تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خپله لاسه
  تعلیم الاسلام
  September 27, 2017
  0

د خپله لاسه

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد:

آيا داسي کېدلاى سي چي اسلام ته دي د مسلمانانو له خپلو لاسونو څخه زيان ورسيږي؟ او  داسي کسان چي هغوى د اسلام سره خواخوږي لري. او د اسلام د پرمختګ  لپاره محنت ګالي هغوئ دي خپله  په لوى لاس د اسلام د خپراوي مخه نيسي او د اسلام  د دعوت په  وړاندي دي خنډونه جوړوي؟ ډېرو کسانو ته ښايي دا يوه حيرانوونکې پوښتنه وي چي دا څرنګه کېدلاى سي چي د اسلام خواخوږي دي د اسلام د پرمختګ او خپراوي  په وړاندي لار اغزنه کوي خو که لاندي کرښي په غور ولولو او واقعيتونو ته ځير سو نو دا حقيقت به د زړه په سترګو ووينو چي هو! عوام خو پرېږده په علماوو کي هم ځيني کسان دا ډول سته چي هغوى د اسلام د دښمنانو د اسلام ضد تبليغاتو په جال او لومه کي کښېوتي دي او آَن! تر دې چي د هغوئ د اسلام ضد تبليغاتي کمپاين فعال غړي ګرځېدلي دي.

خو دا هر څه په غير شعوري ډول او نا اګاهي سره کوي ځکه يو عالم او مسلمان، چي هغه عقيدتاً د اسلام سره خواخوږي ولري او د اسلام د خپراوي په موخه څومره چي يې په توان کي وي محنت او ستړياوي ګالي هغه به کله هم د اسلام د خپراوي مخه ونه  نيسي بلکي د امکان تر بريده به د هر هغه چا او د هري هغه ادارې ملاټر اوتائيد وکړي چي هغوئ د دين د اشاعت لپاره د مبارزې په ډګر کي د همت ليڅي رانغښتي دي او د الله جل جلاله و  بنده ګانو ته د الله جل جلاله دين رسوي. د دې مهمي موضوع د ښه روښانتيا لپاره به لومړى داعي در وپېژنو ترڅو د داعي په پېژندلو هر هغه  څوک او هره هغه اداره  وپېژنو چي هغوئ د اسلام  دين خپروي او د اسلام د دعوت لويه دنده اجرا کوي، څو ملاتړ او تائيد يې وکړو که ملاتړ او تائيد يې ونه کړو نو د هغوئ د دعوت لار بايد اغزنه هم نه کړو دا د يو  مسلمان لپاره لويه بد بختي او د اسلام سره جفا ده چي  يو مسلمان د اسلام  ضد ادارو او يا  افرادو  په مکر او دسيسو غوليږي او د هغوئ د اسلام  ضد کمپاين  يو بې معاشه اجير ګرځي (اعاذ نا الله منه).

 د اسلام تر ټولو لومړى او ستر داعي محمد صلی الله علیه وسلم  دئ څو تنو پېرانانو چي د محمد صلی الله علیه وسلم قرائت واورېدئ نو هغوئ سم دستي ايمان راوړى او خپل قوم ته ستانه سول او خپل قوم يې د اسلام  و دين ته دعوت کړئ ، او قوم ته يې وويل: يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآَمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُمْ مِنْ ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُمْ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ. الاحقاف- ۳۱
ژباړه: اې زموږ قوميانو!  تاسو د الله جل جلاله د داعي محمد صلی الله علیه وسلم دعوت  او بلنه ومنئ يعني محمد صلی الله علیه وسلم چي مو کومي عقيدې او کومو عملونو ته دعوتوي هغه ډول عقيده خپله کړئ او هغه ډول صالح عملونه وکړئ او د کفر، شرک  او ګناهونو څخه لاس واخلئ.

د محمد صلی الله علیه وسلم د دعوت دنده اوس امت ته سپارل سوې ده خو محمد صلی الله علیه وسلم چي دعوت په يوازي سره کاوه يو فرد يا يوه ډله کله هم هغه کولاى نه سي، ځکه د دعوت  ميدان او ساحه  ډېره پراخه ده نو ځکه د اُمت داعيان د دعوت په بېلا بيلو څانګو او ادارو کي ويشل سوي دي.

څوک د دين د دعوت په يوه څانګه او څوک يې بيا په  بله  څانګه کي  د دين د پرمختګ او دعوت مبارکه دنده مخ په وړاندي بيايي. مدرسې د اسلام د دعوت او اشاعت مهمي څانګي دي. مُدرسين علماء په همدغو څانګو کي د دعوت مقدسه دنده اجراء کوي. پر منبر وعظ  او نصيحت کول  د دعوت يو  ډول دئ، د واعظينو او مقررينو لخوا دا دعوت مخ په  وړاندي بېول کيږي، پرديني موضوعاتو مشتمل کتابونه،رسالې، مضامين، ليکني د دعوت يوه برخه ده. اسلامي  ليکوالان همدا دنده اجراء کوي تعليمي او اصلاحي غونډي او حلقې دائرول او همدا راز سمينارونه جوړول دا هم د دعوت يوه برخه ده. څوک چي يې تنظيموي  هغوئ هم د اعيان ګڼل  کېږي، د عملي اصلاح او ديني مسؤليتونو د درک کولو په موخه  نقل او حرکت او عملي مشق دا هم  د دعوت او اصلاح  يوه  څانګه  ده او په دې څانګه  کي تر ټولو فعال او برياوي لاس ته راوړونکي د تبليغي جماعت داعيان دي. اسلامي رسنۍ يعني هغه رسنۍ، چي اصلاحي او تعليمي پروګرامونه خپروي دا هم د دعوت يوه مهمه  څانګه ده، چي  په  ډېره  لويه  کچه او په  ډېره  پراخه  ساحه کي  د دعوت  دنده  اجراء کوي دا مو د بيلګي په ډول د دعوت څو څانګي درته وښودلې دا  څانګي که  څه  هم سره   بېلا، بيلي  دي او  د بېلا، بيلو کسانو  لخوا  څخه  تنظيم  او  اداره  کيږي خو  په مقصد او موخه  کي ټولي يو  دي نو ځکه  د دعوت  هره  څانګه او هر داعي  بايد په خپل  منځ کي ټينګي اړيکي وساتي او يو د بل  ملاتړ او تائيد وکړي.

 که د دعوت د يوې څانګي داعيان د بلي  څانګي د فعاليت غندنه کوي دا په حقيقت کي خپل  بازو په  خپله پرېکول دي. د اسلام  دښمنان چي د اسلام  د خپراوي مخه نيسي نو هغوئ په لومړي قدم  کي د اسلام  داعيان او د اسلامي دعوت څانګي تر خپلو بريدونو  لاندي  راولي په  همدغه  بريد  کي تر ټولو مهم  اوزار او اسلحه چي د اسلام دښمنان  کار ځني  اخلي هغه د اسلام پر داعيانو باندي د خلګو بې اعتمادي را پيدا  کول دي. د اسلام  پر داعيانو يو ډول او بل ډول تورونه لګوي د تهمت په غشو  يې  ولي، ترڅو پر هغوئ خلک بې اعتماده او بې باوره کړي. ښکاره خبره ده، چي خلګ پر داعي بې باوره سي نو  بيا  د هغه  و  خبرو ته  غوږ  نه نيسي. د اسلام  د دښمنانو دغه  تګ  لاره  د هغوئ  موروثي تګ لاره ده. هر امت ته چي الله جل جلاله  خپل رسول ور  لېږلي دئ. دې کافرانو  به د هغه د دعوت د مخنيوي لپاره پر هغه  تورونه  لګول  د شاعر او ليوني  په نامه به يې یاداوه، الله جل جلاله فرمايې: إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ. وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُونٍ. سورة الصافات (۳۵ ـ۳۶)
 ژباړه: کافرانو لره په اخيرت کي ځکه عذاب ورکول کېږي چي هغوئ ته به په دنيا کي وويل سوه لااله الا الله دوئ به ددې کلمې د منلو څخه لويي کوله او دابه يې ويل  ايا موږ به دلېوني، شاعر د وينا له کبله د خپلو خدايانو عبادت پرېږ دو؟ يعني کله هم ددې لېوني او شاعر خبره نه منو.

د کافرانو مخ  کښان ښه پوهېدل چي قرآنکريم نه د ليوني خبري دي او نه شعر او نه د کاهنانو غولونکي ويناوي دي خو د دې لپاره چي د دوئ اتباع  او ولسونه د محمد صلی الله علیه وسلم د دعوت  څخه  متاثره نه سي د هغه و دعوت ته غوږ ونه نيسي، همدا ډول بې  اساسه تورونه يې لګول. تاسي وګورئ دا د هر کافر امت وينا ده چي دوی ته ورلېږل سوئ رسول به يې د لېوني، شاعر په نامه يادوه او پدې ډول به يې خپل ولسونه او پيروان د الله جل جلاله د رسول صلی الله علیه وسلم د متابعت څخه را ګرځول. د اسلام د د ښمنانو دغه  ډول تورونه او تهمتونه لکه څه ډول چي يې د رسولانو د دعوت په وړاندي لوى، لوى خنډونه جوړول همدا  ډول د امت د داعيانو  په وړاندي هم دا  لوى خنډونه او ننګوني دي.  نن ورځ هم د اسلام دښمنان هڅه او کوښښ کوي چي د اسلام د دعوت بېلا بيلي څانګي او داعيان په يوه او بل تور بد نامه کړي.

د  اسلام دښمنان خپله کاميابي په دې کي ويني چي خلګ د قرآنکريم  د اورېدلو څخه راوګرځوي: وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ. سورة فصلت (۲۶)
 ژباړه: کافران وايي: تاسو ودې قرآن کريم ته غوږ مه نيسئ د قرآن کريم تلاوت او تعليم  په  لغو او چټي ويناوو اخلالوئ نو ښايي تاسو به غالبه سئ. د قرآن د اورېدلو څخه د خلګو  را ګرځول د فوج او لښکر په زور لا هم  په دومره کچه نه سي کېدلاى په څومره  اندازه  چي  پر داعي  باندي په  تورونو او  تهمتونو خلګ را ګرځول کيږي. څوک چي پر داعي  بې اعتماده سي نو بيا د هغه د خبري و اورېدلو ته هيڅ کله نه تيارېږي د داعي وهري  خبري ته د شک په سترګه ګوري کومه وينا، چي يې دده په آَند سمه ورته  ښکاري هغه يو چم او چال او د غولولو په غرض ګڼي د همدې څرګندلو څخه به دا درته  معلومه سوې وي چي د دين د دعوت هره  څانګه  د اسلام  د دښمنانو د تورونو اوتهمتونو تر برېد لاندي راځي اوکوم  ساده مسلمانان چي د اسلام د دعوت  يوې  څانګي او يو داعي ته د شک په سترګه ګوري هغوئ په حقيقت کي د اسلام د ښمنانو دتهمتو څخه متاثره سوي دي. هر مسلمان ته په کار  ده، چي  دغه  ډول شکونو ته په زړه کي  هيڅ کله هم ځاى ور نه کړي بلکي دا ووايي: هذابهتان عظيم. دا  يو لوى بهتان دئ. او کوم  کسان  چي  د اسلام  د  دښمنانو دغه  ډول  تهمتونه ريښتني اوحقيقت ګڼي او و دغو تهمتو ته پرمختګ ورکوي. دا په غير شعوري ډول هغه بې تنخوا اجيران دي، چي د اسلام د دښمنانو د اسلام ضد کمپاين ملاتړکوي او پر خپل لاس د دښمن د لاس ګومان کوي. د دښمنۍ او د عداوت په  توره يې  پرې کوي.

مسلمانانو وروڼو!  آيا  دا د شرم  خبره نه  ده چي  نن  ورځ  کفري نړۍ د  وخت د اړتيا او  ضرورت پر بنسټ خپل په منځ  کي د يهوديت ، نصرانيت، بودايت، دهريت د وېش دېوالونه ړنګ کړي دي خپل منځي، ژبني، منطقوي، نژادي توپيرونه يې د پام  څخه غورځولي دي. ټول په يوه کلا کي د (الکفر  ملة  واحدة)  کفر ټول يو دين دى راغونډ سوي دي د اسلام په مقابله کي يې يو او بل  ته لاس ورکړى دئ په  اقتصادي، سياسي، نظامي  تبليغاتي  ډګرونو کي يو د بل د موقف او دريځ  ملاتړ او تائيد کوي. او مسلمانان، چي د يوې عقيدې، د يوه قرآن کريم او د يوه  رسول  پيروان دي د فروعي ځينو مسائلو  اختلاف يې  دومره جدي  نيولى دى، چي د کافرانو  د اسلام ضد شبکو او افرادو، د اسلام  ضد فعاليتونو په وړاندي دومره غبرګون نه ښکاره کوي څومره غبرګون چي د خپلو هغو مسلمانانو وروڼو  په وړاندي ښکاره کوي چي هغوئ فقط او فقط په ځينو  فروعي  مسئلو کي اختلاف ور سره  لري.

په فروعي مسائلو کي سلف صالحينو هم اختلاف لاره، خو د هغوئ دا اختلافونه په دې ډول  نه وه چي هر يوه ځان د جنت د دروازې پيره دار باله او هغه د مخالف نظر کس يې جنت ته نه پرېښاوه  بلکي يوه د بل د دريځ او موقف تائيد يا رد د دلائلو پر بنسټ کاوه، موږ بايد خپلو ائمه وو ته وګورو د امام ابوحنيفه رحمة الله علیه بې شمېر شاګردان وه خو تر ټولو نژدې او مشهور شاګردان چي ماشومان يې لا هم  پېژني يو ابو يوسف او بل امام محمد رحمة الله علیهما دى. بې شمېره دا ډول مسائل سته چي په هغه کي د ابو يوسف رحمة الله علیه او د امام  دريځ او موقف د امام  صاحب څخه بېل  دئ.

 آيا امام صاحب او د هغه شاګردانو تر منځ  دښمني وه يوه پر بل تورونه لګول؟ په  فروعي  مسائلوکي د امت د امامانو اختلاف د دښمنى پر بنسټ  نه وو، بلکي د دلائلو پر بنسټ وو، او د دلائلو پربنسټ په فروعي مسائلو کي اختلاف ددې امت  لپاره  پاک رسول صلی الله علیه وسلم رحمت بللى دئ .خو متاسفانه چي نن ورځ ځينو کسانو دا رحمت په عذاب بدل  کړى دئ.

مسلمانانو وروڼو! راځئ چي د نننۍ  ورځي اړتياوو او ضرورتونو ته ځير سو که مونږ د نن ورځي ضرورت او اړتيا درک کړو نو حتما به خپل منځي اختلافات شاته پرېږدو او د ځنځير د کړيو په شان به يو د بل سره وصلېږو او د ورور ګلوى او محبت په غېږ کي به په اخلاص سره ونيسو او د اسلام د دعوت د هري څانګي او د هر داعي به د تعاونوا على البر والتقوى د الهي  حکم  په  اساس ملاتړ او تائيد کوو او د  (تواصوا بالصبر) د حکم په  اساس به يو د بل حوصله زياته کوو او د اسلام د هر خادم  به ځان خادم ګرځو.
و بالله توفيق

شيخ الحديث الحاج مولوي محمد عمر خطابي

ماخذ: د تعلیم الاسلام مجلې د ۵ ګڼې څخه 2011-12-19

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته