تازه سرليکونه
د (اسلام او ساينس) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بخښني اسلامي او روغتیايي ګټي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 29, 2018
  0

   ژباړن: محمد شفيق "حقپال" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

په قرآن کي یاد سوی یو اخلاقي صفت عفو او بخښنه ده: خُذِ الْعَفْوَ. (الاعراف ۱۹۹).
ژباړه: د عفوي کولو (عادت) ونیسه!

 

وَجَزَاء سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِّثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ (الشورى ۴۰).

څوک چي په دغه قراني حکم عمل ونه کړي ډیر ژر به عصبي کیږي او په لویه خطا به اخته سي، په داسي حال کي چي قرآن وايې: چي عفوه له انتقام یا کساد څخه بهتره ده، ځکه با ایمانه کسان بخښونکي اوصبرناکه وي:

 

وَالْكَاظِمِينَ الْغَيْظَ وَالْعَافِينَ عَنِ النَّاسِ. ( آل عمران ۱۳۴).

 

په ایمان لرونکو کي د بخښني خصلت له بې ایمانو څخه ډیر توپیر لري ، ځکه که یو څوک ادعاء وکړي چي یو څوک یې بخښلی دئ خو بیاهم تر یوه وخته پوري غصه ناک او خپه وي او زیار باسي چي خپل قهر کښينوي؛ په داسي حال کي چي د با ایمانه اومسلمان بخښنه مخلصانه وي، ځکه هغوی پوهېږي چي انسانان په دې نړۍ کي تل د خپلو تېروتنو څخه څه زده کوي نو بخښونکي او صبرناک وي، او ایمان لرونکي کله چي عفو کوي نو مقابل لورى یې خطا کار وي، اوکیدای سي چي ستر زیان هم د مقابل لوري څخه ورته رسیدلی وي خو دی د اللهﷻ لپاره بخښنه کوي او وایې چي هرڅه د الله عزوجل له لوري وي.

 

په امریکا کي د نوو څېړنو پربنسټ هغه کسان چي د بخښني قدرت لري له روحي او جسمي اړخه له روغتیا څخه برخمن وي.  

 

داکتر فريدريک لوسکين چي خپله دوکتورا يې د ارواپوهني په څانګه کي د استانفورد له پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده په سانفرانسيسکو کي یې په دوه سوه درو پنځوسو (۲۵۳) تنو باندې څېړنه کړې او دغه خلک يې شپږو مجلسونو ته چي هریو یې یو نیم ساعت وخت درلود راوغوښتل، عفوه او بخښنه یې ورته توصیه کړه، دغو کسانو له بخښنې وروسته ډیر لږ زیان ولیدئ او هم له جسمي اړخه  ښه وه، د بېلګي په ډول پر دوی باندې روحي فشار، د ملا دردونه ، د سردرد، بې خوبۍ او د ګېډې درد تر پخوا  لږ وو. 

 

 

د فریدریک لوسکين د ((ښه توب لپاره عفو)) په کتاب کي بخښنه د خوښۍ او روغتیا لپاره ډېره ښه نخښه ګڼل سوې ده. 


هغه لیکي چي عفوه پر هیله، صبر او پر ځان باوري باندې ډېره مثبته اغېزه کوي، هغه زیاتوي چي غصه پر جسم باندې ښکاره اغېزه لري، پرله پسې غصه د وجود د حرارت پر ناظم یا Thermostat باندي ناوړه اغېزه کوي. کله چي یو څوک په لږ خپګان یا غصې سره هم چي دوامداره وي عادت سي د نارمل او غیرنارمل سم توپیر نسي کولای، په دې حالت کي د ادرنالین کچه تل لوړه وي اوله هغه سره يې عادت کوي، د وجود اضافه ادرنالین سوځوي او منطقي فکر کول د ستونزو سره مخ کوي، چي دا په خپله د وضعي د خرابېدو لامل ګرځي. 

 

سربېره پردې داکتر لوسکين وایې چي د قهر او غصې په وخت کي  د ځېني انزایمونو لوړیدل د ويني فشار لوړوي. 

 

په یوه بله څېړنه کي چي په یو زرو پنځه سوو (۱۵۰۰) کسانو کي معلومه سوې په دینداره او با ایمانه کسانو کي روانې ستونزي او اروايې ناروغۍ لږ وي. داکتر هربرت هنسن چي دغه څېړني يې سرته رسولي وایي: عفوه د فیزیو لوژي یوه برخه ده ... که عفوه ونه کړې هغه مسئله به تا وخوري! د هار وارد په مجله کي په یوه خپره سوې مقاله کي لیکل سوي چي قهر او غصه د زړه لپاره ډېره زیان رسوونکي دي، ایچرکواچي دغه موضوع علماً جوته کړې ده، دده څېړنو ښوولي چي د ډېرعمر بدخویه او قهرجن سړي له خپلو معادل عمر لرونکو سړو څخه ډېر ژر زړیږي او د زړه په ناروغۍ درې برابره له هغوی څخه ډېر اخته کيږي، کواچي وایي چي دغه درې برابره د زړه د ناروغۍ خطر له ډېر قهر، کسات غوښتني، د جګړې غوښتني او سزا ورکولو له  حس سره په مستقيم ډول اړیکه لري .

 

څېړونکي پردې باور دي چي د روحي فشارونو له کبله د اکسیجن مصرف د زړه عضلې غټوي، د وینې د ټینګیدو او په پاي کي د زړه د حملې لامل ګرځي.

 

دغه راز قهر او غصه بې رحمي رامنځته کوي او په وینه کي د پروتینونو د پاړسوب سبب ګرځي، دغه پروتینونه د رګونو دیوالونه کلکوي او د زړه د ناروغیو امکان ډیروي.

 

څېړني ښيې چي قهر اوغصه د انسان روغتیا ته زیان رسوي، په داسي حال کي چي عفوه او بخښنه د روغتیا لپاره ګټوره ده،  د عفوي اساسي موخه باید د الله جل جلاله رضا وي، دغه علمي حقیقت په قرآن کي له زرګونو بېلګو څخه یوه بېلګه ده چي په قران کي نغښتى حکمت راسپړي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۲ ګڼه

سرته