تازه سرليکونه
د (نيکمرغه مېرمن) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خاوند د دوستانو څخه ستر نه کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 19, 2018
  0

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي صاحب / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موږ وليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ښځو سره څنګه بيعت کاوه، د ښځو سره يې بيعت فقط د خولې په خبرو سره ؤ بېله دې څخه چي لاس يې ونيسي، حال دا چي د نارینه سره بيعت داسي نه ؤ، نو دا پردې دلالت کوي چي د يوه نارينه  د پاره و پردۍ ښځي ته لاس ور وړل نه دي روا او پر دغه مسئله د مسلمانانو د علماوو اختلاف هم نه دى را معلوم، بلکه ټول دغه کار ناروا بولي، بېله هغه د ضرورت د وختو څخه لکه د ډاکتر معاينه يا د غاښ کښل او داسي نور شرعي ضرورتونه او دا چي د ښځو سره مصافحه يا په لاس ستړې مسې کيږي دا هيڅ ضرورت نه دى، عُرف او اصطلاح د شرعي و هغو احکامو ته چي په کتاب الله او سنةِ رسولِ الله صلی الله علیه وسلم  سره ثابت وي هيڅ تغير نه سي ورکولاى.


دغه نن ورځ چي د ورېنداري مخ د عُرف او اصطلاح په نامه سره و لېوره يا د مېړه ونورو اقرباوو ته لڅ دى حرام او ناروا کار دى، آيا رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه فرمايي: «اَلحَموُ اَلمَوتُ» يعني: د مېړه اقرباء لکه د مېړه ورور، اکا، ماما، د اکا زامن، د ماما زامن او داسي نور، د ښځي دپاره مرګ دى، يعني: نسبت و نورو پرديو خلکو ته د دغو اقرباوو څخه په آسانۍ سره د شر د پېښېدلو امکانات سته، آيا موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه امر تر خپل عُرف او اصطلاح پوري هيڅ نه بولو؟ حال دا چي ځانو نه مسلمانان هم بولو. 

آیا دا د افسوس ځای نه دی؟ چي د مسلمانانو په کورنیو کي پېغله خور، د ځوان ورور په حضور، یا ځوانه ورېنداره د ځوان لېوره په حضور کي پتلون یا چسپ او نیم لڅ غوندي لباس او کالي اغوندي، ځان جوړوي، د سر ورېښتان قسم قسم جوړوي، عطر استعمالوي او دغه کورنۍ بیا هم د فتنې او فساد څخه نه بېریږي؟ آیا دوی خپل ځانونه تر اسلامي شریعت پوه بولي؟ زه به نوره تبصره نه کوم خو دغه یوه قصه واوری:

 

 یوه عالِم چي د دغسي موضوعاتو په باره کی یې خبري کولې د خپل وعظ او نصیحت په منځ کي دغه قصه بیان کړل: عالِم و ویل زه د خپلو نورو ملګرو سره په رېل ګاډۍ کي په سفر تلم چي یو سپین پوسته سړﺉ چي سپین قمیص، پتلون او نېکټایي یې اغوستي وه را وختی او زما د کُرسۍ پر مقابل په هغه بله  کُرسۍ کي کښېنستی زه د خپل کتاب په مطالعه مشغول وم او ده پرله پسې ما ته کتل، کوم وخت چي ما و ده  ته وکتل داسي معلومېدی لکه دﺉ چي زما د کتلو په انتظار کي ؤ او را ته و یې ویل: یا شیخ داسي ښکاري لکه ته چي  عالِم او د اهلِ دین څخه یې او زه یوه پوښتنه لرم آیا اجازه راکوې چي هغه پوښتنه در څخه وکړم؟ ما ویل: هو په دلاوري سره خپله پوښتنه کوه ده و ویل: آیا دا صحي ده چي اسلام و ښځي ته دا اجازه نه ورکوي چي د نارینه سره دي په تعلیم او نورو وظیفو کي بېله ستره یا حجابه ګډون او اشتراک وکړي؟ ما ویل هو. 

 

ده ویل: ولي؟ ما ویل: دا کار په اسلام کي په آیات او حدیث سره منعه دی او بیا مي د دغه موضوع په باره کي نور شرعي دلایل ور ته بیان کړل، په دغه باره کي زما او د ده خبري ډیري اوږدې سوې څو په آخر کي ده را ته و ویل: اصلاً د نارینه او ښځو په ګډ ژوند کي پر هر انسان د خپل ځان کنټرولول لازم دي او کوم وخت چي صبر او کنټرول موجود سي بیا نو د نارينه او ښځي د ګډون څخه کوم ممانعت نسته، دا چي یو انسان خپل ځان کنټرول کړي بیا نو اختلاط یا ګډ ژوند څه پروا لري؟ ده په خپلو خبرو کي دغه د ځان د صبر او کنټرولولو جمله څو واره تکرار کړل ما د خپله ځانه سره و ویل: دغه نفر د هغو کسانو څخه دی چي الله جل جلاله د هغو په باره کي فرمایي: 

(فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَٰكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ) [الحج: ۴۶] 
یعني: د دوی ظاهري سترګي نه دي ړندې مګر د دوی هغه زړونه چي په سینو کي دي ړانده دي.

 

دغسي کسان په شرعي نصوصو او دلایلو سره پر لار نه برابریږي، نو مي د ده د قانع کولو د پاره یوه بله لار، یا بله حیله اختیار کړه، هغه دا چي د خپل بکس څخه مي یوه دانه لیمو را وایستی او په چاړه مي دوه درې ځایه کړی او بیا مي و ده  ته و ویل: په صدق او وجدان سره قسم درکوم چي بېله حق څخه به بل څه نه وایې او حق د دې حقداره دی چي متابعت یې وسی، آیا د دغه لیمو په پرې کولو سره ستا په خوله کي ناړي نه سوې پیدا؟ زموږ په اصطلاح خولې دي اوبه ونه کړې؟ سړي ویل: هو. 

 

ما ویل: هغه صبر او د ځان کنټرولول چي تا په تکرار سره یادول څه سوه؟ چاړه او لېمو زما په لاس کي وه او لېمو ما پرې کړی ستا خولې ولي اوبه وکړې؟ ده ویل: کوم وخت چي یو تریو شئ د چا مخ ته پرې کیږي خامخا یې خوله اوبه کوي، ما ویل: کوم وخت چي سترګي څلور سي او غوړي د لمر و مخ ته کښېښوول سي خامخا ویلي کیږي، نو د اختلاطه څخه خامخا فساد پېښیږي او شیطان د انسان د ویني په رګو کي ګرځي او نفس خامخا انسان په بده سره امر کوي، الله جل جلاله فرمايي:

 

(إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي) [یوسف: ۵۳]
یعني: بېشکه چي نفس خامخا او هر وخت په بدي سره امر کونکی دی، بېله هغه نفسه څخه چي زما رب مهرباني پر کړې وي. 

 

ــــــــــــــ

له ښځو سره د لاس روغبړ

 

 

سرته