تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
آيا الله تعالی ما خوښوي ؟
  تعلیم الاسلام
  September 27, 2017
  0

لیکنه: محمد داود امیري- هلمند / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

یوه ورځ مي له ځانه دا پوښتنه وکړه : چې ایا الله تعالی ما خوښوي ؟

 

نا څاپه مي ذهن ته راغله ، چې الله تعالی د هغو صفاتو لرونکي بندګان خوښوي ، کوم صفات چې په قرانکریم کې ذکر سوي دي.


ددغو ځانګړتیاوي د مجموعې د پیدا کولو لپاره مي ډېر فکر وکړ مګر قانع کوونکی ځواب مي د خپلې پوښتنې لپاره پیدا نه کړ.


د ځواب لپاره مي قرانکریم ته مراجعه وکړه ، 

 

۱: هلته مي ولیدل چې الله تعالي متقایان او پرهیزګاران بندګان خوښوي مګر زه چیري،  زما تقواء او پرهیزګاري ؟

 

۲: دا مي هم ولیدل چې الله تعالي نیک او صبرکوونکي بندګان خوښوي ،مګر زه چیري ، زما صبر او نیک والی ؟

 

۳: بیا مې ولید چې خالق مي مجاهدین خوښوي ،مګر زه چیري ، زما جهاد او مجاهده ؟

 

۴: بیا مي ولیدل چې مهربان ذات محسنین او نیک کاره خلګ خوښوي ،مګر زه چیري ، زما احسان او نیکوکاري ؟

 

نور وېریدم او پلټنه مي په دې خاطر پرېښودل چې داسي نه وي ، په خپل ځان کې داسي صفت پيدا کړم چې الله تعالي په هغه سره ما خوښ کړي . 

 

وخپلو اعمالو ته مي نظر وکړ ، ومي لیدل چې ډېر ګډ وډ دي او یا مي په سوستې کړي یا د ګناهونه رنګ لري .

 

ناڅاپه مي پردې ایت مبارک سترګې وځلېدې چې خالق المخلوقات فرمایې :

 

 (إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ) الایة
ژباړه: الله تعالي توبه کوونکي خوښوي.

 

دا لکه لومړی ځل چې زه په دې پوه سوم چې دا ایت زما او ماته ورته د نور انسانانو لپاره دی .


بې له ځنډه مي دا جمله پر ژبه راغله :


ﺃﺳﺘﻐﻔﺮ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺃﺗﻮﺏ ﺇﻟﻴﻪ 
ﺃﺳﺘﻐﻔﺮ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺃﺗﻮﺏ ﺇﻟﻴﻪ 
ﺃﺳﺘﻐﻔﺮ ﺍﻟﻠﻪ ﻭﺃﺗﻮﺏ ﺇﻟﻴﻪ 


نو په دې سره زه هم امید واره سوم چې ګوندي زه هم د هغو کسانو څخه سم چي الله تعالی ته هغه خوښ دي.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته