تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بشریت وروستۍ سلګۍ
 
  October 30, 2016
  0

 ليکوال: سيد ابوالحسن علي" الندوي"

ژباړه: اسدالله"انعام" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

شپږمه او اوومه ميلادي پېړۍ د انساني تاريخ تر ټولو ټيټي مرحلې وې. انسانيت له څو پېړيو راهيسي د ځوړ او سقوط پر لور روان و؛ دمځکي پر مخ داسي هيڅ قوت نه و، چي مخه يې نېولې وای او د لوېدلو څخه ئې ژغورلی وای. انسان په دغو پېړيو کي خپل خالق له ياده ايستلی و؛ چي په پايله کي د خپل ځان او سرنوشت څخه بې پروا سو. د خير اوشر، ښواو بدو تشخيص ئې له لاسه ورکړی و. زيات وخت کېدی، چي د انبياوو علیهم السلام دعوت هم کم سوی و. هغه څراغونه، چي دوی روښانه کړي ول، د سختو او درنو سېليو له امله تر دوی وروسته خاموش سوي ول. که به څه روښنايي پاته هم وه، دومره به ضعيفه او کمرنګه وه، چي يوازي څو زړونه به ئې روښانه کولای سوای، نه کورونه او ښارونه. ديندارو خلګو د فتنو څخه د خپل ځان ساتلو او د خپل روح د سلامتيا په موخه يا ځان ته د آرام اوسکون موندلو او د ژوندانه د ستونزو څخه د تېښتي له امله يا د هغه جنګ په خاطر چي د دين او سياست يا د روح او مادې ترمنځ رامنځ ته سوی و، د ژوند د پراخي ساحې څخه تېښته کول او د صومعو، کليساګانو او خلوت خانو پر لور ئې مخ اړولی و. 

که به له دوی څخه څوک د ژوندانه په دې درنو څپو کي پاته سوی و، ناچاره به ئې د حاکمانو او دنيادارانو سره جوړ جاړی کاوه  او د ګناهونو، تېريو او په ناحقه د خلګو د مالونو په خوړلو  باندي به ئې د هغومرسته کوله.

د نړۍ اديانو او ملتونو ته لنډه کتنه:

په دې دور کي لوی لوی دينونه د کوچنيانو د لوبو د سامان په څېر د منافقينو او محرفينو د لاس آله ګرځېدلي ول. شکل او حقيقت ئې تر داسي اندازې له لاسه ورکړی و، چي که ئې لومړني رهبران  نړۍ ته بيا راغلي وای، حتماً به ئې د پېژندلو څخه عاجزه سوي وای. د کلتور او تمدن حکومت او سياست مرکزونه د ګډوډۍ، بې بندوباريو، اخلاقي فساد، بې نظميو او د  حاکمانو د ظلم په صحنه تبديل سوي وه او په خپلو ځانونو باندي اخته وه. نه ئې داسي پيغام درلود، چي نړۍ ته ئې وړاندي کړي او نه يې نړيوالو ته کوم اغېزمن دعوت؛ د معنوياتو له پلوه په کښي سخته کمزوري وه؛ د ژوندانه چينه ئې مړاوې سوې وه؛ نه ورسره د آسماني دين  پاک هدايات و او نه هم د بشري حکومت ثابت نظام.

په شپږمه مېلادي پېړۍ کي عيسويت: 

د تاريخ په اوږدو کي مسيحيت هيڅکله د دومره وضاحت  او روڼوالي درلودونکی نه و او نه هم د ستونزو په حل کي د دومره توان درلودونکی و؛ چي پر اساس ئې يو تمدن رامنځ ته سوی وای او يا ئې تر لارښوونو لاندي يو دولت تشکيل سوی وای. البته د حضرت عيسی علیه السلام د تعليماتو پاتي شوني او د دین د ساده توحيد څه نښي په کښي ليدل کېدلې؛ خو بولس په خپل  راتګ سره دا نور له منځه یووړ.  د ده څخه راټوکېدلي جاهلي خرافات ئې د  هغه شرک سره، چي دی پکښي رالوی سوی و، ګډ کړل. څه چي په کښي پاته ول، تر ده وروسته د قسطنطين له خوا له منځه يووړل سول؛ چي آخر مسيحيت د يوناني خرافاتو، رومي شرک، مصري افلاطونيت او رهبانيت  (NEO-PLATONISM & MONASTISM)  د یو ګډ محلول شکل واخيست او د حضرت عيسی علیه السلام ساده  تعليمات داسي په کښي ورک سول، لکه په بحر کي چي يو څاڅکی ورک سي. 


بالاخره مسيحيت د يو څو داسي بې روحه مراسمو او بې کالبده عقايدو نوم وګرځېدی، چي نه ئې روح تغذيه کولای سوای، نه د عقل د ډېرښت سبب ګرځېدی، نه ئې عاطفه او جذبات پر ښور راوستلای سوای او نه ئې دومره صلاحيت درلود، چي د ژوندانه ستونزي ور باندي حل سوي وای؛ بلکي د تحريفوونکو اوجاهلو تأويلوونکو په سبب د انسان د علم او فکر تر منځ حايل سو. پرځای د دې چي نصرانيت د  علم او فکر دروازې پرانيستي وای، خپله د علم او فکر په وړاندي خنډ سواو مسلسل د څو پېړيو تر انحطاط وروسته د بت پرستۍ په يوه شرکي دين بدل سو.

په انګليسي ژبه د قرآن کريم ژباړونکی ښاغلی سېل (SALE) په شپږمه پېړۍ کي د مسيحيانو د وضعيت په اړه وايي: مسيحيانو د پاپانو او مسيح د مجسمو او تصويرونو په عبادت کي دومره مبالغه کوله، چي تر اوسنيو کاتوليکانو لا هم وړاندي ول. (62 (1896) SALE'S TRANSLATION. P.)

په رومي دولتونو کي کورنۍ ديني جګړې:

د مسيحيت د دين د بنياد پر موضوع باندي کلامي بحثونو او بې ګټي سفسطو د امت فکر دومره مشغول کړی و، چي هوښياري او پوهه ئې بالکل ورڅخه له منځه وړې وه.  د عمل توان ئې ور فلج کړی و. په زياتو مواردو کي به دا بحثونه په خونړيو نښتو، وژنو، شکنجو، نابوديو او چور و چپاول باندي اووښتل. مدرسې، کليساګاني او کورونه يو د بل سره د ديني سياليو په نظامي اډو باندي تبديل سوي ول او د مملکت ټول ښارونه د داخلي جنګ (CIVIL WAR) ښکار ګرځېدلي وه.

حبشه:

د مصر ګاونډی هيواد حبشه هم د مونوفيزيت مذهب درلودونکی و. د دې سره- سره ئې د هغو زياتو بتانو عبادت کاوه، چي د بربريت او وحشت له زمانې څخه ورته په پور پاتي وه. توحيد هم د دوی تر منځ د پرمختللي بت پرستۍ يو داسي ډول و، چي په ځان ئې د علم او عيسوي اصطلاحاتو لباس اغوستی و، دوی نه په دين کي د روحيې درلودونکي ول او نه په دنيا کي د خپلي ارادې او غوښتني څښتنان ول. د نقيه په غونډه کي د حبشې په اړه دا پرېکړه سوې وه، چي حبشې ته په ديني امورو کي هيڅ خپلواکي نسته، بلکي بايد د سکندري حکومت تابع وي. 

د اروپا شمالي اوغربي ملتونه:

د  اروپا شمال او لوېديځ ته پراته اولسونه د جهل د تورو تاريکيو ښکار ګرځېدلي او د خونړيو جګړو سره لاس او ګرېوان ول. د دې جنګ جګړو، بېکاريو او جهالت څخه په رامنځ ته سوو تاريکيو کي ئې لاسونه او پښې وهلې. په دغو هيوادونو کي لا تر دې دمه د علم او تمدن وړانګي نه وې ځلېدلي او نه ورته اسلامي عربي اندلس (SPAIN) په علم او تمدن کي د خپل رسالت د اداء کولو په موخه صحنې ته راوتلی و. مصائبو او حوادثو هم د دوی سترګي نه وې ورخلاصي کړي. خلاصه دا چي دغه قومونه له هر لوري د انساني تمدن له کاروانه وروسته پاته سوي ول؛ نه په نړۍ خبر ول او نه متمدني نړۍ د دوی په اړه خبر درلود.

د ختيځ او لوېديځ په هيوادونو کي، چي کوم انقلاب راوستونکي پېښي او تغييرات رامنځ ته کېدل. دې قومونو له هغو سره هيڅ سر و کار نه درلود؛ بلکي په نوي زېږېدلي عيسويت او پخوانۍ بت پرستۍ اخته ول. نه د دين اړوند کوم پيغام ورسره و او نه ئې د سياست په ميدان کي کوم حيثيت او مقام درلود. 

اچ. جي. ویلز (H. G. WELLS)   وايي: « په ختيځه اروپا کي د هغه وخت د وحدت او انسجام هيڅ نښي نه ليدل کېدې.» (H.G. wells: Ashert History Of Word p.170)

رابرټ بريف  فَلټ (Robert Brif Fault) وايي: "له پنځمي عيسوي پېړۍ نه تر لسمي ميلادي پېړۍ پوري پر اروپا باندي يوې تاريکي شپې خپل وزر غوړولی و. د دې دور وحشت او بربريت د مخکيني دور تر ظلم او بربريت څو چنده زيات او سخت و؛ ځکه دا د يو لوی تمدن د هغه مړه جسد په څېر و، چي بدبويه سوی وي؛ نښي ئې له منځه تللي وي او د زوال پرېکړه ئې سوې وي. د ايټاليې او فرانسې په څېر لويي سيمي، چي د دې تمدن د ترقۍ سرچينې وې او دا تمدن په کښي په ماضي کي خپل اوج ته رسېدلی و، د تباهۍ او زوال په لور رواني وې."

د شمالي اروپا حالت د غربي اروپا تر حالت څو چنده بدتر او خواشينوونکی و. پروفيسور تيلي په خپل کتاب (تاريخ فلسفه) کي لیکي:

((په زيات احتمال د تاريخ شپږمي او اوومي پېړۍ  د لويديځي اروپا د  تمدن تر ټولو تاريکي شپې وې. دا سر تر پايه د پوره جهالت او بربريت زمانه وه. فجايعو او وران کاريو ټولي مخکينۍ ادبي او کلاسيکي هنري لاس ته راوړني تر شعاع لاندي راوستلي وې.)) اروپا په هغه زمانه کي د جهالت او زوال يو تاريک کور ګرځېدلی و.

دريبر يا د غير منظم وضعيت په دې ډول تشريح کوي:

((د اروپا د مخکينيو اوسېدونکو په اړه چي د بربريت او وحشت مرحله ئې تر شا پرې ايښې وه. بحث کول ډېره سخته خبره ده، جسمونه ئې کرغېړن او مغزونه ئې دخيالاتو څخه ډک ول؛ د مړو او قبرونو د کراماتونو په اړه  پر بې بنسټه حکاياتو او افسانو او د کشيشانو پر ناسمو وړاندوينو ئې ټينګه عقيده درلوده.))

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه

سرته