تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اولادونو لپاره خپل آخرت مه خرابوئ
  تعلیم الاسلام راډيو
  March 20, 2018
  0

عبدالرحمن  "محمود" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د خپلو اولادونو له پاره خپل آخرت مه خرابوئ، الله  جل جلاله  فيصله کونکى ذات دى.


کله چي د خليفه أبوجعفر منصور سره بيعت وسو او د خلافت پر مسند کښيناست، د خپل وخت مشهور او پرهيزګاره عالم مقاتل ابن سليمان  رحمة الله علیه  ورته راغى.


منصور ورته وويل چي وعظ او نصيحت راته وکړه، مقاتل ابن سليمان ورته وويل، چي اې أميرالمومنينه! په نصيحت کي هغه څه درته ووايم چي تا أوريدلې دي او که هغه څه درته ووايم، چي تا ليدلي دي؟ منصور ورته وويل. چي هغه څه په وعظ کي راته ووايه، چي ما ليدلي دي؟ 

 

 امام مقاتل  رحمة الله علیه  ورته وويل اې أميرالمؤمنينه! عمر ابن عبدالعزيز ته الله  جل جلاله  يوولس اولادونه ورکړې وه أو ميراث ئې اأتلس دنانير پرېښود، چي په پنځه دنانير ئې تکفين وسو، په څلور دنانير ورته قبر رانيول سو او پاته دنیارونه ئې پر اولاد تقسيم سول.

 

او هشام ابن عبدالملک يوولس زامن درلودل او په ميراث کي ئې هر يوه ته لس لکه (يوميليون) دنانير پريښودل، قسم په الله رب العزت کوم، اې أميرالمؤمنينه! چي ما په يوه ورځ کي د عمر ابن عبدالعزيز زوى هم وليده او د هشام زوى مي هم وليدی، د عمر ابن عبدالعزيز زوى سل آسونه صدقه کړه، د جهاد له پاره د الله جل جلاله په لاره کي او د هشام زوى مي هم وليدی، چي په بازارونو کي ئې سوال کاوه.

 

عمر ابن العزيز چي کله صاحبِ فراش سو او د ژوند وروستى شېبې ئې وي، خلکو پوښتنه ورڅخه وکړه، چي د خپل اولاد له پاره دي څه پريښودل، هغه په جواب کي ورته وويل، چي" ترکت لهم تقوى الله " يوازي تقوى مي ورته پريښودل، که چيري دوى صالحين وه، نيکان وه؛ نو الله  جل جلاله خپله د نيکانو مل دى، او ساتنه ئې کوي او که چيري دوى نيکان نه وه، فاجرين أو بد عمله وه، نو نه غواړم چي داسي څه ورته پريږدم، چي دوى ته پر ګناه قدرت ورکړي.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۲۳ ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته