تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په قربانۍ کي پټ حکمتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 4, 2019
  0

مسلم احسانمل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


۱). حکمت:

د حضرت ابراهيم (عليه السلام) او حضرت اسماعيل (عليه السلام) ددې لويي قربانۍ په يادولو سره خپل هر څه، تر دې چي د خپل زړه غوښي د الله تعالیٰ د دين لپاره د قرباني کولو احساس پیدا کېدل!


فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْىَ قَالَ يٰبُنَىَّ إِنِّىٓ أَرٰى فِى الْمَنَامِ أَنِّىٓ أَذْبَحُكَ فَانظُرْ مَاذَا تَرٰى ۚ قَالَ يٰٓأَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ۖ سَتَجِدُنِىٓ إِن شَآءَ اللَّهُ مِنَ الصّٰبِرِينَ. (سُوۡرَةُ الصَّافات : ۱۰۲)
ژباړه: كله چي اسماعیل (عليه السلام) له پلار سره د منډو ترړو كولو عمر ته ورسيدی، نو (يوه ورځ) ابراهيم (عليه السلام) هغه ته وويل: "زويه! زه په خوب كي وينم چي تا حلالوم؛ اوس ته ووايه چي ستا نظر څه دى؟" -  هغه وويل: "پلار جانه! څه چي تا ته حكم کیږي، هغه وکړه، ته به ان شاءالله ما له صابرانو څخه ومومې."


۲). حکمت: يوازي د الله په نوم قرباني کول!


لِّيَشْهَدُوا مَنٰفِعَ لَهُمْ وَيَذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ فِىٓ أَيَّامٍ مَّعْلُومٰتٍ عَلٰى مَا رَزَقَهُم مِّنۢ بَهِيمَةِ الْأَنْعٰمِ. (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۲۸)
ژباړه: تر څو هغه ګټي وويني چي دلته د هغو لپاره موجودي دي او په څو ټاكليو ورځو کښي پر هغو څاروېو باندي د الله نوم واخلي (د الله په نوم سره یې حلال کړي) چي هغه ورته روزي کړيدي.

 

قُلْ إِنَّ صَلَاتِى وَنُسُكِى وَمَحْيَاىَ وَمَمَاتِى لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ. (سُوۡرَةُ الاٴنعَام : ۱۶۲)
ژباړه: ووايه: زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ، هر څه د کائیناتو د پالونکي الله (جل جلاله) له پاره دي.


وَالْبُدْنَ جَعَلْنٰهَا لَكُم مِّن شَعٰٓئِرِ اللَّهِ لَكُمْ فِيهَا خَيْرٌ ۖ فَاذْكُرُوا اسْمَ اللَّهِ عَلَيْهَا صَوَآفَّ. (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۳۶)
ژباړه: او (د قربانۍ) اوښان موږ ستاسي لپاره د الله په علائمو کي شامل کړيدي، په هغو کي ستاسي لپاره ښېګڼه ده. نو (د حلالو په وخت کي) د الله نوم ورباندي واخلئ،


۳). حکمت: د انسان لپاره د څاروي او حيواناتو په حلالو او تابع کولو سره د الله تعالیٰ شکر ادا کول!
كَذٰلِكَ سَخَّرْنٰهَا لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ. (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۳۶)
ژباړه: دغه څاروي موږ په همدې ډول ستاسي لپاره ايل (تابع) کړيدي، تر څو چي تاسي شكر وباسئ.
۴). حکمت: د فقيرانو او مسکينانو لپاره د غوښو او خوراک سبب برابرول!


فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْقَانِعَ وَالْمُعْتَرَّ. (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۳۶)
ژباړه: (له قربانۍ څخه وروسته) نو له هغو څخه یې په خپله هم وخورئ، په هغو كسانو باندي یې هم وخورئ چي قناعت كوونكي دي او په هغو كسانو باندي هم چي خپله اړتیا وړاندي کړي. 


فَكُلُوا مِنْهَا وَأَطْعِمُوا الْبَآئِسَ الْفَقِيرَ. (سُوۡرَةُ الحَجّ : ۲۸)
ژباړه: په خپله یې هم وخورئ او تنګلاسو محتاجو ته یې هم ورکړئ.


۵). حکمت: د ذوالحجّې د لسم تاريخ د عظمت ښکاره کول:
وَلَيَالٍ عَشْرٍ. وَالشَّفْعِ وَالْوَتْرِ. (سُوۡرَةُ الفَجر: ۲-۳)

ژباړه: او (قسم دی) په لسو شپو او (قسم دی) په جفت او طاق!

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته