تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصل ته نصیحت: ملګری غوره کول او سلام ویل (۵)
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 5, 2018
  0

لیکنه: استاذ عبدالسمیع شنواری / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

پنځم نصیحت:

د ښو خلګو ملګری کول، او د سلام په اچولو کي سبقت کول

 

أ - ګرانو محصلینو! د ښو خلګو ملګری کوئ کوم چي تاسو د خیر طرف ته رهنمائي کوي او د شر څخه دي خبروي، دعلم په زده کړه کي کومک د سره کوي، او په ټولنيز ژوند کي یو مخلص او وفاداره ملګری وي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو حدیث کي چي مسلم او بخاری روایت کړی دی، د نیک او ښه ملګري مثال داسي ورکړی دی، لکه یو څوک چي د عطر خرڅونکي ملګری وي ، او د بد ملګري مثال یې داسي ورکړی دی، لکه یو څوک چي د پښ ( اهنګر) ملګری وي ، نو په عقلي لحاظ معلومه خبره ده چي د عطر خرڅونکي سره چي سړی کښېني د عطرو بوی به یې ځي او د پښ سره چي کښېني کالي به یې تور او یا به یې د دود بوی ځي او یا به یې کالي سوځلي وي . مطلب دا چي ښه ملګری پر خپل ملګري ښه تاثر لري او بد ملګری بد تاثر لري، او د پښتو متل دی چي وایي: چي اوسې په خوی به د هغو سې.

 

 

ب – لکه څنګه چي هر مسلمان ته معلومه ده چي الله جل جلاله دا امت په ډیرو لويو لويو نعمتونو نازولی دی چي د هغو څخه یو هم سلام اچول دي، او د اسلامي ټولونو فرق یې د نورو ټولونو سره په کړیدی، بلکي سلام اچول یې د یوه مسلمان د حقوقو څخه ګرځولی دی، او علما‌ء وایې چي د سلام اچول سنت مؤکد دی، جواب یې واجب دی، او الله جل جلاله سلام اچونکي او جواب ورکونکي ته د لوی ثواب وعده کړی ده، لکه څنګه چي په حدیث کي راځي چي د سلام په هر جمله لس حسنات دي، او سلام یې د خلګو په منځ کي د میني، محبت او ورورولۍ د زیات والي د اسبابو څخه ګرځولی دی، او رسول صلی الله علیه وسلم مسلمانان په امر کړي دي، لکه په یو حدیث کي چي راځي چي تاسو په خپلو منځو کي سلام اچوئ.

 

د رسول صلی الله علیه وسلم څخه یوخ صحابي پوښتنه وکړه چي کوم اسلام تر ټول خیر او ښه دی ( یعني په اسلام کښي تر ټولو ښه عادت او خصلت کوم یو دی؟) نو رسول صلی الله علیه وسلم ورته فرمایل:

(تُطْعِمُ الطَّعَامَ وَتَقْرَأُ السَّلَامَ عَلَى مَنْ عَرَفْتَ وَمَنْ لَمْ تَعْرِفْ) ( رواه ابن ماجه. باب إطعام الطعام)

یعني ډوډۍ ورکوه او سلام اچوه پر هر چا که یې پیژنې او که یې نه پیژنې.

 

الله جل جلاله په خپل مبارک کلام کي د سلام په باره کي موږ ته داسي فرمايي: تاسو پردي کورونو ته مه ننوځئ چي تر څومو اجازه نه وي اخسیتې او سلام مو نه وي ویلی او په بل ایات کي فرمايي چي دا ( یعنی سلام ) ډیره د خیر، برکت او پاکیزه دعا ده:

 

 (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ) (  (سورت النور:۲۷)

ژباړه: ای مومنانو له خپلو کورونو څخه پرته نورو کورونو ته تر هغه پوري مه ننوځئ چي اجازه تر لاسه نه کړی او پر کورنۍ باندي سلام وانه چوی . دا کړنلاره ستاسي لپاره ډیره ښه ده ښایې چي تاسي دې ته پاملرنه وکړی.

 

( فَإِذَا دَخَلْتُمْ بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنْفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ ) (سورت النور:۶۱)

ترجمه: کله چي تاسو کورنو ته ننوځی نو خپلو کسانو ته سلام وایاست (دا سلام) د الله له لوري څخه د خیر دعا ټاکل شوي ، ډیره برکتناکه او پاکیزه ده په دغه ډول الله تعالی تاسي ته ایتونه بیانوي  تر څو چي تاسي له پوهي او ادراک څخه کار واخلی.

 

خو په ډیر تاسف سره باید ووایم چي زموږ په اسلامي ټولنه کي کله نا کله داسي کلمات او جملې د سلام پر ځای په مجلسونو او کار ځایونو کي تا او بالا کیږي لکه: (سلام پر تاسو، سلام دي در ورسیږي، نیکي هیلي، سهار په خیر، های) چي هغه نه سلام وي او نه د سلام فضیلت لري بلکي د نورو ټولونو د عاداتو او رواجونو څخه وي، نه یوازي دا چي د اسلام مبارک دین د شعایرو څخه یې مخالفت وکړی بلکي یو لوی  اجر او ثواب یې هم د لاسه ورکړ، داسي کلمات او جملې چي هغه د نورو د عاداتو او ثقافت څخه وي او زموږ د ټولني شان او شوکت کښته کوي باید استعمال نسي. په داسي حال کي خو بايد بیخي استعمال نسي چي زموږ په دین کي تر هغه ښه او بهتر موجود وي .

 

د سلام ویلو پوره او مکمله صیغه داسي ده لکه څنګه چي په حدیث کي راغلې ده: السلام علیکم ـ ورحمة الله ـ وبرکاته، او هره برخه یې لس لس حسنات لري. 

--------------------------------------------------

اړوند لیکني:
په اسلامي ټولنه کې د سلام تر شاه څه دي؟
اسلامي اداب: نرمي کول او سلام ویل (۲)
د سلام کولو ارزښت (الحديث)

محصل ته نصیحت: مخکنۍ برخي

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته