تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خراب زړه پنځه نښي
 
  November 15, 2016
  0
رالېږونکی: محب الله ذاکر

زړه په بدن کي یوه دغوښی ټوټه ده داپاکه ده کله چي مسلمان ګناه وکړي یو تور داغ پکښي پیداسي. مثال لکه پرسپینو کالو چي داغ پیداسي په دا ټولو کالو کي همدغه داغ داره ځای بد اوخيرن
 
معلومیږي زړه هم داسي دی په ټوله بدن کي بد معلومیږي.  اود مسلمان په توبه کښلو سره پاک سي . د ډیرو ګناهو په کولوسره اخر زړه ټوله تور سي او زړه سخت سي رحم ځني ختم اولمنځه ولاړسي

او همدارنګه حسد زړه له منځه وړي  دا د مسلمان لپاره مهمه ده چي زړه به د حسد څخه پاک ساتي حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمایی ! حسد نیک عمل داسي له منځه وړي لکه اور چي وچ لرګي.
 
مسلمان لره پکارده چي خپل زړه پاک وساتي اوحضرت امام حسن بصري رحمه الله د زړه په باره کې داسي فرمايي:
 
د خراب زړه پنځه نښانې دي.

(۱) د توبې په اميد ګناه کول.

(۲) علم زده کول او عمل نه کول.

(۳) اخلاص نه کول.

(۴) د رزق خوړل او شکر نه اداء کول.

(۵) د نورو خلګو دفن کول او عبرت نه اخيستل.

او مسلمان که دغه پنځه ټکې په پام کي نیولو سره د خپل زړه پاک ساتلو هڅه وکړي، نو هم به ګناه پریږدی په علم به عمل کوي اخلاص به يی زیات وي، شاکر به وي او هم به عبرت اخستونکی وي. 
الهي ته موزړونه راپاک اواصلاح کړي. امین.
 
------------------------------------
سرچينه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
اړونده ليکني: زړه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته