تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نهي عن المنكر څه وخت ضروري دی؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 29, 2021
  0

نهي عن المنكر څه وخت ضروري دی؟


ایډیټ : بصیریوسفزی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د نن زمانې يو لوی مصیبت همدا دی چي يو تر بله د رايي اختلاف د خپل منځي جنګ او جګړې او د بې اتفاقۍ او جلا کېدو ذریعه ګرځول سوې ده.


د شیطان يوه لويه قاعده دا ده چي هغه عالم ته د عالم په شکل کي راځي، صوفي ته صوفي جوړ سي او ورته راځي او فقيه ته فقيه جوړ سي راځي اوهغه داسي پوهوي چي ګوره فلانکي شخص دا غلط کار وکړی او د حق خبره (هغه )ته کول فرض عین ده او په حديث شريف کي راغلي دي:


((من رأى منكم منكراً فليغيره بيده، فإن لم يستطع فبلسانه فإن لم يستطع فبقلبه وذلك أضعف الإيمان))


ژباړه: په تاسو کي چي کوم شخص هم د کوم بد کار کړنه   وویني نو هغه دي يې په لاس سره منع کړي، که یې ددې طاقت نه وي نو په ژبه سره دي یې منع کړي، او که يې ددې هم طاقت نه وو نو په زړه سره دي يې بد وګڼي او دا دایمان تر ټولو کمزورې درجه ده .


لیکن شیطان دا خبره ځني هیروي چي هغه شخص چي کوم کار منع کول غواړي هغه خو بد کار نه دی؟ ځکه چي ددې تعلق د مجتهد فيه مسائلو سره دی او د شرعي دلیل پر بنیاد دی او که بد کار هم وي او پر دې باندي داعتراض کولو (یا بندلو) باندي د بلي لويي فتنې پیدا کېدلو بېره وي نو په داسي صورت کي "نهي عن المنكر" لا هم جائز نه دی، بلکي سکوت او چپېدل واجب دي! په حديث شريف کي چي راغلي دي چي: "((من رأى منكم منكراً فليغيره بيده، فإن لم يستطع )) دلته د استطاعت (طاقت لرلو) څخه استطاعت او حسي قدرت مراد نه دی بلکي په قدرت کي دا خبره هم داخل ده چي که د دې منکر کار د لیري کولو څخه د کوم بل منکر کار پیداکېدلو بېره وي یا په مسلمانانو كي د بې اتفاقۍ (دښمنۍ) بېره وي نوداسي ثابتیږي چي قدرت حاصل نه دی او دلته سکوت او چپوالی واجبیږي.

 

 رواه مسلم، کتاب الایمان، باب كون النهي عن المنكر من الإيمان..... الخ، ج ۱، ص۵۰

 

ماخذ: اختلاف رحمت دی، ډله بازي حرامه ده


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته