تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تقوا څه ته وايي؟
 
  October 12, 2016
  0

 لیکنه: غلام عمر عبدالله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د تقوی لغوي معنی د الله  جل جلاله  څخه بېرېدلو او د ګناه څخه ځان ساتلو ته وايي.

د تقوی د اصطلاحي تعريف او تشريح په اړه علماء فرمايي:

د تفسير خازن ليکوال ليکلي دي: وقيل التقوى في عرف الشرع حفظ النفس مما يؤثم وذلك بترك المحظور.
 
ژباړه : په عربي ژبه کښي تقوی هغه لاري ته ويل کيږي، چي د نفس ساتنه پکښي کيږي (هغه که ظاهري وي که باطني).

انسان هغه وخت د پوره تقوی څښتن جوړېدلای سي، چي له هغو کارونو څخه ځان وساتي، چي الله تعالی ور څخه منع کړي وي.

امام حسن بصري رحمة الله علیه  د تقوی اړوند وايي: التقوى أن لا تختار علی اللّه سوى اللّه، وتعلم أن الأمور كلها بيد اللّه.
 
ژباړه : تقوی دې ته وايي، چي هيڅ شي ته پر الله تعالی باندي ترجيح ورنه کړل سي او ځان په دې خبره پوه کړي، چي ټول کارونه د الله  جل جلاله  په لاس کښي دي.

ابن معتز رحمة الله علیه د تقوی همدغه معنی غوره کړې ده او دا يې په خپل منظوم کلام کي داسي راوړې ده: 
 
خل الذنوب صغيرها ... وکبيرها ذلک التقی.
 
ژباړه : ته له لويو او وړو ګناهونو څخه ليري اوسه؛ همدغه تقوا ده.

په تفسير روح المعاني کي علامه آلوسي  رحمة الله علیه  د تقوی په اړه اجمالاً دغه درې ډوله معنی ذکر کړې ده:
 
۱ – التقوی عن الشرک: له شرک څخه پرهيز.
۲ – التقوی عن الکبائر: له کبيره ګناهونو څخه ډډه.
 ۳ ـ التقوی عن الصغائر: له وړو ګناهونو څخه ځان ساتنه.

علامه قرطبي رحمة الله علیه  ليکلي دي، چي ابن معتز هماغه معنا په شعرونو کښي دارنګه بيان کړېده :
 
خل الذنوب صغيرها ... وكبيرها ذاك التقى
واصنع كماش فوق أر ... ض الشوك يحذر ما يرى
لا تحقرن صغيرة ... إن الجبال من الحصى

ژباړه : واړه او لوی ګناهونه پرېږده ، دا تقوی ده ، هغه کس چي پر اغزنه مځکه روان وي، د هغه په څېر مزل کوه، هغه چي څه (اغزي) ويني، له هغو څخه ځان ساتي، وړه ګناه معمولي مه ګڼه ! بېشکه، چي غر له وړو- وړوکاڼو څخه  جوړيږي.

د امام طبري  رحمة الله علیه  په وړاندي د (المتقين ) غوره تفسير دا دی: بېله شکه متقين هغه خلک دي، چي د منهياتو (هغه څه چي الله جل جلاله  ورڅخه منع کړې وي.) په ارتکاب کي له الله  جل جلاله  څخه د تقوی په غوره کولو له نافرمانۍ څخه ځان ساتي او د تقوی په غوره کولو سره د الله جل جلاله احکام پر ځای کوي او د الله جل جلاله اطاعت کوي.

مفتي محمد شفيع رحمة الله علیه  د تقوی اړوند داسي ليکي: د تقوی په اړه علماوو او دامت مشرانو بېلا بېل تعريفونه کړي دي، چي تر ټولو غوره او جامع تعريف ئې دادی: عمر رضی الله عنه د ابی بن کعب رضی الله عنه  څخه وپوښتل: تقوی څه ته وايي؟  ابی بن کعب رضی الله عنه ورته وويل: امير المؤمنينه! کله هم داسي سوې ده، چي ته پر داسي لاره تللی يې، چي ټوله له اغزيو ډکه وي؟ عمر رضی الله عنه  ځواب ورکړ: ډېر ځله داسي سوي دي!

ابی ابن کعب  رضی الله عنه  وويل: هغه وخت به تا څه کول ؟ 

عمر رضی الله عنه ځواب ورکړ: لمن او ځان به مي را ونغاړه او په ډېراحتياط به مي مزل کاوه!

ابی بن کعب  رضی الله عنه  ورته وويل: تقوی د همدغه عمل نوم دی. 

دا دنيا يو خارستان (هغه ځمکه، چي له اغزيو ډکه وي) دی . هره خوا د ګناهونو اغزي پکښي خواره سوي دي، نو په دنيا کي داسي ژوند کول په کار دی، چي لمن مو د ګناهونو په اغزيو ونه نښلي؛ همدغه تقوی ده او دا تر ټولو لويه او قيمتي سرمايه ده.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۸ ګڼه 
 
تقوا

سرته