تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دا کتاب دوهم ځل نه چاپیږي!!!
 
  January 5, 2017
  0
لیکنه : محمد داود (امیري) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

ګرانه لوستوونکیه کیدای سي فکرمند سوی به یې چي دا به نو کوم کتاب وي چي بیا نه چاپیږي ؟ دا ستا ژوند دی، یعني ژوند هغه کتاب دی چي بیا نه چاپېږي، دا کتاب د الله تعالي ډیرستر نعمت دی دا نعمت د الهي تحفې په ډول قبول کړه! دا کتاب په ډېره مینه پرانیزه! ممکن په دې ښکلي کتاب کي بیلا بیل عناوین ووینې ، خو ته یوازي هغه د حقیقت په سترګو ولوله. بیا په دې مضامینو کي کره کتنه وکړه، ښه او بد سره جلا کړه، ښه مضامین د عمل په جامه ښکلي کړه او د بدو مضامینو تر پېژندلو وروسته د هغو څخه داسي لیري اوسه لکه د یو ډېرستر دوښمن څخه.
 

 
خو ګوره! دا هم یو حقیقت دی چي د یو کتاب په مفهوم او مقصد ځان پوهول د ښوونکي پرته ګران کار دی، خو ته مه غمجن کیږه ځکه هغه چا چي کتاب درته ډالۍ کړی دی هغه د نړۍ تر ټولو ستر او امين انسان تاته د ښوونکي او رهنما په توګه رالېږلی دی، نو د دې کتاب هرپاڼه (ورځ) د دې ښوونکي په لارښوونه واړوه! دا هغه معجز ښوونکی دی چي سپوږمۍ ېې په اشاره سره دوې ټوټې سول.

خو یوې خبري ته دي ډېر پام وي! چي د هر کتاب تر ختمیدولو وروسته یوه ازموینه اخستل کیږي، د دې کتاب ازموینه د درس په جریان (دنیا) کي د لومړۍ صفحې څخه تر وروستۍ پوري د زرې ـ زرې ازموینه پیلېږي او د دې کتاب تر ختمېدلو وروسته به د ازمویني پایله په لاس درسي، خو ګوره ! چي د دې کتاب خاوند (الله تعالي ) بیا د دې کتاب د د دوهم ځل چاپیدلو چانس نه درکوي.

عبدالرحمان بابا څه ښه ویلي دي:

دوبـــــاره دي راتـــله نـــسته پــه دنــیا
نن دي وار دی که دروغ کړې که رشتیا
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته