اداره
الحمدلله دا دی د تعلیم الاسلام راډیو اوومه (۷) څانګه د روان کال (۱۳۹۵/۱۰/۸) نيټه چي د چهار شنبې ورځ کیږي، د مازيګر پر ۳:۳۲ دقیقو د کندهار په لرغونې ولسوالۍ سپین بولدک کي پر ۸۸،۹ ایف ایم څپو خپل امتحاني نشرات پیل کړل.
تعلیم الاسلام راډیو فعلاً ۷ څانګي لري چي په زابل ولایت کي يې تیره میاشت (۱۳۹۵/۹/۱۳) شپږمه څانګه فعاله کړل او د ولس د تود هرکلي سره مخ سوه.
ددې لاري اوس په هر کور کي دیني، معلوماتي او تربیتي خپروني شروع او بې شمېره نارینه، ښځينه او ماشومانو ته د کور دننه د دیني زده کړو اسانتیا برابریږي.
د تعلیم الاسلام راډیو څانګي:
تعلیم الاسلام راډیو کندهار (مرکز) ۸۹.۷ FM
تعلیم الاسلام راډیو هلمند (څانګه) ۸۹.۵ FM
تعلیم الاسلام راډیو ارزګان (څانګه) ۸۸.۲ FM
تعلیم الاسلام راډیو ننګرهار(څانګه) ۹۱ FM
تعلیم الاسلام راډیو فراه (څانګه) ۶.۸۹ FM
تعلیم الاسلام راډيو زابل (څانګه) ۸۹،۳ FM
تعلیم الاسلام راډيو بولدک (څانګه) ۸۸،۹ FM
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
تعلیم الاسلام دارالافتاء
تعلیم الاسلام للبنات (د انجونو مدرسه)
تعلیم الاسلام للذکور (د هلکانو مدرسه)
تعلیم الاسلام مجله
تعلیم الاسلام مطبعه
تعلیم الاسلام طلايي لړۍ
تعلیم الاسلام انلاین مدرسه
ستا ټولو څخه هیله کوو چي د تعليم الاسلام ادارې همکاران خپلو دعاګانو کي یاد وساتی او ددې اسلامي ادارې سره خپل علمي، مالي او اخلاقي مرستي وکړی. جزاکم الله خیراً
وبالله نستعین.
په بولدک کي د تعلیم الاسلام راډيو د انتن د نصبیدو منظر
-------------------------------------