تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دوې هالنډۍ مېرمني مسلماناني سولې
 
  June 28, 2016
  0

 دوې هالنډۍ مېرمني په خپله خوښه مسلماناني سولې  

 

راپور: مختار احمد احسان/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د ‫‏روژې‬ مبارکي میاشتي پر ۱۹مه (۲۰۱۶ز جون ۲۴) د ‫‏جمعې‬ تر لمانځه وروسته د ‫‏هالنډ‬ د ‫‏هارلېم‬ ښار د المحسينين په مسجد جامع کي دوو هالنډۍ مېرمنو په خپله خوښه ‫‏اسلام‬ قبول کړ او د شاوخوا ۲۰۰ تنو په حضور کي د اسلام په مقدس دين مشرفي سولې.

‫د جامع ‏امام‬ و مېرمنو ته د اسلام مبارک دین د قبولو له امله مبارکي وویل او زیاته يې کړه چي د دغه سپېڅلي ‫‏دین‬ د قبلولو تر ټولو مهم شرط د یوه تن رښتينې ‫عقیده‬ ده; د زړه له کومي يې باید ومني او هيڅ کوم شک پکښي ونه لري. دغه راز يې زیاته کړه چي د هري پوښتني او هر ډول اسلامي‫معلوماتو‬ د تر لاسه کولو لپاره ورتلائ سي.

مېرمني د مسجد جامع د ښځينه وو په برخه کي وې، پر مایکروفون يې په نوبت د امام سره یو ځای د ‫‏شهادت‬ کلیمه ولوستل او د ټولو حاضرو مسلمانانو له خوا يې د تکبیر په ویلو هرکلی وسو.

دا لومړی ځل نه دی چي غربیان د اسلام سپېڅلي دين ته زړه ښه کوي، بلکي په تکراري ډول په دغه مسجد کي هالنډیان ‫مسلمانان‬ سوي دي. اکثریت مسلمان سوي غربیان د رسنیو دوه مخي چلند دې ته مجبوره کړي وي چي د اسلام په اړه بې طرفه ‫معلومات‬ راټول کړي، له حقایقو يې ځان خبر کړي. ان دا چي یو شمېر يې د دغه مبارک دین د منلو تر حده رسيږي.
 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته