تازه سرليکونه
د (محدثين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امام ابن ماجه رحمة الله علیه ژوند
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 22, 2022
  0
د امام ابن ماجه کنيت أبو عبدالله دى او نوم يې محمد بن يزيد بن عبدالله ابن ماجه الربعي القزويني رحمة الله علیه  دئ .
 
         ماجه د صحيح قول له مخي د ابن ماجة د مور نوم دئ او څوک وايي چي ماجه يې د پلار لقب وو نو ځکه د نسب په سلسله کي بن ماجه نه ليکل کيږي بلکي ابن ماجه په الف ليکل کيږي څو څرگنده سي چي دا د مخکني نامه يعني عبد الله د پاره صفت نه دئ بلکي د ابوعبدالله محمد صفت دئ لکه عبدالله بن مالك ابن بحينة چي ليکل کيږي دلته مالک د بحينة زوئ نه دئ بلکي د عبد الله پلار مالک دئ عبد الله بن مالک ورته وايي او د عبد الله د مور نوم بيا بحينة ده نو عبدالله ته ابن بحينة هم ويل کيږي .
 
            ابن ماجه د جبارة بن المفلس ، إبراهيم بن المنذر ، ابن نمير ، هشام بن عمار او نورو څخه حديثونه اورېدلي دي خو د حديثو زياته زده کړه يې د أبي بكر بن أبي شيبة څخه کړې ده .
 
   أبو الحسن القطان ،عيسى الأبهري او نور ډېر کسان د ده د لوړو شاګردانو څخه دي .
 
          ابن ماجه د حديثو د ليکني د پاره عراق ، بصرې ، كوفې ، بغداد ، مكې ، شام ، مصر او  الرى ته سفرونه کړي دئ او د قرآنكريم تفسير او د تاريخ کتاب يې هم تصنيف کړئ دئ او د حديثو کتاب سنن ابن ماجه يې د الصحاح السته د جملې څخه دئ  .
 
           ابن ماجه په ٢٠٩ هجري سنه کي پيدا سوئ دئ او د دوشنبې په ورځ د روژې نهه ورځي پاته وي چي په ٢٧٣ سنه کي وفات سو . د جنازې لمونځ خپل ورور ابوبکر ور ته ورکړى او خپل زوى عبدالله او وړونو ابوبکر او عبدالله يې د ښخولو چاري انجام کړې .
 
سنن ابن ماجة :
 
سنن ابن ماجة د حافظ ابوعبدالله بن يزيد بن ماجه القزويني رحمة الله علیه تصنيف دى ابن ماجه په ٢٧٣ سنه کي وفات سوئ دئ .
د ابن ماجه د ثلاثياتو څخه يعني په درې کسيز سند د رانقل سوو احاديثو څخه يو دا دئ : حدثنا جبارة قال حدثنا كثير قال سمعت أنس بن مالك رضي الله عنه يقول سمعت رسول الله {صلى الله عليه وسلم} يقول من أحب أن يكثر خير بيته فليتوضأ إذا حضر غداؤه وإذا رفع .
ژباړه : رسول الله  صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي : که څوک خوښ لري چي د کور خير يې زيات سي نو د څاښتي خواړو د حاضرېدلو او هم د پورته کېدلو په وخت کي دي اودس تازه کوي يعني د دوډۍ خوړلو دمخه او وروسته دي لاسونه پرېولي .
 
 
       دا حديث ابن ماجة د جبارة ، کثير او انس بن مالک په سند د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  څخه را نقل کړئ دئ  .
شيح عبدالحق دهلوي رحمة الله علیه  وايي : سنن ابن ماجة يو د هغو اسلامي کتابونو څخه دئ چي د الأصول الستة ، الكتب الستة او الصحاح الستة په نامه ياديږي .
 
         څه مهال چي محدثين د يو حديث په هکله ووايي : رواه الجماعة د هغه مقصد دا دى چي دا حديث صحاح سته را نقل کړئ دئ او څه مهال چي ووايي : رواه الأربعة د هغه څخه يې مقصد دا دئ چي دا حديث د بخاري او مسلم څخه ماسيوا د صحاح سته پاته شپږو کتابونو يعني ابوداود ، ترمذي ، نسايي او ابن ماجه رانقل کړئ دئ .
 
ابن ماجة د جبارة المفلس په سند يو شمېر ثلاثيات لري البته ابن ماجه د قزوين د ښار په فضيلت کي يو حديث د داود بن المحبر ، الربيع بن صبيح او يزيد بن ابان په سند را نقل کړئ دئ دا درې واړه راويان ضعيف دي تر داسي اندازې چي داود او يزيد د درواغو حديثونو په جوړولو متهم او تورن دي او دا حديث يې هم موضوعي يعني د درواغو حديث دئ د همدغه حديث لکبله پر ابن ماجه نيوکه کيږي .
 
          ابن ماجه رحمة الله علیه  وايي ما دا کتاب ابوالزرعة ته وړاندي کړئ هغه وکتى او ويې ويل که دا کتاب د خلکو لاس ته ورسي نو دا نور زيات شمېر جوامع به ځني پاته سي او ښايي چي ضعيف حديثونه دي يې دېرشو ته لا هم و نه رسيږي .
           په سنن ابن ماجه کي ٤٠٠٠ څلور زره حديثونه دي . د کتابونو عنوانونه يې لکه کتاب الصلوة او داسي نور يې ٣٢ کيږي او د بابونو شمېر يې ١٥٠٠ پنځلوسوسوو ته رسيږي .
 
         ابن الاثير رحمة الله علیه  وايي : سنن ابن ماجه په فقه کي مفيد او ګټور کتاب دئ البته نهايي ضعيفه او منکر احاديث هم پکښي سته د حافظ المزي څخه ويل کيږي چي وايي د ابن ماجه هغه حديثونه چي يوازي ده را نقل کړي غالبه يې ضعيفه دي .
 
        په همدې اساس يو شمېر کسانو ابن ماجه په صحاح سته کي نه دئ شمېرلى بلکي موطا مالک يې د صحاح سته شپږم کتاب ګرځولى دى .
 
حافظ ابن حجر وايي اول نفر چي ابن ماجه يې په صحاح سته کي شميرلى دى فضل ابن طاهر دى ورپسې حافظ عبد الغني په كتاب الاكمال في أسماء الرجال کي په صحاح سته کي شمېرلى دئ او پر موطا مالک يې مخته کړئ دئ .
د ابن ماجه د يو شمېر شرحو نومونه او مولفين پدې ډول دى :
 
١- په کشف الظنون کي وايي : د ابن ماجه يوه برخه په پنځو ټوکو کي حافظ علاء الدين مغلطاي بن قليج رحمة الله علیه شرح کړې ده . حافظ علاء الدين په ٧٦٢ سنه کي وفات سوئ دئ .
٢- مصباح الزجاجة على سنن ابن ماجه بيا د جلال الدين السيوطي رحمة الله علیه  شرح ده . 
٣- شيخ أبو الحسن بن عبد الهادي السندي رحمة الله علیه  هم پر ابن ماجه شرح ليکې ده . امام سندي په ١١٠٩ سنه کي وفات سوئ دئ .
٤- همدا ډول الشيخ الصالح التقي عبد الغني بن الشيخ أبي سعيد المجددي الدهلوي رحمة الله علیه د إنجاح الحاجة په نامه د ابن ماجه شرح ليکې ده .
---------------------------------------------
د سنن ابن ماجه مشهوره حاشیه دلته کښته کولای سی: ما تمس إليه الحاجة لمن يطالع سنن ابن ماجه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته