تازه سرليکونه
د (خبرتياوي) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مولوي عنایت الله علمي
  تعلیم الاسلام
  May 31, 2015
  0

د روان کال د جوزا پر دریمه د سعودي څخه مشهور عالم الحاج مولوي عنایت الله علمي صاحب د تعلیم الاسلام راډیو په دفتر کي خصوصي مېلمه وو، تر ناستي او طعام خورۍ وروسته د محترم علمي صاحب او د تعلیم الاسلام راډیو د مشرتابه او همکارانو ترمنځ ښه علمي مجلس ترسره سوو.

د تعلیم الاسلام راډیو همکارانو د محترم مولوي صاحب د خدمتونو او د تعلیم الاسلام راډيو سره د همکارۍ ستاینه وکړه.

محترم مولوي عنایت الله علمي صاحب د تعلیم الاسلام راډيو د خدمت په اړه زیات خوښ وو او راډیو ته یې خپلي نوي خپروني هم هدیه کړې، چي تعلیم الاسلام اداره ور څخه مننه کوي او ددوی په عمر او علم کي د برکت دعا کوي.

په درنښت
اداره
 
پدې مجلس کي د محترم مولوي علمي صاحب یوه وینا:
 
هراړخیزه ټولنیز خدمت
===============
یو ډول خدمت داسي وي چي یوې طبقې خلګو ته وي، بل ډول خدمت بیا ټولنیز خدمت وي چي د هري طبقې خلګ په هر ځای کي استفاده ور څخه کوي. تعلیم الاسلام راډیو یو ډېر لوی ټولنیز خدمت کړی دی چي مختلف کسان یې په مختلفو ځایونو کي اوري. (مولوي عنایت الله علمي، کندهار، تعلیم الاسلام راډيو دفتر۱۴۹۴/۳/۳)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته