تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د کيمبریج پوهنتون د بیولوژي ماهرمسلمان سو
  تعلیم الاسلام
  October 2, 2017
  0

د کیمبریج پوهنتون د بیولوژی یو تکړه کس ډاویډ فوکس چي ملحد وو مسلمان سو.

 

لیکنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

اوله برخه

 
زه چي کله د یوه چا سره بحث کوم ، نو لومړی ورڅخه د مخصوصي رشتې پوښتنه کوم، یعني چي په څه شي کي مهارت لري، په فزیک، کیمیا، تاریخ، ادبیات، علم نجوم، فزیالوجي، امبریالوجي، سمندر پوهنه، جیولوجي، بیولوژي، الوهیات او نور.... هغه بحث اغیزمن دی چي د هغه شخص د علم او پوهې په دایره کي وسي، که هغه په فزیک پوهیږي او یو کس ورسره په ادبیاتو کي بحث کوي دا کومه اغیزه نلري.
 
بحث ډیر اوږد دی خو زه غواړم هغه نقطې روښانه کړم چي دی ملحد وو او څنګه یې د خدای وجود ومانه؛ او دده د هدایت سبب څه شي وګرځیدی.
 
لومړی بحث: د انسان د بدن حجرو ته الله پوهه ورکړیده
 
د انسان په بدن کي تر ۲۰۰ زیات ډولونه د حجرو (Cells) شتون لري، د اعصابو حجرې ځانته دي، د هډوکو حجرې ځانته دي، د وینې حجرې ځانته دي، د عضلاتو حجرې ځانته دي او داسی نور....
 
که چیري موږ پنځه پنځه حجرې د عضلاتو، د اعصابو، د هډوکو، د وینې، د رګونو سره کښیږدو نو دوی حرکت کوي او د وینې حجرې خپل ځانته سره نژدې کیږي، د اعصابو حجرې چي هر ځای وي خپله سره نژدې کیږي، د رګونو حجرې چي هر ځای وي خپله سره نژدې کیږي او داسی نور... یعني هره حجره د خپل جنس حجرو سره یو ځای کیږي، دغه پوهه چا ورکړیده؟ ایا دغه حجره کوم ماغزه او اعصاب لري؟ ایا دغه حجره کومې سترګې او مخ لري؟
 
ددې عقلي استدلال په اوریدلو سره ډاویډ فوکس وار خطاء او بیا هیښ سو، او خاموشه سو، دا هغه لومړی دلیل وو چي د خدای د وجود ځای دده په زړه او دماغ کي پیدا سو.
 
دوهم بحث: حجره څنګه انرژي تولیدوي؟
 
د ښاغلی ډاویډ فوکس سره زما بحث اوږد دی، له حجرې څخه بیا د سمندر و ژوو (حیواناتو) ته ولاړو، او په دې سرلیکونو باندي مو بحث سره وکړ:
 
Peace Treaty between fish
Food and Defense
Camp plague
 
انسانان ګرځي، حرکت کوي، تنفس اخلي، سترګې بندي او خلاصوي او نور حرکتونه کوي، انسان و انرژۍ  ته اړتیا لري، د همدې انرژۍ لپاره په حجره/ ژونکه (Cell) کي مایتو کوندریا (Mitochondria) شتون لري، چي د انسان د بدن لپاره د بریښناکوټ په شان انرژي تولیدوي، چي اکسیجن پکښې مهم رول لري، د انسان ددغه بریښناکوټ مرکز ۱۰۰/ ۱ ملی متره څخه اضافه نه دی، و دغې انرژۍ ته اې پي ټي (ATP) وایي، او د ضرورت په وخت کي ورڅخه کار اخیستل کیږي؛ ددې انرژۍ د پیداکیدو سرعت ډير زیات دی، یعني تقریباً ۱۰۰ بیلیونه حجرې بيله کومې وقفې یو میلیون (Adenozine Triphosphate) تولیدوي.
 
اوس مهمه خبره داده چي دغه مایتو کوندریا په دومري سرعت کي دومرې انرژي څنګه پیدا کوي؟ که دغه دنده و انسانانو ته ورکړل سي څومري انجینران به پکار وي چي بیله وقفې دومري انرژي په دومري سرعت سره پیدا کړي؟ چا دا توان پکښې ايښی دی چي مایتو کاندوریا ته یې ویلي دي چي په دومري وخت او سرعت کي دومري انرژي باید ضرورو تولید سي؟ 
 
دا د یوه منظم وزارت چي په سلهاوو انسانان پکښې کار کوي یوه ستره وظیفه ده، حال دا چي یو ځل خپله حجره څومرې وړه او بیا په حجره کي مایتوکوندریا څومرې وړوکې برخه ده چي دا ستره دنده تر سره کوي، ددې بنسټ چا ایښی دی؟ ولي درغلي نه پکښې کیږي؟
دا هغه سوالونه وه چي ډاویډ فوکس یې خاموشه کړ او د الله پاک د وجود اقرار یې وکړ.
 
الله جل جلاله په قرآن کریم کي فرمايي:
 
يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ. (سورت التغابن: ۱)
ژباړه: ټول هغه څه چي په مځکه کي دي او که په اسمانو کي دي د الله پاکي وايي. الله لره پاچاهي ده، والله ته حمد او ثناء ده، او الله پر هر شي باندي قادر دی.
 
د انسان په بدن کي چي څومرې حجرې دي ټولې د الله تسبیح وايي، د الله هغه وظیفه چي ورکړې یې ده هغه تر سره کوي، ترهغه وخته پوري چي الله کوم وخت ورته ټاکلی دی.
 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
-------------------------
پاته برخي دلته کلیک کړئ
 
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته