تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له کور څخه د ښځي د وتلو شرطونه
 
  November 8, 2015
  0


رالېږونکی: خیال محمد خادم/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 (۱): باید له سره تر پښو مکمل حجاب مراعات کړي.

(۲): باید له ښائسته جامو څخه ډډه وکړي .

(۳): باید له نازکو جامو څخه ډډه وکړي .

(۴): باید له تنګو جام څخه ډډه وکړي .

(۵): باید د کفارو له مشابه جامو څخه ډډه وکړي .

(۶): باید د نارینه له جامو څخه ډډه وکړي .

(۷): باید له آوز لرونکو جامو څخه ځان وساتي .

(۸): باید د میړه له اجازې پرته ونه وځي .

(۹): باید د خوشبویی (عطرو) له استعمال څخه ډډه وکړي .

(۱۰): باید په خیال ، ناز او نزاکت تګ ونه کړي .

(۱۱): باید د لاري پر یوه اړخ تګ وکړي (د لاري پر منځ ولاړه نسي )

(۱۲): باید له ډېر ضرورته پرته د پردیو نارینه وو سره خبري ونه کړي .

(۱۳): باید د ضرورت په وخت کي په لوړ آواز خبري ونه کړي .

(۱۴): باید د خبرو پر مهال د پردیو خلګو سره تبسم او خندا ونه کړي.

(۱۵): باید پردیو خلګو ته عاشقانه ونه ګوري .

(۱۶): باید د پردیو خلګو سره ګډه نه سي (اخلاط ونه کړي ).

(۱۷): باید له محرمو پرته چاته لاس ورنه کړي .

(۱۸): باید بې ضرورته له کوره ونه وځي .

(۱۹): د مریضۍ په وخت کي ښځينه ډاکټري ته ولاړه سي که هغه نه وي نو ډاکټر ته د علاج پرمهال خالي ناروغ ځای ښکاره کړي. 

(۲۰): باید د دم، تعویذ او دعا په وخت تعویذ ګر او پیر ته ځان ښکاره نه کړي ، ځکه دا شیان د مخ ښکاره کیدو سره هیڅ ارتباط نه لري.

(۲۱): باید فال ګر ته ولاړه نسي چي د څلویښتو ورځو لمونځ یې تباه کیږي. (مشکوة شریف باب الکهانة مخ ۳۹۳)

(۲۲): باید له ځینو محرمو سره لکه زوم که لذت او خوند منځ ته راتی له لاس ورکولو څخه ډډه وکړي ځکه تر طلاق لو مشکل مینځ ته راځي چي هیڅ حل نه لري ، دا بحث د فقهي په کتابو کي تفصلي راغلی دی. 

(۲۳): باید له هغو ښځو څخه ځانونه لیري وساتي چي د ښایستو ښځو بیانونه نورو خلګو ته کوي .
 
(۲۴): د کور څخه د وتلو پر وخت د محرم نارینه سره وتل بهتر دي ځکه نن سبا اهل فتنه کسان زیات دي.

(۲۵): محرم : د ښځي هغه نارینه قریب ته ویل کیږي چي تل یې نکاح ورسره حرامه وي. (اخښی او لېور نامحرمه دی).
 
ماخذ: د قران له نظره د ښځو د مخ پټولو ارزښت،  د زیاتونو سره
 

 نیکمرغه مېرمن

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته