تازه سرليکونه
د (معاملات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رهن امانت غوندي دى
 
  March 10, 2016
  0
 
 
د رهن دوهم حکم دا دى چي رهن امانت غوندي دى ، مُرْتَهِن د رهن څخه د هيڅ ډول استفادې او کار اخيستلو حق نه لري ، څوک چي د يو شي څخه ناوړه ګټه اخلي يا ناحقه تصرف پکښي کوي هغه ته تَعدَي وايي .  

څوک چي په يو شي کي تعدي وکړي د هغه شي ضمان  پر راځي نو ځکه که مُرْتَهِن د رهن څخه کار اخيستى يا يې بل ته په عاريت ورکړي د رهن د ټوله قيمت ضمان پر راځي ، ليکن که مُرْتَهِن رهن رَاهِن ته په عاريت ورکړي هلته يې پر مُرْتَهِن ضمان نه راځي ځکه رَاهِن د شي څښتن دى که ځني ورک يا ضايع سي خپل شى يې له منځه ولاړ . 

مُرْتَهِن هر وخت کولاى سي چي رهن بيرته د رَاهِن څخه واخلي ، څه مهال چي رهن بيرته د مُرْتَهِن لاس ته ورسيږي نو بيرته يې ضمان پر مُرْتَهِن را ځي . 

د رهن ساتنه

د رهن دريم حکم د رهن حفاظت او ساتنه ده ، د رهن د ساتني مسئوليت پر مر تهن دى او د امانتي شي په شان حفاظت او ساتنه به يې کوي ، د رهن د ساتني خرڅ په مُرْتَهِن پوري اړه لري . 

مُرْتَهِن رهن پخپله هم ساتلاى سي او د خپلي ښځي ، اولاد او خصوصي خادم په لاس يې هم ساتلاى سي .
مُرْتَهِن حق نه لري چي د پورتنيو کسانو څخه پرته په بل چا رهن وساتي يا يې بل ته د امانت په ډول کښېږدي .

که مُرْتَهِن د يادو سوو کسانو څخه پرته په بل چا د رهن ساتنه کوي يا يې بل چا ته د امانت په ول وسپاري دايې په ساتنه کي تعدي ده او په تعدي د رهن د ټوله قيمت تاوان پر مُرْتَهِن باندي راځي.
 
 
-----------------------------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي دريم ټوک - معاملات

مخکنۍ ليکنه:

د رهن حکمونه

د رهن تړون
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته