تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تمسخر یا پسخند وهل
  تعلیم الاسلام
  January 7, 2017
  0
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د ژبي د ګنهو او مصيبتو څخه يو هم تمسخر، پسخند وهل او استهزاء ده، (تمسخُر او استهزاء) يعني: يو څوک سپک او خوار بلل، د هغه نُقص او عيبونه په خنده آوره شکل بيانول، مثلاً يو څوک د بل چا د خيرنو کالو تعبير او بيان کوي، نو وايي: ولي هغه نه دى؟
لکه د تيلو څخه چي دي را کښلى وي، دغه تمسخر او استهزاء ده، دغه تمسخر او پسخند په خبرو سره کېدلاى سي، په فعل سره کېدلاى سي، چي د يو چا پېښې کوي، په اشاره سره کېدلاى سي او دغه ټول قسمونه يې حرام او ناروا دي، اصلاً دغه تمسخر او پسخند وهل د ضعيف النفسه انسانانو خوى او عادت وي، دوى دغه په بل پسخند وهل د دې دپاره استعمالوي چي خلک د دوى و عيبو ته متوجه نه سي او خلک د نورو د عيبو په لويولو او خندولو مشغوله کړي او دغه کار حرام او نا روا دى، ځکه د دغه کار څخه هيڅ فايده نه حاصلېږي، بلکه دغه کار په باطل او ګناه کي زياتوب دى، الله جل جلاله  فرمايي:
 
( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَى أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَى أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ...) [الحجرات ۱۱]
 
ژباړه: اې مؤمنانو! ستاسي څخه دي هيڅ قوم د بل قوم تمسخر، پُسخند او سپکاوى نه کوي، ځکه ښايي چي هغه قوم دي د الله جل جلاله  په نېز تر دوى ښه او خير وي او نه دي ښځي د نورو ښځو پُسخند او سپکاوى کوي، ښايي چي هغه مسخره سوي ښځي د الله جل جلاله  په حضور تر دوى ښه او بهتره وي.
 
او الله جل جلاله  فرمايي:
 
(وَيَقُولُونَ يَا وَيْلَتَنَا مَا لِهَذَا الْكِتَابِ لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا...) [الکهف ۴۹]
دغه کيفيت د قيامت په ورځ هغه وخت پېښيږي چي عمل نامې و وېشل سي، نو ګنهکاران به وايي: يْوَيلَتَنَا يعني: اې زموږ هلاکته! د دې عملنامې څه حال دى؟ دا څرنګه عملنامه ده چي نه کوچنئ شی پکښي پاته دى نه لوى، مګر هغه ټول يې حساب کړي دي.
 
عبد الله بن عباس رضی الله عنهما  چي ترجمان القرآن دى وايي: ”په دغه آيات شريف کي د صغيره څخه مقصد هغه تبسم دى چي پر يوه مؤمن مسلمان د پُسخند او استهزاء  پرقِسم وسي او د کبيره څخه مقصد هغه قهقهه خندا ده چي د پسخند او استهزاء پرقِسم پر يوه مسلمان کېږي، نو دغه خنداوي هم په عمل نامه کي نوشته وي او په دغه آيات شريف کي اشاره ده چي پر خلکو خندل، په خلکو پُسخند وهل، يوازي دا نه چي ګناه ده بلکه د کبائرو ګنهو څخه ده“.
 
د تمسخر او پُسخند وهلو بد ترين شکل هغه دى چي پر دينداره او پر شريعت برابرو خلکو پُسخند وهل کېږي، ځکه د دين په خلکو پُسخند وهل د ايمان پر ضعف او د دين پر لږوالي دلالت کوي او شايد ډېر ځله دغسي پُسخندونه انسان وکفر او د اسلام څخه وتلو ته ورسوي، چي بالکل يې د اسلاميته خارج کړي. العياذ بالله
 
الله جل جلاله  فرمايي:
 
(... قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ (۶۵) لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ....)[التوبه ٦۵ او ٦٦] 
 
ژباړه: اې محمده!  صلی الله علیه وسلم  دوى ته و وايه چي آيا په الله او د هغه په احکامو او د هغه په رسول به تاسي استهزاء کول، پُسخند مو په واهه؟ تاسي عذرونه مه کوئ، يا عذرونه مه واياست، په تحقيق تاسي پسله اظهار او ښکاره کولو د ايمان کافران سوي ياست.
 
دا شرعي حکم دى چي په اسلام او د اسلام په يوه حکم استهزاء او پُسخند وهل کفر دى او هر هغه څوک چي په اهل دين، يا په هغو کسانو چي د دين د اوامرو مراعت کوي او عمل په کوي، په هغو د دوى د دين په سبب پُسخند و وهي، دغه څوک هم په هغه کسانو کي حساب دى چي په دين يې پُسخند و واهه، د دغو خلکو سره ناسته او ملګرتيا نه ده روا، بلکه دغه د دوى کار بايد بد وبلل سي او ځان د هغو د ملګرتيا څخه وساتي، هر هغه څوک چي په ديني مسائلو کي په پُسخند او استهزاء خبري کوي، هغه کافر بلل کېږي.
 
پوښتنه: که يو څوک د چا په ږيره پسخند وهي او ور ته وايي: ږيره دي وخروه، د دغه پسخند وهونکي حکم څه شي دى؟ 
 
جواب: په هغه چا چي ږيره يې پرې اېښې وي د هغه په ږيره پُسخند وهل نه دي روا، ځکه هغه دغه ږيره په دې سبب پرې اېښې ده چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د امر اطاعت وکړي، نو خود دغه پسخند وهونکي ته بايد نصيحت وسي او حقه لار ور و ښوول سي او دا ور ته و ويل سي چي په ږيرورو د ږيري په سبب پسخند وهل ډېره لويه ګناه او لوى جُرم دى او پر پُسخند وهونکي د رِدت يا کافر کېدلو بېره ده.ممکن د دغه پُسخند په سبب له اسلامه خارج سي، ځکه الله جل جلاله  فرمايي:
 
(... قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ (۶۵) لَا تَعْتَذِرُوا قَدْ كَفَرْتُمْ بَعْدَ إِيمَانِكُمْ....)[التوبه ٦۵ او ٦٦] 
 
ماخذ: دیني او اخلاقي لارښووني
 
------------------------------------------
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته