تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د رسول اللهﷺد وژلو د پاره د قريشو مشوره
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  June 13, 2020
  0

نبوي سیرت (۸۶ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د رسول اللهﷺد وژلو  د پاره د ياغي قريشو مشوره

 

درېیم وار بيا قريش سره را ټول سوه او ابوطالب ته ورغله دا وار يې يو عجبه وړانديز يا پېشنهاد ور سره را وړى ؤ، هغه دا چي د قريشو د ځوانانو څخه يې يو ښايسته ځوان ور سره را وستلى ؤ چي عمار بن وليد بن المغيره نومېدى او د خالد بن وليد رضی الله عنه  ورور ؤ، دغه ځوان د نامه، شرف او نسب، خاوند ؤ، ښايسته او غني ؤ، نو قريشو و ويل: يا ابا طالب! دغه ځوان عمار بن الوليد واخله د ځان زوى يې وګرځوه ستا سره دي اوسيږي، د ده عقل او قوت يې ستا او موږ به يې هم نسبت و تا ته کوو ستا زوى به يې بولو او په عوض کي يې ستا وراره هغه چي ستا او ستا د پلرو د دين څخه مخالف دى او قوم يې سره پاشلى دى را تسليم کړه چي موږ يې و وژنو نو سړئ په سړي سو، ابوطالب و ويل: والله دا ډيره بده سودا ده، ستاسي زوى راکوى چي در ويې ساتم او زما زوى درکړم چي تاسي يې و وژنى؟ په والله داسي به هيڅکله پېښه نه سي، مطعِم بن عدي وويل: يا ابا طالب! والله ستا قوم انصاف در سره وکړی خو زه تا وينم چي هيڅ شئ نه قبلوې، ابوطالب و ويل: والله انصاف مو نه دى را سره کړى مګر ته غواړې چي قوم پر ما را پورته کړې ورځه هر څه چي دي په وسه پوره وي هغه وکړه.

 

د رسول اللهﷺد وژلو  د پاره د ياغي قريشو مشوره

 

اوس چي د قريشو لاس ته څه نه ورغله او دوه درې واره د ابوطالب څخه نا اميده ولاړ سوه نو يې خپل آزارونه او تکاليف تر هغه پخوا ډير زيات کړه او په دغه ورځو کي د طاغي قريشو سره د محمّد ﷺد وژلو فکر په بله طريقه سره پيدا سو چي د قريشو دغه د رسول اللهﷺ د وژلو فکر او دغه د آزارو شدت او ډير والى د اسلام د تقويې سبب وګرځېدل، هغه دا چي د مکې مکرمې دوه نامتو پهلوانان او قهرمانان د اسلام و دين ته داخل سوه چي يو يې حمزه بن عبدالمطلب ؤ او بل يې عمر بن الخطاب ؤ، خو د دوى د اسلام را وړلو تر قصې د مخه به يو څه هغه سخت آزارونه درته بيان کړم چي و رسول الله ﷺ ته ورکول کېده.

 

 عتيبه بن ابي لهب چي د رسول اللهﷺد اکا زوى دى يوه ورځ و رسول اللهﷺ ته ورغلى ويل: زه د وَالنَّجْمِ إِذَا هَوَى...ثُمَّ دَنَا فَتَدَلَّى

څخه منکر يم، يعني: دغه آياتونه او د هغو څخه چي کوم شئ مقصد دى نه منم او بيا يې د رسول اللهﷺ په آزارولو شروع وکړه کالي يې پر څيري کړه او د رسول اللهﷺ پر مخ يې ور تُوف کړه، مګر د ده ناړي پر رسول اللهﷺ نه و مښتې، دلته نو رسول اللهﷺ ښرا ورته وکړه، ويل: الْهي ستا د سپو څخه يو سپئ پر مسلطه کړې، د رسول اللهﷺ دغه ښرا قبوله سوه، هغه داسي چي يو  وخت دغه عُتيبه د قريشو د څو نفرو سره و شام ته په سفر تللى ؤ او هلته  يې په يوه ځاى کي واړول چي و هغه ځاى ته (الزرقاء) ويل کيږي، د شپې يو زمرئ پر راغلى، عُتَيبه نارې کړې ويل: ما لره دي ويل او هلاک وي لکه څرنګه چي محمّدﷺ ما ته ښرا کړې ده په والله دغه زمرئ ما وژني او زه محمّدﷺ په داسي حال کي و وژلم چي دئ په مکه کي دى او زه په شام کي يم، زمرئ ور نژدې سو او د ټولو خلكو د منځ څخه يې پر دغه عُتيبه حمله وکړه او سره څيري يې کړى.

 

د قريشو د قاتلانه اعمالو څخه يو هم هغه دى چي رسول اللهﷺ په حرم شريف کي لمونځ کاوه، د سجدې په وخت کي عُقبه بن ابي مُعيط کافر د دهﷺ پر مبارکه غاړه پښه کښېښوول او ...

 

او د هغو کارو څخه چي پردې دلالت کوي چي قريشو د رسول اللهﷺ د وژلو إراده درلودل يو هم هغه دى چي ابن اسحاق يې په يوه اوږده حديث کي روايتوي او وايي: ابوجهل د قريشو د مشورو په يوه مجلس کي  و ويل: يا معشرَ القريش! يعني: اې د قريشو قومه يا ډلي! تاسي وينى چي محمّدﷺ ته بل کار نه دى پاته بېله دې څخه چي زموږ پر دين بد و وايي، پلرونه مو بيعقلان او ناپوهان و بولي، زموږ آلهه په بدو نومو سره ياد کړي، زه خو نور صبر نه سم ورته کولاى، د حل ټولي لاري چي موجودي وې هغه مو عملي کړې خو هيڅ فايده يې و نه کړه او اوس ما يوه چاره سنجولې ده چي بېله هغه بله لار نه لرو،  قريشو و ويل: هغه چاره څه شي ده؟ ابوجهل عليه لعائن الله  و ويل: زه محمّدﷺ وژنم، زما د الله سره وعده ده چي يوه دومره ډبره اخلم چي تر هغې لويه ډبره نه سم اخستلاى، کوم وخت چي محمّدﷺ په لمانځه کي سر پرسجده کښېښاوه، په هغه ډبره يې پر سر وهم او د هغه په وژلو سره به د هغه څخه خلاص سو، بيا نو ستاسي خوښه او  اختيار دى چي ما د عبد مناف و اولادې ته ورتسليموى او که مي دفاع کوى، حتّْی که د عبدالمطلب اولاده ما مړ هم کړي خو زه دغه کار کوم، ابوجهل د دې امت فرعون او دا يې شيطاني اعمال، قريشو و ويل: يا! والله هيڅکله دي و هيچا ته نه تسليموو، موږ ټول ستا دفاع کوو هرڅه چي دي زړه غواړي هغه وکړه.

 

سبا ورځ هغه ورځ ده چي ابوجهل بايد خپله شيطاني نقشه عملي کړي، په سبا سهار کي قريش د خپل مجلس په ځاى کي ناست دي او په دې انتظار دي چي اوس ابوجهل څه کوي؟ ابوجهل يوه لويه ډبره ور سره کښېښوول او د رسول اللهﷺ د راتګ انتظار کوي، رسول اللهﷺ د خپل عادته سره سم په خپل کور کي اودس تازه کړى ؤ او راغلى د کعبې شريفي سره لمونځ کوي، د رسول اللهﷺ دا عادت ؤ چي ډيره اوږده سجده به يې کول، كله چي رسول اللهﷺ و خپل رب ته  سر پر سجده کښېښاوه ابوجهل هغه خپله ډبره واخستل او د رسول اللهﷺ پر طرف ور رهي سو، کوم وخت چي رسول اللهﷺ ته ور نژدې سو ډبره يې وغورځول مخ پر قريشو را ځغلي، د بيري څخه يې د مخ رنګ او بڼه بل قسم اوښتې ده،  قريش د ده مخ ته ور ولاړ سوه ويل: څه درته پيښه سوه؟ يا ابا الحکم! ده و ويل: آيا تاسي نه وليدى؟ قريشو ويل: څه شي مو نه وليدى؟ ابوجهل وايي: هغه چي ما وليدى تاسي نه وليدى؟ قريش وايي: څه شي دي وليدل؟ حال و وايه، ابوجهل ويل: و مي ليده چي ځوان او غټ، قوي او مست اوښ زما پرطرف را رهي دى خوله يې خلاصه کړې ده غواړي چي پر ما حمله وکړي، قريشو ويل: ته پرتي وايې؟ موږ هيڅ شئ و نه ليدى، ده ويل: قريبه وه چي ما و وژني او تاسي و نه ليدى، دا د ابوجهل د هغه خبيثي نقشې څخه د رسول اللهﷺ د نجات او خلاصېدلو دپاره الْهي معجزه وه.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته