تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د حُنين غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 6, 2021
  0

سیرت نبوي د حُنين غزاء


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


تاسي وليدل چي مکه مکرمه په يوه سريع او داسي چابکه حمله سره فتحه سوه چي ټول عرب يې په حيرت او دهشت کي واچول؟

د شا وخوا همسايه قبيلو ته دغه خبر ناڅاپه او ناګهاني ورغلى، هيچا ته دا ممکنه نه وه چي د دغه کار مخ ونيسي، نو ځکه د شا وخوا قبيلو د تسليمېدلو څخه منعه و نه کړه او هغه هم تسليم سوې، بېله ځينو شريرو او متکبرو قبيلو څخه چي د هغو شريرو قبيلو په مقدمه کي د هوازن او ثقيف قبيلې وې، نو و دغو قبيلو ته د نورو قبيلو خلک چي د نصر، جُشم، سعد بن بکر او هلال خلک وه هم راټول سوه، دغه قبيلې چي خود خواه او متکبري قبيلې وې دا يې نه قبلول چي د مسلمانانو دغه نصرت او کاميابي ته سر کښته کي، د دغو شريرو او متکبرو قبيلو مشران د مالک بن عوف په ځاى کي د مشورې دپاره سره يو ځاى سوه !

چي په نتيجه کي يې د مسلمانانو سره پر جنګ کولو اتفاق وکړی، په دغه وخت کي هوازن او دغو نورو قبيلو پوره ترتيبات ونيول، تقريباً شل زره جنګي نفر يې سره را ټول کړه او ځانونه يې د مکې مکرمې د حملې دپاره تيار او آماده کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانان په مکه مکرمه کي دي، دغو قبيلو دا إراده وکړه چي پر مکه مکرمه حمله وکړي او ترخپل تسلط او تصرف لاندي يې را ولي، دا خو هوازن، بنو بکر او ثقيف سره يو ځاى سوه، مګر هلته د هوازن ځيني قبيلې وې چي هغو اشتراک نه وو ور سره کړى چي د هغې جملې څخه کعب او کلاب وه، که څه هم دغه قبيلې د هوازن څخه وې مګر ويل: موږ په دې موضوع کي ګډون نه در سره کوو.


 اوس نو د قبيلو مشران سره کښېنستل او ويل: موږ بايد په دې جنګ کي يو رئيس او پاچا ولرو چي د دغي حملې مشرتوب د هغه پر غاړه وي، نو يې يو نوى ځوان د دغه مشرتابه دپاره خوښ او انتخاب کړی چي د شريفي او لوړي کورنۍ څخه ؤ او نوم يې مالک بن عوف ؤ، ويل کيږي چي په دغه وخت کي د مالک بن عوف عمر څليرويشت کاله ؤ، سره د دې چي عمر يې کم ؤ مګر څرنګه چي نسب او کورنۍ يې لوړ وه نو يې د هوازن د ټولو قواوو مشر و ټاکى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د هوازن د قبيلو حالات ورسېدل چي د جنګ دپاره ځانونه جوړوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د معلوماتو دپاره نفر ولېږل چي د هغو نفرو څخه يوه نفر چي ابو حدرد الأسلمي رضی الله عنه  نومېدى وکولاى سواى چي و طائف ته ولاړ سي او هلته د هوازن او ثقيف په لښکرو ور ننوزي، پوره معلومات يې راټول کړه او بيرته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى، خپل ليدلي حالات يې ورته و ويل:

 

چي هو هوازن خپل ځانونه د مکې مکرمې د حملې دپاره آماده کړي وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي د مکې مکرمې څخه در ووزى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ولي د مکې مکرمي په داخل کي جنګ نه ور سره کاوه؟ هغه ډير لوى او مهم سبب درلودى، هغه دا چي اهل مکه نوي مسلمانان سوي دي پر اسلام او مسلمانېدلو يې فقط څو ورځي تيري سوي دي نو که په مکه مکرمه کي جنګ پېښ سي دا امکان لري چي اهل مکه دي هم غدر او خيانت وکړي چي دا کار به و مسلمانانو ته ډير سخت او مشکل تمام سي ځکه يو لښکر به د دباندي څخه جنګ شروع کي او بل مخالف لښکر به دننه په مکه مکرمه کي ورته پيدا سي چي د دې نتيجه به و مسلمانانو ته ډيره سخته او مشکله وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه غوښتل چي د مکې مکرمې د داخل څخه جنګ وکړي، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي لښکر دي د هوازن د مقابلې دپاره تر مکې مکرمې دباندي ور ووزي.


هلته د هوازن لښکر د هغه مسلمان جاسوس تر را رهي کيدلو وروسته فوراً د مکې مکرمې پر طرف حرکت وکړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دا معلومات نه وه چي د هوازن لښکر را رهي سوى دى، د مسلمانانو دا فکر او خيال ؤ چي د هوازن لښکر تر اوسه په طائف کي دى، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  إراده دا وه چي پر طائف حمله وکړي نو خود د مسلمانانو د لښکر حرکت هم د طائف پر طرف ؤ او د هغه طرفه څخه د هوازن لښکر د مکې مکرمې پر طرف حرکت کړى ؤ.


کوم وخت چي مالک بن عوف او نورو قبائلي مشرانو د مسلمانانو سره پر جنګ کولو اتفاق وکړى نو د مالک بن عوف په امر د کفارو د لښکر ټول افراد په دې مکلف کړل سوه چي خپلي ښځي، خپل اولادونه او خپل حيوانات ټول ور سره را رهي کړي، دا د دې دپاره چي لښکر يې و نه تښتي، ولي که شکست او ماته هم وخوري د مالو، اولادو او خپلو ښځو په سبب نه سي تښتېدلاى، دغه شيان پر ميدان نه پرېږدي، لږ تر لږه د دغه خپلو ښځو، اولادو او مالو دپاره جنګيږي، نو د کفارو لښکر د خپلو ښځو، اولادو، او مالو په ملګر تيا را رهي سوى دى څو په (اوطاس)کي يې واړول، اوطاس د هوازن په منطقه کي يوه ډيره لويه او برداره شېله ده چي د حُنين و شېلې ته نژدې ده مګر په خپله د حُنين شېله نه ده. 
او حنين بيا د سيل کبير سره يوه بله شېله ده چي د مکې مکرمې څخه تقريباً اتلس، نولس ميله ليري ده، کوم وخت چي د هوازن او طائف لښکري دغه د اوطاس شېلې ته را ورسېدې مالک بن عوف ته هم دا خبر رسېدلى ؤ چي محمّد صلی الله علیه وسلم  هم د لښکره سره د مکې مکرمې څخه را وتلى دى، نو مالک بن عوف دغه شېله د جنګ دپاره اختيار کړه، دالته يې خېمې  و درولې او لښکر واړول، ويل: د جنګ دپاره دغه ځای مناسب ځاى دى. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته