تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د هغه جذبه !
 
  April 1, 2015
  0
محمداسماعیل ''مخلص''

سره پټۍ يې تر سر تاو کړه په ډېر غرور او خيال د ايمان په وسله سمبال د اسلام په مينه مست د يوه داسي سېل په شان چي ډېر کلک بندونه نه سي ورته ټینګېدای د کفر په لښکر ورګډ سو خلګ پوه سول چي اوس به تر مرګه جنګيږي ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې هغه تېره توره پدې شرط اخيستې وه چي حق به يې ادا کوي د احد په غزا کي پداسی مېړانه وجنګېد چي هر مشرک به يې مخ ته راتلی ځای پر ځای به يې واژه او د کفر لښکر يې تار په تار کړ، د کفارو هغه ډېر زړور جنګيالي به يې په مخکي داسي لوېدل لکه د طوفان په مخکي چي پاڼي توييږي دغه بهادر مېړنی او زړور د رسول مقبول صلی الله علیه وسلم صحابي حضرت ابودجانه رضي الله عنه وو.  
 
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه                       
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته