تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نارينه او د ښځي د لمانځه فرق
  تعلیم الاسلام
  November 29, 2016
  0

مؤلف: مولانا احمد علي شخ (شهدات کوټ)

ژباړه: مولوي احمد زاهد (کندهاري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

          د غير مقلدينو د احنافو سره يو اختلاف دا هم دئ چي هغه د نارينه او د ښځي په لمانځه کي فرق نه مني. د احاديثو په روڼا کي د نارينه د لمانځه کولو طريقه جلا ده او د ښځي د لمانځه کولو طريقه جلا ده. د نارينه او د ښځي په لمانځه کي خو فرقونه ډېر دي خو يو څو فرقه دا دي:  

١- دليل:

            رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:

يَا وَائِلَ بْنَ حُجْرٍ! اِذَا صَلَّيْتَ فَاجْعَلْ يَدَيْکَ حِذَاءَ اُذْنَيْکَ وَ الْمَرْاَةُ تَجْعَلُ يَدَيْهَا حِذَاءَ ثَدْيَيْهَا. (معجم کبير طبرانى، ج: ٢٢، ص: ٢٠، حديث نمبر: ٢٨)

اې وائل بن حجره! کله چي ته لمونځ کوې نو خپل دواړه لاسونه تر غوږو پوري پورته کړه او ښځه دي خپل دواړه لاسونه تر خپلو سینو (ځيگر) پوري پورته کړي.

 

٢- دليل:

عَنْ عَلِىٍّ  کرم الله وجهه قَالَ: اِذَا سَجَدَتِ الْمَرْاَةِ فَلْتَحْتَفِرْ وَلْتَضُمَّ فَخِذَيْهَا. (مصنف ابن ابى شيبه، ج: ١، ص: ٣٠٢)

ژباړه: حضرت علي  کرم الله وجهه فرمايي چي کله ښځه سجده کوي نو ښه دي سره ټوله سي او خپل دواړه ورنونه دي د نس سره يو ځاى کړي.  

 

٣- دليل:

عَنْ يَزِيْدِ ابْنِ اَبِىْ حَبِيْبٍ مُرْسَلًا اَنَّ رَسُوْلَ اللهِ صلی الله علیه وسلم  مَرَّ عَلٰى اِمْرَاَتَيْنِ تُصَلِّيَانِ، فَقَالَ: اِذَا سَجَدْتُّمَا فَضُمَّا بَعْضَ اللَّحْمِ اِلَى الْاَرْضِ  فَاِنَّ الْمَرْاَةَ فِىْ ذٰلِکَ لَيْسَتْ کَالرَّجُلِ. (مراسيل ابو داؤد، ص: ٨)

 

ژباړه: د يزيد بن ابى حبيب څخه مرسل روايت دئ چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د دوو ښځو خوا ته تېر سو چي لمونځونه ئې کول نو رسول الله  صلی الله علیه وسلم  هغوى ته وفرمايل: کله چي تاسي دواړي سجده وکړي نو خپل د بدن يو څه برخه د مځکي سره و موښلوئ ځکه چي د ښځي حکم (په سجده کي) د نارينه په شان نه دئ.

 ماخذ: د غیرمقلدینو اعتراضاتو ته جوابونه

 --------------------

په دې اړه تفصیلي دلایل دلته کلیک کړئ: د نر او ښځي د لمانځه توپیر

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته