تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د اُحُد په جنګ کي د وژل سوي کسان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 21, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۸۳برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اُحُد په جنګ کي د دواړو طرفو وژل سوي کسان

 

د سيرت په کتابوکي تقريباً ټولو روايتو پر دې اتفاق کړى دى چي د مسلمانانو ټول شهيدان (۷۰) نفره وه او ډېر نفر يې هم د انصارو څخه وه، پنځه شپېته نفره يواځي د انصارو څخه وژل سوي وه چي (۴۱) نفره يې د خزرج د قبيلې څخه وه او (۲۴) نفره يې د أوس د قبيلې څخه وه او يو نفر د يهودو څخه وژل سوى ؤ، خو د مهاجرينو شهيدان فقط څلور نفره وه، مګرد مشرکانو د وژل سوو کسانو په باره کي ابن اسحاق وايي: چي د مشرکانو د وژل سوو کسانو شمېر (۲۲) نفره دى خو که دقيقه احصائيه وسي او د جنګ پر هغو ټولو تفاصيلو عميق نظر واچول سي كوم چي د سيرت په کتابو کي ذکر سوي دي او هغه چي د جنګ په مختلفو مرحلو كي د مشرکانو د وژل سوو کسانو يادونه کيږي، د هغو څخه دا نتيجه را وزي چي د مشرکانو د وژل سوو کسانو شمېر (۳۸) نفره دى نه (۲۲) نفره.   (والله اعلم) 


پسله هغه څخه چي مسلمانان د اُحُد د غزاء څخه راغله دغه شپه د يکشنبې او د شوال د مياشتي اتمه شپه وه ټولو مسلمانانو دغه شپه په مدينه منوره کي د تيار سى په حالت کي تېره کړه، دا شپه په داسي ډول پر تېره سوه چي ټول مسلمانان ستړي او ستومانه وه، ټک ټک او زخميان وه، څه تکليفونه او زحمتونه پر تېر سوي وه، خو بيا يې هم په دغه شپه د مدينې منورې لاري او مدخلونه ساتل چي د شپې حمله راباندي و نه سي، پر خپل قائدِ اعلْى رسول الله صلی الله علیه وسلم  يې پيرې کولې خاصتاً که به بيا د يوه طرفه څخه يو آواز يا کړپئ واورېدل سو. 

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته