تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعي عجیبي ګټي
  تعلیم الاسلام
  October 9, 2017
  0

لیکنه: علی الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2015-01-20

مطالعه له خپله ځانه سره یو لړ ګټي لري چي له ځینو څخه به یي لاندي بحث وکړو.
 
۱: د مهارتونو زیاتیدل: که چیري موږ مطالعه ولرو نو مهارتونه به مو قوي سوي وي . ځکه مخکي تر مطالعي چي کله موږ د ناخوالي او ستونزي سره مخ کیدو نو به مو د هفتي هل او جواب یواځي په خپل ذهن او فکر باندي کوي. خو له مطالعي وروسته  زموږ پر فکر او مهارتونو د کتاب د لیکوال فکر هم ور اضافه سو. مغلقتیا راته آسانه او پر ستونزو بری راته نژدي سو.
 
 ۲: د الفاظو ‌ډیریدل: له مطالعي څخه موږ مختلفي اصطلاحګاني او الفاظ اخلو. د لیکوال د خبرو طرز د جمله بندۍ او د لغاتونو کارونه ګورو. نو کله چي موږ خبري کوو مسلکي او پوه ښکارو او کولای سو چي په ډیره ساده توګه سره په مترادفه او غیر مترادفه الفاظو سره خلګ وپوهوو او خپل د زړه خبره د ژبي پواسطه تر دوي ور ورسوو. او ددوي درک او فهم زموږ په هکله سم او سالم کړو.
 
۳: نوښتګر او ابتکار راوړونکي به سي: په یوه یا څوبرخوکښي بیل، بیل موضوعات مطالعه کړي نو به په دي و توانیږي چي په ژوند کښي نوی ابتکار رامنځته کړی. د هرعالم او لیکوال یو کتاب چي تاسي یی نن ویني دا دزیاتو مطالعاتو او تجربو څخه د څرک اخیستلو یو ابتکار او نوښت دی. نو ډیره مطالعه وکړي تر څو هر ډګر او هرمیدان مو په نوښت زرغون کړی وي. 
 
۴: له تیروتنو مو لیري ساتي: که چیري تاسي په خپل مهالویش کښي مطالعه زیاته کړۍ. نو وبه کولای شي چي خپلو خطاګانو او تیروتنو ته د پاي ټکي کښیږدي. فرض کړي داسي کوم کار درته وسپارل سو چي تاسي ورسره د نه مخامخ کیدو له امله تجربه نلري نو په بیړه ځان د کتابونو تر صفحو ور ورسوي تر څو درسره امداد او کومک وکړي. یا کچیري نسي کولای چي خپل وخت منظم کړي او یا هم اداري کنټرول لاس کي واخلی نو په ډیره بسیطه او اسانه سره د کتابونو د مطالعي په مټ وخت منظم او اداره کنټرولولی سي.
 
ځیني کسان له دي شکایت کوي چي د مطالعي پر وخت مو څه په یاد او ذهن کښي  نه کښیني شاید تاسي هم له دا کسانو څخه واوسي. که چیري موڅه ذهن کي نه کښیني نودا کومه د تشویش خبره نده ځکه دا مهمه نده تاسي دي ټول لوستي شیان یاد وساتي خو که تاسي له داسي موضوع سره مخ کیږي چي تاسي مطالعه کړي وي نو له تیروتني وژغورل سي.
 
۵: حافظه قوي کوي: د حافظي د قوت لپاره هیڅ داسي درمل نشته چي وکولای سي چي حافظه قوي کړي. هغه درمل چي تاسي یی دماغ یا د حافظي د زیا تولو لپاره استعمالوي حقیقت کي ګټه نلری ځکه که چیري یی ګټه درلودلی نو به هر څوک علامه، نابغه او په امتحان کي د سلو نمرو وړونکي وای. البته دا درمل ذهن ارامه وي، تشویش لیري کوي او ذهني فشار له منځه وړي خو نور علیده مفاد نلري. نو د طبي څیړونو پایله دا ښیي چي زیاته مطالعه او مغلق موضوعات کولای سي د الزایمر د ناروغۍ لپاره ښه علاج دي. هر څومره چي مطالعه زیاتیږي هغومره مو ذهن پراخیږي.
 
۶: مطالعه یو ښه تفریح ده: مونږ نن په یوه داسي ټولنه کښي ژوند کوو چیري چي هره ورځ لږ تر لږه دري د جنګ خبرونه اوریدل کیږي که چیري تاسي د ټولي ورځي د کاري ستوماني څخه وروسته کور ته راوګرځي او رسینو د لاري د جنګ خبرونه ستاسي غوږو ته ورسیږي نو ستوماني، خستګي او ذهني فشار به مو څو چنده سي که تاسي ددي په بدل کښي یو ښه کتاب مطالعه کړي نو سکون او ارام به تر لاسه کړي. ان شاءالله.
 
ډیر خلګ د تفریح لپاره ګیمونه او فلمونه استعمالوي حال دا چي هغه ډیر منفي تاثیرات پر ذهن غورځوي. پیسي مصرفیږي او وخت عبس تیریږي. که تاسي ددي ټولو پر ځاي یو کتاب واخلي نو هم به مو وخت نه وي ضایع کړی او هم به مو ذهن او علم انکشاف وکړي.
 
------------------------------------
 مطالعه باید څنګه را پیل کړو؟
 مطالعه د روح غذا ده
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته