تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مطالعې لپاره د ویښ پاته کیدو ۱۰ طریقې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 3, 2016
  0

 رالېږونکی: کریم الله، هرات

د مطالعې لپاره د ویښ پاته کیدو ۱۰ طریقې:

 
۱: کله چي خوب غلبه وکړي دباندي هوا ته وتل د خوب حالت لیري کوي.
 
۲: کله که بیا خوب ډېر درباندي غالبه سي نو اودس او یا غسل او یا همداسي اوبه پر ځان اچول به خوب درڅخه لیري کړي خو اودس کول ښه کار دئ.
 
۳: نرم شی که د خوراک وي او د چښاک خوب لیري کوي.
 
۴: د خوني بدلول یا له یوه ځایه څخه بل ځای ته تلل هم د خوب د له منځه وړلو لپاره مجرب عمل دئ.
 
۵: د خپل ملګري سره خبري کول، که مخامخ وي او که په ټیلیفون کي وي.
 
۶: په لوړ اواز سره د قرآن کریم تلاوت کول به هم خوب درڅخه یوسي. دا یې تر ټولو ښه او د ثوابه ډک عمل دئ.
 
۷: هغه شعرونه په لوړ اواز سره ویل چي ستا د خوښي سره برابر وي.

 
۸: که د ناستي ځای بدل سي هم به ویښتیا زیاته سي.
 
۹: پر پښو باندي  تګ کول او یا هم لوړ ځای ته ختل به دي خوب له منځه یوسي (یا ځیني ورزشي حرکات کول).
 
۱۰: کله کله یو کتاب هم سړی خسته کوي نو که چیري کتاب بدل سي او د بل کتاب مطالعه وکړل سي نو دا هم د ویښ اوسیدو لپاره ښه دي.
 
د تعلیم الاسلام راډيو د یوې خپروني څخه
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته