تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د صدقې د منع کولو نتیجه
 
  October 19, 2016
  0
تعلیم الاسلام و یب پاڼه

یوه ورځ أم سلمې  رضی الله عنها  ته د یو ځایه غوښي راغلې، د جناب رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  غوښي ډيري خوښي وې. أم سلمې  رضی الله عنها  خپلي خادمي ته وفرمايل، چي غوښي په تاخچه کي کښېږده، شايد رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ئې وخوري، هغې غوښي په تاخچه کي کښېښودلې. په دې وخت کي يو سوالګر راغلی او ناره ئې وکړه، چي يو شی د الله پر نامه راواستوئ! د کور له خوا جواب ورکول سو، چي الله  جل جلاله  دي تاته هم خير او برکت  درکړي، (په دغه خبره کي دا اشاره ده، چي هيڅ شی د ورکولو لپاره موجود نه سته خو واضح ئې نه دي ورته ويلي، چي شی نه سته، بلکي دعاء يې لا ورته وکړه.)

سائل ولاړی کله، چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  تشريف راوړ، نو وئې فرمايل: اې أم سلمې  رضی الله عنها  د خوراک يو شی در سره سته، چي وئې خورم؟ دې مبارکي وفرمايل، چي هو سته! خادمي ته ئې وويل: ورسه هغه غوښي دده مبارک لپاره راوړه، خادمه د غوښو رااخيستلو لپاره ولاړه، چي ګوري هلته د غوښو پر ځای د سپيني ډبري يوه ټوټه پرته ده، نو نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل:  دا چي تا سائل ته دغه غوښه ور نه کړه، نو دغه غوښه ډبره وګرځېده.

«عَنْ مَوْلًى لِعُثْمَانَ قَالَ: أُهْدِيَ لِأُمِّ سَلَمَةَ بُضْعَةٌ مِنْ لَحْمٍ، وَكَانَ النَّبِيُّ- صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- يُعْجِبُهُ اللَّحْمُ فَقَالَتْ لِلْخَادِمِ: ضَعِيهِ فِي الْبَيْتِ لَعَلَّ النَّبِيَّ- صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- يَأْكُلُهُ، فَوَضَعَتْهُ فِي كَوَّةِ الْبَيْتِ، وَجَاءَ سَائِلٌ فَقَامَ عَلَى الْبَابِ فَقَالَ: تَصَدَّقُوا بَارَكَ اللَّهُ فِيكُمْ، فَقَالُوا: بَارَكَ اللَّهُ فِيكَ، فَذَهَبَ السَّائِلُ، فَدَخَلَ النَّبِيُّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: " يَا أَمَّ سَلَمَةَ هَلْ عِنْدَكُمْ شَيْءٌ أَطْعَمُهُ " فَقَالَتْ: نَعَمْ، قَالَتْ لِلْخَادِمِ: اذْهَبِي فَأْتِي رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِذَلِكِ اللَّحْمِ، فَذَهَبَتْ فَلَمْ تَجِدْ فِي الْكَوَّةِ إِلَّا قِطْعَةَ مَرْوَةٍ، فَقَالَ النَّبِيُّ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ -: " فَإِنَّ ذَلِكَ اللَّحْمَ عَادَ مَرْوَةً لِمَا لَمْ تُعْطُوهُ السَّائِلَ. ( رَوَاهُ الْبَيْهَقِيُّ فِي دَلَائِلِ النُّبُوَّةِ.) (مشکاة: باب الإنفاق وكراهية الإمساك، الفصل الأول.)

فائده: غور وکړئ چي د الله  جل جلاله  پر نامه د نه ورکولو نتيجه دغه سوه، چي د دغو غوښو ذات او حقيقت تبديل سو او ډبره وګرځېده، دغه رنګه هر وخت څوک، چي فقير ته بهانه کوي او په خپله ئې خوري، هغه ډبري خوري؛ اثر ئې دادی چي سنګدلي او د زړه سختي ئي ډېريږي.

د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  د خاندان سره خو د الله کريم ډېر عنايت او رحمت دی ، ددي سببه ئي د دغو غوښو صورت ښکاره په ښکاره بدل کړ،  ددې لپاره، چي د دغو غوښو د خوړلو څخه و ساتل سي. 

ام سلمې رضی الله عنها  ته د سائل منع صراحتاً ښه عمل نه معلومېدی، نو ځکه يې په اشاره سره هغه ته جواب ورکړ او بل ئې دا نيت و، چي رسول اکرم  صلی الله علیه وسلم  دغه غوښه وخوري؛ ځکه غوښي يې خوښي وي؛ خو  په ډېر وخت کي به ئې نه سوای حاصلولای.

( ماخذ : بهشتي زيور جلد: ۱، ص: ۳۹-۴۰/تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه)
 
صدقه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته