تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د میلاد د ورځي په لمانځلو کي منکرات
 
  December 10, 2015
  0

رالېږونکی: خادم

د مشهور کتاب بهشتي زېور څخه/لیکنه: حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدائښت د حالاتو بیانولو ته مولود یا مېلاد وايي نو د نبي کریم علیه السلام حالات بیانول خو ثواب لري لکن نن سبا ډېر خرافات پکښي پیدا سوي دي نو پدې وجه يې کول روا نه دي په بعضي وختونو کي او ځني ځایونو کي ښځي هم مېلاد کوي او څه قسم چي نن سبا کیږي دا خرابۍ په لاندي ډول دي:

۱ . که ښځه ویونکي وي نو اکثر وخت ددې اوازونه دباندي دروازې ته رسیږي په نامحرمه خلګو خپل اواز اورول بد دی خصوصاً د شعر او اشعارو په ویلو کي د آواز د ډېري خرابۍ بیره ده .

۲ . او که سړی ویونکي وي نو ښکاره خبره ده چي دا سړی د ټولو ښځو محرم ندی د ډېرو ښځو به نا محرم وي که ده شعر او اشعار په  خوش اوازۍ سره وویل لکه نن سبا چي رواج دي نو ښځو د سړي غزل واورېدل دا هم منعه ده . 

۳ . روایتونه او کتابونه اکثره د ملاد د بیان د غلطو روایتونو څخه ډک دي نو ددې روایتونو ویل او کتابونه یې لوستل او اورېدل ټوله ګناه ده.

۴ . بعضي داسي اعتقاد کوي چي نبي علیه السلام پخپله دغه مجلس ته تشریف راوړی یو په دې وجه د پیدائښت د بیان په وخت کي ټول ودریږي پردې خبره په شرعه کي هیڅ دلیل نسته او د هر هغه خبري چي په شرعه کي ثبوت نه وي نو یقین کول يي ګناه ده او بعضو دا عقیده نه وي لکن ولاړه داسي ضروري بولي چي هر څوک ولاړ نه وي نو هغه ته ډېر بد او نا لایقه وايي . (فتاوای ابن حجر مکي صــ۵۸ـــ)

او خپله و دوی ته ووایه چي هر وخت په شرعه کښي درېدل ضروري ندي نو چي نن مېلاد کیږي مه پکښي درېږه نو هیڅکله يي د دوی زړه نه خوښوي او دا اعتقاد کوي چي تر څو ونه  درېږو مېلاد د سره نه کیږي هر شی چي په شرعه کښي ضروري نه وي هغه ضروري بلل دا هم ګناه ده .

۵ .د میټايي (خوږو ) یا د ډوډۍ تقسیمولو داسي پابندي ده چي هیڅ وخت نه ناغه کیږي او ناغه کولو کښي بد نامي او د نبي علیه السلام ناراضه کېدل بولي او هر شي چي په شرعه کښي ضروري نه وي نو د هغه پابندي کول هم بد کار دی . 

۶ . د مېلاد النبي صلی الله علیه وسلم په سامان برابرولو کښي یا په ویلو کښي ناوخته سي یا په میټایانو تقسیمولو کښي اکثر وخت لمونځ مکروه وخت ته ورسيږي دا هم ګناه ده .

۷ . که د چا عقیده خرابه هم نه وي او د ګناه کارونه ځني وسي نو بیا هم د ظاهري پابندي څخه د جاهلانو د پاره ضرور سند پیداکیږي نو هر کار څخه چي د جاهلانو د عقیدې د خرابوالي بیره وي او د هغه شي کول په شریعت کي ضروري نه وي نو دداسي کار پرېښول پکار دي (خصوصاً د بانفوذه شخص لپاره چي خلګ یې پیشوا ګڼي). (تنقیح الفتاوی الحامدیة صــــ۳۶۷ــدوهم ټوک )

نو ددې سببه د رواج سره موفق او برابر باید دغه کار ونه سي بلکه هر وخت چي دي  د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حالاتو د ویلو شوق وي نو معتبر کتاب راواخله وي ويې وایه او که څوک کتاب ویلاي نسي او اورېدل يي غواړي نو بېله دې چي ته محفل او اجتماع جوړه کړې صرف د کور خلګو ته او نورو څو دوستانو ته ئې هم  واوروه او که د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم و روح مبارک ته دي یو شی ثواب بخښل مقصد وي نو یو بل وخت و مسکینانو ته یو شی ورکړه یا ډوډۍ ورکړه بیا نو ثواب و نبي علیه الصلاة والسلام ته وروبخښه ښه کار هیڅوک نه منع کوي مګر بې طریقې کول يي ګناه لري.
-----------------------------------------
ماخذ: بهشتي زېور: ج۲، ص ۷۵۵ (جزء ۶)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته