تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د لمر د سايې په ذريعه د قبلې معلومېدل
 
  September 5, 2015
  0

سيد عبدالرحيم "حسيني"

سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

دا طریقه ډېره اسانه او درسته ده؛ خو یواځي د درست کال په دوو ورځو کښي د لمر د سايې په ذريعه قبله معلومېدای سي.

وضاحت يې داسي دی:
د مکې مکرمې عرض البلد ۲۱:۴۴۹ دی او د هر کال د جوزا په شپږمه او د سرطان په څلورویشتمه نېټه د لمر مَیْل (آسماني عرض البلد) هم دغومره وي؛ نو ځکه لمر په دغو دوو تاریخونو عيناً د مکې معظمې پر سر وي. په دغو ورځو، چي کوم لور ته لمر ښکاري، هغه لور ته به قبله وي. په دغه وخت کي که د یوه عمودي څیز سایه کوم لور ته وي، د هغه مخالف لور به قبله وي.

اول: د جوزا پر شپږمه نېټه قبله معلومول:
د مکې معظمې د نصف النهار وخت په دغه تاریخ ۱۲ بجې او ۱۷ دقیقې دی؛ نو د افغانستان د معیاري وخت پر یوه بجه او ۴۷ دقیقو به لمر پر مکه شریفه ولاړ وي.

دوهم: د سرطان پر څلورویشتمه نېټه قبله معلومول:

د مکې معظمې د نصف النهار وخت په همدغه نېټه ۱۲ بجې او ۲۶ دقیقې دی؛ نو د افغانستان د معیاري وخت پر یوه بجه او ۵۶ د قیقو باندي به لمر د مکې معظمې پر سر ولاړ وي.

د نوي علم هیئت پوهان ټول پر دې فارمولې باندي متفق دي او د عقل او تجربې څخه هم دغه نتيجه را ایستل کېدای سي.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۵ ګڼه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته