تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دعبرت نه ډکه کیسه
  تعليم الاسلام ویب پاڼه
  January 24, 2021
  0

دعبرت نه ډکه کیسه 


لیکنه : حمد الله دانش مند/تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د الله جل جلاله په رضا کې مرګ غوره دی . ژوند د هغه  جل جلاله  په ناخوښۍ کې!يو تجار حکايت کوي يوه شپه په خواږه خوب په خپل کور کې ويده وم …


ناڅاپه دروازه يو چاپه درز _ درز وټکوله ، که ګورم يوه ښځه په دروازه کې ولاړه ده .راته يې وویل. د لوږې له لاسه کړېږم که څه راکړې ؟ما له څه خبرو وروسته خپل نفس کابو نه شوای کړای ورڅخه مې  د نفس  (زنا) مطالبه  وکړه په شرمناکه لهجه يې وويل  : په مرګ خوښه يم ، نه د الله جل جلاله په نافرماني ، او ناخوښې !


بېرته يې په هغه  لور مخه کړه چې  راغلې وه !څه موده وروسته بيا نوموړې ښځه  راغله او د زاريو پلو يې و غوړاوه دتېر په څېر يې رانه د څه غوښتنه وکړه...!


ما هم د تېر په شان ترې د نفس د اشباع (مړيدو)  غوښتنه وکړه ،نوموړې بيا هم  انکار وکړ ، او ويې ژړل،زه سمدستي  کورته لاړم ، دامې هم هلته په داسي حال کې پرېښوده چې نوره لوږې مرګ ته ور نږدې کړې ده ، بيايې را غږ کړ دالله جل جلاله د رضا ، او خوښۍ په وجه لږڅه راکړه چې ويې خورم ...؟ما ورته بيا د انکار خوله کږه کړه ! د تېر په څېرمې بيا ترېنه غوښتنه وکړه ...نوموړې نېکه مېرمن بياروانه شوه په خوله يې دا وينا جاري وه : د الله جل جلاله ترعذاب خو نو راته مرګ ډېرغوره دی !


ما هم پسې څار ونيوه نوموړې له ځان سره څه نظم زمزمه کوې ..... په نظم کې دالله جل جلاله عظمت (لويې) او کبريا ستايې د خپلې بې وزلې ، نادارې ښودنه ورته کوې ، او له خپله نفسه ورته شکايت کوې ، له  نوموړي سړي سره له خپلې ماجری پرده پورته کوې. په نظم کې يې داسې ويښوونکې کيفيت انځورکړی چې هر څوك  يې په ليدو ، اوريدو اغېزمن کېږي!!دايې وروستنی نظم دی :


سأتلفها في نيل حبك سيدي
عسی ان استوجب القرب والعتقا


ژباړه : په بيړه به خپل روح ستا له محبت نه ځار کړم ای الله جل جلاله شايد تا ته در نږدې ، او له عذاب نه دې لري شم!


تجار وايې : وينا يې په ما دومره اغېز وکړ ، چې نور مې د کاڼي په څېر سخت زړه داسې نرم شو چې ورته د ايمان رڼا په ډېره اساني لاره ومونده ، د ايمان په ستر نعمت برخمن شوم ، ايمان مې قبول کړ!نوموړې ته مې وويل : را وګرزه چې زما په کور کې کوم خوراکې توکې شته ، او تاته خوښ وې له هغوی نه خوراك وکړه ، څومره چې وړای شې هغومره در سره يوسه خاص د الله جل جلاله د خوښۍ په موخه ! نوموړې نيکې مېرمنې و الله جل جلاله ته لاس لپه کړ ، او ويې ويل : (اللهم  کما انرت قلبه .. فاجب دعاءه...) اى الله لکه چې  دده زړه دی په ايمان روښانه کړ ته يې دعا هم قبوله کړه خالي لاس يې مه پرېږده !


الله جل جلاله يې دعا قبوله کړه نوموړې ښځه يې په حلاله نکاح د تل له پاره د  ژوند ملګرې کړه !!


او دابدې ژوندون له پاره يې د خپل حقيقي مالك له لوري  د تلپاتې خوښۍ ، او نيکمرغۍ سند تر لاس کړ - ان شاءالله -

(وماذالك على الله بعزيز).

ماخذ: اصلاح البیوت

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته