تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ډېر خوراك کولو زيانونه
 
  June 9, 2016
  0

 


رالېږونکی: غلام عمر عبدالله 

د ډېر خوراك کولو زيانونه

خوراک او څيښاک د انسان له بشري اړتیاوو څخه دي چي د ژوند دبقا مادې عناصر بلل ګېږي ، له خوراک او څيښان نه بغیر انسان د ژوند یو فعالیت هم نسي ترسره کولای ،
 
نو ځکه هر انسان په نورمال ډول په یوه شپه او ورځ کي درې وخته خوراک کوي او څښاک د اړتیا په اندازه سره کوي. خو که چيري په خوراک کي له افراط او تفریط نه کار واخیستل سي نو انسان په مادي (جسمي) او معنوي ناروغیو اخته کوي چي بالآخره انسان له دنیوي او اخروي مصیبتونو سره مخامخ کوي. 

دا چي موږ مسلمانانو یو ، اسلام کامل دين دی او اسلام موږ ته د ژوند د ټولو چارو د تنظیم او ترتیب په هکله پوره لارښووني کړي دي ، نو لازمه ده چي د اسلام په هغو لارښوونو ځان پوه کړو چي د بې ځایه او ډېر خوراک زیانونه یې په کي بیان کړي دي. امام ابن القیم رحمه الله فرمايي: ( اربعة اشیاء تمرض الجسم ) ( الکلام الکثیر، النوم الکثیر، الاکل الکثیر الجماع الکثیر).

ژباړه : څلور شیان ( دانسان ) وجود ناروغه وي ( ډېري خبري کول ، ډېر خوب کول ، ډېر خوراک کول او ډېره جماع کول ). 

همداشان د طبابت علماء وايي : په انسان کي یو شمیر ناروغۍ لکه: شکره او دویني فشار د روغنیاتو ، شحمیاتو ، مالګي او خوږو شیانو دزیاتي کاروني له امله منځته راځي.
 
ډېر خوراک کول زړه سختوي ، فهم کمزوری کوي ، نفس کي غرور پیداکوي ، په غضب او شهواتو کي قوت ډېروي . مقداد بن معدیکرب رضي الله عنه وايي : رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مي واورېدل : ما ملا ادمی وعاء شرا من بطن بحیب ابن ادم اکلات یقمن صلبه فان کان لا محالة فثلث لطعامه وثلث لشرابه وثلث لنفسه ( رواه احمد والترمذي وقال حسن).

بني ادم داسي یو داسي لوښی هم نه ډکوي چي دده دګېډي له ډکوالي څخه شر وي ، دبني ادم مړښت لپاره څلور لمړۍ کفایت کوي چي ملا يې ورباندي ټینګه وي او که خامخايې ډېروي نو بیا دي خپله خېټه درې برخي کړي یوه د خوراک لپاره ، بله داوبو لپاره او بله هم دتنفس لپاره. 

ډېر خوراک د دېرو بدبختیو په لور بلونکی وي ، اندامونه د ګناهونو خوا ته هڅوي د طاعت او عبادت نه يې درندوي ، چي دانسان د بدمرغه کېدو لپاهر يې همدا دوه شرطونه ( دګناهونو خواته هڅونه او له عبادت نه پاته کېدل ) کافي دي ، ډېر ګناهونه داسي دي چي مړښت او زیات خوراک یې راجلبوي او د ډېرو طاعتونو څخه سړی محروموي ، څوک چي دخپلي خېټي له شر نه په امن سو په حقیقت کي د عظیم شر نه په امن سو شیطان ته په انسان باندي دتسلط بهترین فرصت هغه وخت وي چي خېټه یې په خوراکونو ډکه سي،

له دې وجهي ځينو روایاتو کي راغلي دي : ضیقوا مجاري الشیطان بالصوم ( ذکره الغزالی فی الاحیاء). 
 
ژباړه : دشیطان دتېرېدو لار په روژه (نیولو) سره وربنده کړئ. ځيني بزرګانو روایت کوي چي : د بني اسرائیلو څو تنو ځوانانو عبادت کاوه چي کله به د روژه مات وخت سو یو کس به پاڅیده او وبه يې ویل : خوراک ډېر مه کوئ چي بیا به څښاک ورسره ډېرکوئ ، بیا به ډېر خوب کوئ بالآخره به ډېر تاواني سئ. 

دالله رسول صلی الله علیه وسلم دهغه صحابه کرامو رضي الله عنهم به زیاتره وختونه په لوږه تېرول که څه هم د خوړو د نېستۍ په وجه به وه ، ځکه الله خو خپل درسول صلی الله علیه وسلم لپاره هغه حالت غوره کوي چي دکمال نه ډک او بهترین وي ،
 
په همدې خاطر به عبدالله ابن عمررضي الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم دمشابهت په خاطر وختونه په لوږه تېرول سره ددې چي ډېر خوراکونه به يې هم په اختیار کي وه له ده څخه مخکي یې د پلار (عمر ابن الخطاب رضي الله عنه ) هم همدا حال ؤ. 

بخاري او مسلم د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت کوي فرمايي : ماشبع آل محمد صلی الله علیه وسلم منذ قدم المدینة من طعام البر ثلاث لیال تباعا حتی قبض ( البخاري فی الطعمة).
 
ابراهیم بن ادهم رحمه الله فرمايي : چا چي د خپلي خېټي نظام درست کړ نو دین یې درست کړ ، او څوک چي دلوږي مالک سو هغه دنیکو اخلاقو مالک سو ، دالله تعالی نافرماني او ګناهونه له وږي سړي نه لېري دي موړ سړي ته نږدې دي.
 
 
--------------------------------------
 
سرچينه : تعليم الاسلام ویب پاڼه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته