ورځ چي ګناه و نه کړې، هغه ورځ ستا لپاره اختر دئ.


۶. د هغې ګناه څخه ډېر پرهېز وکړه! چي ستا په سترګو کي کوچنۍ معلومیږي.


۷. بې ګناه اوسه ! چي د پیري څخه په امن سې.


۸. ترټولو بده ګناه د يتيم مال خوړل دي.


۹. دګناه څخه تر پرهېز هیڅ ښه او محکم پټن ځای نسته.


۱۰. دګناه پرېښودل ترتوبې اسانه دي.


۱۱. دګناه څخه پرهېز د نېکو کارونو تر کولو بهتره دئ.


۱۲. څوک چي د نفسي کرامت او انساني شرافت سره علاقه لري، نو حتما باید د ګناه څخه پرهېز وکړي.


۱۳. د ګناهګارانو د سزا لوی او مهم لامل دادئ، چي ګناه يې کړې ده.


۱۴. په دنيا کي بنده لره د الله (جل جلاله) بخښنه دا ده چي، ګناهونه یې ورپټ کړي.


۱۵. د ګناه څخه پرهېز د مرګ څخه تر تېښتي ډېر مهم او بهتره دئ.


۱۶. هغه ګناه نه بخښل کيږي چي کونکی يې سپکه بولي.


۱۷. ترټولو بد کار ګناه کول دي.


۱۸. د ګناه څخه پرهېز کول د ښه کارتر کولو بهتره دئ.


۱۹. په ګناه سره اعتراف کول ګناه له منځه وړي.


۲۰. څوک چي په ګناه اخته وي او دا فکر کوي چې ګناه نه سي پرېښودلای، دا فکر يې غلط دئ، ځکه ګناه پرېښودل کېدلای سي.


۲۱. ډېر مال د زړونو تباه کونکی او د ګناهونو راپورته کونکی دئ.


۲۲. ترګناه وروسته عبادت کوه! چي عبادت دي ګناه ورژوي.


۲۳. د بد سړي صفت تر ټولو لویه ګناه ده.


۲۴. د خپل ځان په ضد جهل او ناپوهي کول ډېره لویه ګناه ده.


۲۵. الله (جل جلاله) د هیڅ انسان څخه د ده ارام او هوسا ژوند نه اخلي، مګر هغه وخت چي ګناهونو ته مخ کړي.


۲۶. تر ټولو ښه عمل د ګناهو څخه پرهېزدئ.


۲۷. پرګناه پښېماني سړی د ګناه څخه پاکوي.


۲۸. تر ټولو بد شي، په سپین ږیرتوب کي ګناه کول دي.


۲۹. دګناهګارانو سره ناسته سړی متهموي.


۳۰. د پښېمانۍ اوښکي ګناه رژوي.


 ۳۱. دګناه پرېښودل د ثواب ترکولو بهتره دي. 


۳۲. په تاسو کي تر ټولو ښه سړی هغه دئ، چي د ګناه څخه پرهېز وکړي.


۳۳. په تاسو کي تر ټولو ښه سړی هغه دئ، چي تر ګناه وروسته فورا توبه وکاږي.


۳۴. د خپلو ګناهونو څخه توبه وکاږئ! ځکه توبه کونکی سړی داسي دئ لکه ګناه چي یې نه وي کړي.


۳۵. تر ټولو ښه مجاهد هغه دئ، چی ګناه پرېږدي. 


۳۶. بې له خپلي ګناه باید د هیچا او هیڅ شي څخه و نه پریږئ.


ماخذ :سپڅلې خبري 


www.taleemulislam.net  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته