تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نوي خپرونو مهالویش
 
  June 29, 2015
  0

اداره

تعلیم الاسلام راډيو د تل په څېر په دې مبارکه میاشت کي د روژې په اړه مختلفي اسلامي خپروني ترتیب کړي دي، هیله ده چي خپله اسلامي اړتیا په پوره کړو.

د روژې د مبارکي میاشتي د ځانګړو خپرونو نوملړ په لاندي ډول دی:

د بري په لور
په ژوندۍ بڼه پر بیلابیلو موضوعاتو د اوریدونکو اصلاحي نظرونه 

سُبُلَ السَّلام
د روژي بیلابیل او کټور معلومات او د علماء کرامو لنډ وعظونه د سبل السلام د خپروني له لاري 

د روژې پیرزویني
د روژې اړوند ښائسته مضامین ګټور معلومات او په زړه پوري شعرونه د همدي خپروني له لاري په ژوندۍ بڼه شریکولای سی

روغتیا ته بلنه
 په روژه کي د روغتیا ساتني اړوند معلومات او لارښووني د ډاکټرانو لخوا د همدي خپروني له لاري اوریدلای سی

د کوثر چینه
په همدې خپرونه کي د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ترک سوو سنتو او اعمالو فضائل او ګټي وړاندي کیږي

د خلاصون سپر
پر صدقې او زکات ورکولو باندي د اورېدونکو نظرونه او د علماؤ سره مرکې 

مزاج او علاج
د روژي په مبارکه میاشت کي د ځینو خلګو ناوړه عادات او علاج يي 

الهي انعام
د روژې د مبارکي میاشتی د  دریو  لسیزو یعني رحمت ، مغفرت او د اور څخه د خلاصون په اړه د علماء کرامو سره ځانګړي 
مرکي 

د اکابرو رمضان 
ددې خپروني د لاري د رسول الله صلی الله علیه وسلم، د صحابه کرامو، تابعینو، تبع تابعینو او امامانو رضي الله عنهم  د روژې عبادات بیانیږي

د بندګۍ راز
د همدې خپروني له لاري د الله جل جلاله څخه د مغفرت ، تضرع ، عاجزې او مسنوني دعاګاني اوریدلای سی

د روژي حکمتونه
د روژي د مبارکی میاشتي احکام او فضائل بیانیږي

د روژې فضائل
د روژي د مبارکي میاشتي فضائل او ګټي بیانیږي


د تعلیم الاسلام راډیو د روژې د میاشتي د خپرونو مهال ویش (PDF)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته