تازه سرليکونه
د (مقارنة الاديان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بایبل تحریف د عیسايي راهبانو له نظره
  تعلیم الاسلام
  October 3, 2016
  0

 لیکنه: استاذ عبدالغفار جبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
د بايبل په هکله د عيسايي نړيوالو علماء او څېړونکو ښکاره څرګندونې
 
د بایبل تحریف لکه څنګه چي په قرانکریم کي يې یادونه سوې ده، خپله په عیسايي نړۍ کي هم یو اتفاقي حقیقت دی، اوس به راسو د عیسايي راهبانو او څیړونکو ویناوو ته چي د بایبل د تحریف، ګډوډۍ او اختلاف په اړه یې په لاندي ډول کړي دي، دوی داسي اعتراف کوي:
 
۱: په انجیلونو کي بدلونونه له ورایه معلومیږي ، د بیلګې په ډول سره د بل ځایه څخه پوره - پوره عبارتونه را اخیستل سو ي دي او د بایبل سره ګډ سو یدي او خلکو دا کار قصداً په دې کړیدی چي په انجیلونه کي نور معلومات اضافه سي او دا کار په دوهمه میلادي پېړۍ کي سویدی داسي ډیر شیان پکښې دي چي هیڅ سرچینه او مصدر نلري. (۱)
 
۲: په اتمه پېړۍ کي په منځني ختیځ  او د روم په بحیره کي یو ادبي انقلاب راغی، پاچاهانو و خلکو ته دا اجازه ورکړه چي د دوی رعب او دبدبه ولیکي او لیکوالان داسي لیکنې راټولې کړي او همداسی وسول او په همداسي لیکنو باندي کتابتونونه ښکلي سول؛ په یونان کي هم دا کار وسو ، اسرائیلو د یهودو د مؤرخینو کيسې  را ټولې او وه ئې لیکلې او د بایبل د پنځو کتابونو (پیدایښت،خروج، لاویان، اعداد، تثنیه) سره ئې یو ځای کړې. (۲)
 
۳: په ۶۲۲ ق م کي د هیکل سلیماني د بیا  ودانولو پر مهال یوه لیکنه پیدا سوه کله چي وکتل سوه داسي ویل کيدل چي دا هغه تورات دی چي و حضرت موسی علیه السلام ته ورکول سوی ؤ، حال دا چي اصلی تورات په لیکلی ډول سره نه ؤ؛ چي په دغه وخت کي (استثنا / تثنیه) ولیکل سوه، له دې څخه وروسته (کتاب سموئیل، کتاب پاچاهان) هم د خلکو له خوا ولیکل سوه دا نو نوی تورات دی، چي هیچا نه خوښاوه. (۳)
 
۴: په ۵۸۶ ق م کي بختِ نصر په بیت المقدس باندي حمله وکړه، هیکل سلیمانی ئې وسوځاوه او تورات هم وسو او له منځه ولاړی، له دې څخه وروسته بیا ۵ کتابونه تورات سول او (لاویان او اعداد) ورسره اضافه سو ل. (۴)
 
۵: په ۵۳۹ ق م کي نوي کتابونه رامنځته سول چي (پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، استثناء، یسوع، قاضایان سموئیل او پاچایان وو). (۵)
 
۶: غالباً د تورات په روحانیت کي د عزرا  ونډه ډېره ده، دا ځکه چي دی کاهن ؤ، دی ذهین ؤ او هم دی کاتب ؤ، ده د تورات قوانین او احکام  منظم کړل دا ځکه دی عالم ؤ. (۶)
 
۷: کله چي عزرا پخپل لاس لیکلی تورات و خلکو ته اوراوه نو هغه حیران سول او ویل ئې چي دا خو هغه تورات نه دی چي پر حضرت موسی علیه السلام باندی نازل سوی دی، په دغه وخت کي بایبل دوې برخې ؤ (تورات ، کتب الانبیاء) له دې څخه وروسته مقدس لیکونه ورسره یوځای سول او بیا (تواریخ) ولیکل سول ؛چي دا په اصل کي د کتاب سموئیل، پاچاهان او کتاب استثنا تفسیر ؤ. (۷)
 
 
۸: (کتاب دانیال) په دوهم قبل المیلاد کي ولیکل سو . (۸)
 
۹: په ۷۰ عیسوی کال کي پاچا ویسپیشین بیت المقدس فتح کړ او هیکل ئې په اور وسوځاوه، او ټول هغه کتابونه چي لیکل سوی وو په  مکمله توګه سره له منځه ولاړل. 

 
۱۰: په  ((اوشا)) کي یهودي علماء (تواریخ، استر، عزرا، نحمیاه، امثال، واعظ، غزل الغزلات، ایوب) دا ټوله رد کړه او ۱۳۵- ۱۶۰ یهودي علماء سره راټول سول او نوی بایبل ئې جوړ کړ چي د مشناء (Mishna) په نامه سره دی. 
 
۱۱: د ساول (شاول/پولس) د مړیني څخه وروسته د ۶۰ عیسوی کال په لسیزه کي هغه مسیحي لیکوالان چي د پولس ئې ډیر احترام کاوه دده په نامه سره یې افسیانو او تسالوکيانو په نامه لیکونه ولیکل او همدارنګه ئې د تیموتیوس او تیطس خطونه ولیکل او دده په نامه یې کړل. 
 
۱۲: د دوهمې میلادي پیړۍ په منځ کي د نوی عهدنامې ۲۷ کتابونه پوره سول او څلور انجیلونه معتمد وبلل سول، حال داچي نور انجیلونه هم موجود وو، لکه انجیل تامس (۵۰ میلادي) چي دا د حضرت عیسی علیه السلام د خبرو ټولګه وه، نور انجیلونه هم وه لکه:
 
(Nazarenes, Ebionites, Quelle, Hebrew (12
 
۱۳: و موږ ته بالکل دا معلومه نه ده چي انجیلونه چا لیکلی دي؟ کله چي د لومړي ځل لپاره ښکاره سو ه دا د نوم ورکو کسانو په نامه سره وو، یعنی لیکوالان ئې نه درلودل؛ وروسته ئې د کلیساؤ د مشهورو شخصیتونو په نامه سره و نومول او وهغوی ته ئې منسوب کړل او اکثره لیکوالان یی یهودي عیسایان وو. (۱۳)
 
۱۴: (کتاب مکاشفه) یو زهرجن کتاب دی، خپله کلیسا ورڅخه نفرت کوي، له همدې کبله ئې د بایبل اخری کتاب کړیدی. (۱۴)
 
۱۵: د کتاب پیدایښت په لومړی باب کي چي په ۶ ورځو کي دا هرڅه پیداسو یدی دا احمقانه خبره ده او دابې عقلي ده. (۱۵)
 
۱۶: (W.Whiston)  په ۱۷۴۵ میلادي کال کي د عهدنامې جدید (نوی تړون) داسي متن خپور کړ چي په هغه کي د تثلث رد وو، دا چي خدای په حضرت عیسی علیه السلام کي حلول کړی دی ددې رد، او دا دعوه ئې هم وکړه چي دا د کلیسا د مشرانو له لوری پر موږ پل سوی دی، په ۱۷۲۰ میلادی کال انجیل برناباس پيدا سو چي په هغه کي د الله وحدانیت شته، نه تثلیث، نورو له ده  سره په یوه خوله وویل چي د بایبل اصل حقیقت معلومول د امکان څخه لیری خبره ده. (۱۶)
 
۱۷: په ۱۸ میلادی پیړۍ کي چي کله جرمني علماء بایبل مطالعه کړ نو وئې ویل چي د بایبل لومړی پنځه کتابونه (تورات) چي و حضرت موسی علیه السلام ته منسوب دي دا د مختلفو لیکوالانو لیکنه ده، د دوی لیکنې بیلې دي، په یوه کتاب کي و خدای ته (ایلوهم) Elihim  په بل کتاب کي ورته یهوه Yehwhe ویل سوی دی او داسي نور... اختلافونه ډېر دي نو موږ په جرأت سره ویلای سو چي دا پنځه کتابونه د یوه کس (حضرت موسی علیه السلام) لیکنه نه ده. (۱۷)
 
۱۸:  ډيويټ په ۱۸۰۵ میلادی کي وویل چي (کتاب استثناء) چي د تورات اخري کتاب دی دا په یو سیاه  کي په ۷۰۰  قبل المیلاد کي لیکل سویدي، له ده سره پروفیسر هرمن هپفلډ (۱۷۹۶- ۱۸۶۶) هم اتفاق وکړ. (۱۸)
 
۱۹: داسي هم سوي دي چي یوه کاتب حاشیه لیکلې وي او هغه بیا په متن بدله سوې وي داسي غلطیاني په بایبل کي ډيري زیاتي سته. (۱۹)
 
۲۰:  د عهدنامه قدیم (د پخواني تړون) د مستندو نسخو شتون هیڅ اعتبارنلري. (۲۰)
 
۲۱: د موجوده تورات زیاته برخه د حضرت موسی علیه السلام لیکنه نه ده، ددې لیکونکي ډیر زیات دي. (۲۱)
 
۲۲- په کوم وخت کي چي انجیلونه لیکل سوي دي په دې وخت کي د خدای په هکله توهم او خیالات ډیر وه، نو له همدې کبله د عیسائیت نشو و نما پر توهم او خیالاتو باندي ولاړه ده. (۲۲)
 
۲۳- په بایبل کي به کيدای سي د وحي رنګ ګډوي، خو اوس چي کومي نسخې و موږ ته پاتې دي هغه ټولي سره ټوټه ټوټه دي. (۲۳)
 
۲۴- د بایبل (عهدنامه قدیم) زیاته برخه د اسرائیلو پر محیط، د دوی پر عقلي او سیاسي تجربو باندي راڅرخي، په اصل کي د دوی هیڅ لیکوال هم نه دی معلوم چي چا لیکلی دي؟ په عمومي ډول سره داسي ویل کيږي چي انبیاء، پوهانو، مناجات لیکونکو، رسولانو او کاهنانو لیکلی دي چي په دې هکله هم لږ معلومات سته. (۲۴)
 
۲۵-  ددې نسخو اکثره لیکوالان نامعلوم دي په واقعیت کي، یا کيدای  سي په اصل کي د لیکوال اخلاص پکښې وي خو، اوسنی بڼه ئې درسته نه ده. (۲۵)
 
۲۶- په یهودو کي دا رواج وو چي یوه نسخه به ئې و پخواني نبي یا رسول ته منسوبول لکه حضرت موسی علیه السلام یا عزرا ته دا په یهودي ټولنه کي یو عادي کار ؤ، نو داسي ویلای سي چي دا کتابونه چي دوی ورته منسوب کړیدي په اصل کي دې خلکو نه دي لیکلي. (۲۶)
 
۲۷- د یهودو خیالي کيسې او لیکنې اوس بایبل سو !!!! (۲۷)
 
۲۸- د انجیلونو او کتاب اعمال په اصل کي د نوم ورکو کسانو لیکنې وې د دوی نومونه او هرڅه وروسته ورسره ضم سول. (۲۸)
 
۲۹- په ۱۹ پېړۍ کي ډیرو عیسایی علماء دا رد کړل چي یوحنا انجیل دی او دا دي د یوحنا لیکنه وي،او همدارنګه ئې وویل چي دا مشکله ده چي یو څوک دا معلومه کړي چي څلورم انجیل چا لیکلی دی؟ (۲۹)
 
۳۰- کله چي ودې مقدسو نسخو ته وکتل سي نو لکه چي ورسولانو ته ئې منسوب کړیدي هم هغسي توکي پکښې نسته. (۳۰)
 
۳۱-  کوم بایبل چي اوس زموږ سره شتون لری په همدغه شان بایبل په څلورمه عیسوی  پیړۍ کي موجود نه ؤ. (۳۱)
 
۳۲-  د بایبل هیڅ داسي نسخه شتون نلري چي خپله لیکوال لیکلې وي او هغه تصدیق کړې او یا مهر کړې وي. (۳۲)
 
۳۳-  د بایبل (۲۴۰۰۰) نسخې لیکل سویدي خو دوې نسخې ئې یو شانته نه دي.
 
۳۴- د هغه بایبل په سریزه کي چي د پاپ له لوری تصدیق سوی دی او په ټوله نړۍ کي زیات لوستونکي لري او محبوبیت لري  دا راغلي دي:
 
(دا څلور انجیلونه د حضرت عیسی علیه السلام ژوند پاڼه نه ده بلکې دا د عیسایانو خپل افکاراو تخیل دی.)
 
د حضرت عیسی علیه السلام نسب پاڼه چي په انجیلونو کي راغلې ده دا د حضرت عیسی علیه السلام درسته نسب پاڼه نه ده.
 
دا خبره شکمنه ده،چي څه چي په انجیلونو کي لیکل سوي دي او و حضرت عیسی علیه السلام ته منسوب دي چي دا دي په واقعیت کي د حضرت عیسی علیه السلام ویناوي وي که یا؟ (۳۳)
 
۳۵- بروس متزر وايي:
د نوي عهدنامې د یوناني نسخې ۵۸۴۷ نسخې لیکل سوي دي او دا نسخې ئې یو شانته نه دي، د اوسني نوي عهدنامې کتابونه په دې شان نه دي لکه په یوناني نسخې کي چي دي، ددې نسخې ۲۸۱۱ نسخې په واړه قلم لیکل سوي دي، په ۹ میلادي پیړۍ کي ۲۲۷۹ نسخې تحریف سوي دي، یواځې ددې نسخو۳۰ نسخې د۹ میلادي پیړۍ مخکي ویل کيدلې او بس. (۳۴)
 
۳۶- بارټ ډی ارمن  (Bart D. Ehrmann)  وایی:
کله چي موږ د بایبل یوه نسخه د بلې  نسخې سره مقایسه کړه نو یوې نسخې د بلې نسخې څخه د (۲۰۰۰۰۰- ۳۰۰۰۰۰) توپیرونه درلودل چي دا ډیر دي. په ۱۶۱۵ میلادي کال کي چي د نوی عهدنامې لومړۍ یوناني نسخه وړاندي سو ه ډیر داسي شیان پکښې وه چي په اصلي نسخې کي نه وه.
 
۳۷- ټيډي بيزا(Teddy Beza) وایی:
 
د بایبل د بازنطي او یوناني فاسدو نسخوڅخه په ۱۵۶۵ میلادی او۱۶۰۴ میلادي کال کي یوه تحریف سوې نسخه جوړه سوه چي ودې ته کنګ جیمږ بایبل (King James Bible) وایي.
 
۳۸- قسطنطين وان (Constantin Van Tischendorf) وایي:
 
کله چي موږ د نوی عهدنامې او سنۍ بڼه د اصلي نسخې سره وکتل نو(۱۴۸۰۰) بدلونونه پکښې راغلی وه، د بیلګې په ډول سره د حضرت عیسی علیه السلام په هکله مختلفی کيسې، په اصلي نسخې کي تثلیث نسته یعني لاندي لیکي پکښي نسته:
 
درې دي چي ګواهې ورکوي په اسمان کي: پلار، ځوی او روح القدس او دا درې سره یو دي. (لومړی لیک د یوحنا ۵: ۷- ۹)
 
په اصلي نسخه کي د یوحنا انجیل ۸ باب : ۱- ۱۲ پوري چي د یوې زنا کاري ښځې کيسه ده نسته.
 
د حضرت عیسی علیه السلام ختل و اسمان ته چي په مرقوس انجیل ۱۶ باب:۱۹ او همدارنګه  لوقا انجیل ۲۴ باب: ۵۰- ۵۳ او همدرانګه اعمال د رسولانو لومړی باب: ۹- ۱۱ په اصلی نسخه کي نسته.
 
که چیری موږ سینایي او واتیکاني (وطیقاني) نسخه سره مقایسه کړو نو ددې دوو نسخوپه منځ کي (۳۰۳۶) اختلافونه سته د بیلګې په ډول سره:
 
په انجیل متی کي- ۶۵۶ اختلافونه
 
په انجیل مرقوس کي- ۵۶۷ اختلافونه
 
په انجیل لوقا کي - ۷۹۱ اختلاقونه
 
په انجیل یوحنا کي - ۱۰۲۲ اختلافونه یو د بله سره لري.
 
۳۹- عیسایي عالم فاضل پروفيسربليک هارډ وایي:
 
که موږ ددې درو انجیلونو (مرقوس، متی، لوقا) و سلني ته راسو  نو ویلای سو چي:
 
د لوقا انجیل ۴۵٪ سلنه او د متي انجیل ۱۴٪سلنه د مرقوس انجیل  څخه اخیستل سوی دی، بیا د لوقا۲۵٪سلنه د متی د۲۳٪سلنه سره برابره ده، یواځی ۲۰٪سلنه د لوقا انجیل د نورو انجیلونو څخه بېل دی، او د متي انجیل د نورو څخه ۳۵٪سلنه بېل دی،نو موږ دا په جرائت سره ویلای سو چي کله یو انجیل لیکل سوی دی، نو هغه انجیل د بل انجیل لیکوال مطالعه کړی دی او پوره اخذ ئې ور څخه کړیدی یا په بل صورت یو انجیل د بل انجیل سرچینه ده.
 
۴۰- هانس کونګ (۳۵) (Hans Kung) پخپل کتاب Infallible کي وایي:
 
هیڅوک دا نسي ویلای چي د نوي عهدنامې کتابونه له اسمان څخه رانازل سوي دي، و بل لور ته موږ ویلای سو چي دا انسانانو لیکلي دي او له انسانانو څخه ئې سرچینه اخیستې ده، په ځانګړي ډول سره که موږ د لوقا انجیل ۱باب: ۱- ۵) وګورو:
 
ای خوږه تیوفیلوسه! ډېرو خلکو په دې لا س پوری کړی دی چي د هغه واقعات ترتیب واره بیان کړي چي کوم چي زموږ په منځ کي تیر سوي دي؛ بلکې هغوی موږ ته خبرې حواله کړي دي او چا چي دا واقعات  د سر نه پخپلو سترګو لیدلی وې او د زیری خادمان وه نو زه هم په خپل وار سره ای خوږه تیوفیلوسه! ستا د پاره د پوره تحقیق نه وروسته دا ټولې خبرې په ترتیب سره نقل کوم، دا ددې لپاره چي تا ته دهغه خبرو په هکله صحیح معلومات درکړم د کومو نه چي ته خبرکړی سوی ئې. ( د لوقا انجیل لومړی باب: ۱- ۵) (۳۶)
 
 
اړوند لیکني:
 
انجیل
تورات او زبور
د استاذ عبدالغفار جبیر صاحب سره مرکه
مناظرې
 
 
---------------------
1- Encyclopedia Britannica- 1946
2- Frank Moore Cross, from Epic to Canon: History and literature in Ancient Israel, Baltimore and  London, 1998, pp41- 42
3- how the Bible became a book? pp,124-126, 
 R.E. Clements, God and Temple, Oxford, 1965,pp>89- 95
 The Original Torah ,pp146-147 
4- Akenson ,Surpassing Wonder, pp>229- 243
5- The Bible The Biography: by Karen Armstrog-2009
6- Ezra1:10. Fishbane translation, ibid, p 66
7- Bruns, Midrash and Allegory, pp. 626- 627
8- Fishbane, Garments of Torah, pp 67- 69
 The invention of the Bible and Talmuds, New york, San Diego and London, 1998, pp. 89-90
9- The Bible The Biography: by Karen Armstrog-2009
 
10- The History of the Scripture through Ages-2005
11- The Bible The Biography: by Karen Armstrog-2009 
12- Akenson ,Surpassing Wonder, pp>229- 243
 A Collection of these Gnostic gospels was discovered at Nag Hammadi in Egypt in 1945
13- Fridricksen, Jesus p 19
14- what is scripture? 
15- On The Confusion of Tongues
16- What Really Jesus say?
17- The History of the Bibel 1990
18- The Origin of the Bible-1988
19- قاموس الکتاب،پاڼه ۱۲۵، لیکوال: ایس ایف خیرالله، خپرونکي مسیحی اشاعت خانه ۳۶ فیروزپورروډ لاهور-۲۰۰۸
20- American People*s Encyclopedia, vol. 3. 420
21- Dr.E.Sellier: Introduction to the Old Testament, English Translation by W. Montgomery, London 1923
22- John Lewis: Religions of the World Made Simple< London
23- Dr.Maurice Bucaille: The Bible, The Quraan and Science
24- The New Funk and Wagnall*s Encyclopedia, New York 1949
25- Stanley Cook: Introduction to the Bible 1956
26- Bratton*s History of the Bible
27- Collier*r Encyclopedia
28- Encyclopedia.Brit 1973
29- Collier*r Encyclopedia
New Catholic Encyclopedia
30- Encyclopedia.Brit 1973
31- Encyclopedia Amricana
32- Funk And Waggnall*s Encyclopedia>
33- The New American Bible, the new catholic translation
34- Text for the Newtestament/Bruece Metzger)
35- Dirctor: Institure of Ecumenical Studies- Germany
36- انجیل ، اول جیبي چاپ ۱۹۹۶ میلادي، پاکستان بایبل سوسایټی
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته