تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
رښتیا او درواغ
  تعلیم الاسلام
  December 8, 2015
  0
لیکوال : نثار احمد صمد
 
 الله تعالی په قرآن کي د مؤمن د اساسي خاصیتونو په هکله داسي فرمایی، ژباړه: اې مؤمنانو ! ولي هغه څه وایاست چي پخپله یې نه کوﺉ؟ د الله تعالی په نزد تر ټولو متنفر شی دا دی چي هغه څه چي وایاست خو کوی یې نه » ( الصف : ۲ ـ ۳ ) 
 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل سوه چي « آیا یو مؤمن بد بخت کیدای سي؟ ورته ویې فرمایل چي هوکې. ورڅخه وپوښتل سوه چي آیا یو مؤمن ډارن او بې زړه کیدای سي؟ ورته ویې فرمایل چي هوکې. او بیا ورڅخه وپوښتل سوه چي آیا یو مؤمن درواغجن کیدای سي؟ ورته ویې فرمایل چی یا » په بل روایت کي راغلي چي یو سړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورغلی او داسي یې ورڅخه وپوښتل : « اې د الله رسوله صلی الله علیه وسلم ! زه په حقیقت کي په پټه درې ګناهونه کوم: یعني شراب څښم، زنا کوم او درواغ وایم. نو راته ووایه چی د دغو څخه کوم یو یې ترک او خوشي کړم؟ ورته ویې فرمایل چي: درواغ پرېږده. سړی هم ولاړی او وروسته یې زنا ته شوق وسو خو د ځان سره یې فکر وکړ چي زه به د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته ورسم او هغه به راڅخه وپوښتي چي آیا زنا دي کړې ده؟ که زه ورته ووایم چي هوکې، نو هغه به سزا را کړي. او که ورته ووایم چي یا، نو خپله ژمنه به مي ماته کړې وي یعني درواغ به مي ویلي وي. ځکه یې نو د زنا څخه ډډه وکړه او د شرابو په باره کي یې هم کټ مټ ځان را ټول کړ. وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلی او داسي یې ورته وویل: اې د خدای رسوله صلی الله علیه وسلم ! ما اصلأ درې واړه کارونه ترک کړل.
 
هو، نو آیا دا ثابته نه سوه چي درواغ د هري ګناه او بد کار ریښه ده او هغه د نورو ګناهونو رهبر دی؟ موږ او تاسي به هیڅکله  د درواغجن په نسبت بل داسي خوار او بدمرغه انسان وه نه وینو. روایت دی چي درواغ د ټولو ګناهونو مور ده. بې ایماني د درواغو تر ټولو شدید ډول دی، ځکه چي هغه پر الله جل جلاله درواغ وایي. همدا علت دی چي په اسلام کي درواغ هیڅ ځای نه لري او درواغجن د خدای دښمن دی. نو الله دي هغه کسانو ته نجات ورکړي چي په دغه مزمنه ناروغي مبتلا دي او متباقي دي الله دي یې له دې وجداني پستۍ او نا آرامۍ څخه وژغوري.
 
منبع : د لیکوال اثر ( اخلاقی کنایې ـ لومړی ټوک ـ ۲۰۱۲ ) ؛ ۱۹۸ ـ ۱۹۹ مخونه .
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته