تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: د رسول الله ﷺ لوڼي او زامن (۴۸)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 28, 2019
  0

نبوي سیرت (۴۸ برخه)

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د رسول الله ﷺ زامن: قاسم ، عبدالله او ابراهیم

مقصد دا چي رسول الله ﷺ  پر حضرت خديجې رضی الله عنها  د دې تر وفاته بله ښځه و نه غوښتل او  اللهﷻ و رسول الله ﷺ  ته د حضرت خديجې رضی الله عنها  څخه اولادونه ورکړل چي د هغو د جملې څخه يو قاسم دى، قاسم د رسول الله ﷺ  اول اولاد دى، ويل کيږي چي قاسم د دوو يا څلوروکلو ؤ چي وفات سو، خو صحيح روايت دا دى چي قاسم لوى سو حتّْی و داسي اندازې ته ورسيدى چي پر آس سپرېدلاى سواى، يعني: د اوو کلو په شا وخوا کي ؤ چي وفات سو، همدارنګه د خديجې رضی الله عنها  څخه د رسول الله ﷺ  بل زوى عبدالله ؤ چي د دغه عبدالله يو لقب طاهر ؤ او  بل لقب يې طيب ؤ، ځيني خلك په دې کي خطاوزي او وايي: د رسول الله ﷺ  زامن: قاسم، عبدالله، طاهر او  طيب دي، خو په حقيقت کي طاهر او طيب دواړه د دغه عبدالله لقبونه دي او  عبدالله هم په کوچنيوالي وفات سو. قاسم د رسول الله ﷺ تر بعثت د مخه وفات سوى دى او عبدالله په کوچنيوالي پسله بعثته وفات سوى دى.


د رسول الله ﷺ دریم زوی: ابراهیم او لوڼي
او د رسول الله ﷺ  درېیم زوى چي ابراهيم نومېدى د حضرتِ ماريه القبطیې رضی الله عنها  څخه دى چي د هغه ولادت بيا وروسته په مدينه منوره کي ؤ، کوم وخت چي مقوقس د مصر پاچا و رسول الله ﷺ  ته دغه ماريه رضی الله عنها  په هديه کي راوليږل او رسول الله ﷺ  نکاح ور سره وکړه اللهﷻ د هغې څخه زوى ورکړی چي نوم يې ابراهيم ؤ او ابراهيم هم د رِضاعت يعني: تي رودلو په وخت کي وفات سوى دى، د عمر يې دوه کاله نه وه پوره سوي چي وفات سو، په حديث شريف کي راغلي دي چي رسول الله ﷺ  فرمايي: ابراهيم لره په جنت کي دايي سته او ده ته هلته تئ ورکوي، دا د رسول الله ﷺ  زامن وه چي دوه يې د  حضرتِ خديجې رضی الله عنها  څخه وه، چي قاسم او عبدالله دي او  يو زوى يې د ماريه القبطيې رضی الله عنها  څخه ؤ چي ابراهيم دى، مګر د رسول الله ﷺ  لوڼي: زينب، رُقيه، اُم کُلثوم او فاطمه رضی الله عنهن دي چي ټولي لوى سوي دي او د اسلام وخت يې نيولى دى او ټولو هم ايمان راوړى دی او په اسلام مشرفه سوي دي او د رسول الله ﷺ  ټولي لوڼي د حضرت خديجې رضی الله عنها  څخه دي.


 اوس نو د رسول الله ﷺ  وخت او ژوند تر واده کولو وروسته تر بعثته پوري چي پنځلس کاله دى په عادي ډول سره تېرېدى ځکه کوم وخت چي ده ﷺ  واده وکړی عمر يې پنځه ويشت کاله ؤ او پر څلوېښتم کال وحيي ورته نازلي سوې، په دغو پنځلسو کلو کي يو څه عادي واقعې پيښي سوي دي چي د هغو واقعو د جملې څخه يوه واقعه د کعبې شريفي د بِناء او تعمير نوى والى او بيا جوړول دي.


ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته